احدی، داودزی او نبیل تُرا خیر!!

  له هزاره ګانو نه یوازې ګیله نه ده پکار، بلکې صد شاباس دې وي پرې چې د خپلو خلکو د ژوند د هوساینې، سوکالۍ او پرمختګ لپاره له مرکزي حکومت څخه د برېښنا غوښتنه کوي او دا غوښتنه له هر ډول شف شف پرته په رسا غږ او په ټول جرئت کوي، دا باید ومنو چې حق ورکول کېږي نه، بلکې حق اخیستل کېږي، خو دا چې د هزارګانو دغه غوښتنه څومره منطقي او یا غیر منطقي ده دا نو بیا بېل بحث دی. مګر افسوس د پښتنو په حال: نه پښتون ویښ شو نو یې سرو لمبو ته ځان ونیوه څه وړو خلکو ترې د ژوند د جنګ میدان ونیوه پښتانه باید اول خپل ځانونه وغندي او بیا خپل هغه خرڅ شوي او پردي پالي مشران چې د اړتیا پرمهال یې له خپل قوم او خلکو څخه د توکو په څېر استفاده کړې، خو چې کله یې هم ترې رغېدلې، نو بیا یې له قوم څخه داسې مخ اړولی لکه هیڅ یې چې نه پېژني. نه یې ارزښت ورکړی او نه یې د دوی د ستونزو د حل او د اړتیاو د پوره کولو په اړه فکر کړی. ډاکټر انورالحق احدي، عمر داودزی او رحمت الله نبیل درې واړه پښتانه دي او درې واړو له تېرو پنځلسو کالو راهیسې په بېلابېلو مهمو دولتي پوسټونو کار وکړ، مګر دوی دې مهرباني وکړي او یو یو مثال دی د خپلو هغو کارونو او لاسته راوړنو لپاره وړاندې کړي چې دوی د پښتنو لپاره کړي دي. بې له دې چې د غلا، فساد، لوټ او اختلاس په پیسو یې یوازې خپل شخصي جیبونه پړسولي دي. لکه څنګه چې له بارامه ښادي ارامه ده، همداسې له دغو درې واړو څخه هم ښادي حرامه ده، ځکه چې دوی د خپل مظلوم، جګړه ځپلي، بې وزله او بې کسه قوم د ښوونځي، د روغتیایي اسانتیاو، د ژوند د خدماتو او نورو اسانتیاو په اړه نه فکر کړی او نه هم په دې اړه فکر کوي. کله چې هزاره ګانو د ټوټاپ پروژې د مسیر د بدلولو غږ پورته کړ، نو دا درې واړه په یوه منډه ور ورسېدل او له هزاره ګانو سره یې خپله ناره غبرګه کړه او دوی هم وویل چې هزاره ګان په حقه دي او باید د برېښنا مسیر له جبل السراج څخه بامیانو ته بدل شي. له هزاره ګانو سره د احدي، داوودزي او نبیل یو ځای کېدل تصادفي نه دي، دا د سیمې د استخباراتو لوبه ده، ځکه د سیمې استخبارات غواړي چې په هر شکل وي د لویو او ملي پروژو د تطبیق په برخه کې باید مرکزي حکومت ته سرخوږی جوړ شي، تر څو په دې ونه توانېږي چې دغه مهمې ملي پروژې تطبیق کړي. ټوټاپ هم یوه له هغو لویو ملي پروژو څخه ده چې خیر یې ټول وطن ته رسېږي او ټول وطن هم ورسره رڼا کېږي او هم ورسره ابادېږي، ځکه د ټوټاپ پروژې له برېښنا څخه بامیان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، زابل او حتی ممکن کنړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو ته هم برېښنا ورکړل شي. مګر احدي، داوودزی او نبیل یوازې له دې غمه هم نه دي مړه چې هزاره ګانو او بامیانو ته دې برق ورکړل شي، بلکې دوی چې اوسني حکومت رټلي او شړلي دي، نو دوی د حکومت پر وړاندې یوه عقده لري او د دغو عقدو د اشباع په موخه دوی د دغې مهمې او ملي پروژې د تطبیق پر وړاندې خنډونه ایجادوي ، په دې برخه کې د دوی د بهرنیو بادارانو لاس لرل هم نشي رسېدلی، ممکن هغوی دېته هڅولي وي چې د هزاره ګانو تر څنګ ودرېږي او خپل ملاتړ ورڅخه اعلان کړي.