
کابل ښار د ښاروالۍ د لټي، تنبلي او د ښاریانو د بې غوري له امله نږدې دی چې د کثافاتو په ښار بدل شي. د ښار په هره برخه کې د کثافاتو ډېري جوړ شوي دي. تېره اونۍ په خپله ولسمشر په دغو کثافاتو پسې بېلچه واخیستله او ژمنه یې وکړه چې نوې ایجاد شوې قوه کار به په یوه اونۍ کې د کثافاتو له افت څخه ښار پاک کړي او ګزک سیمې ته چې د کابل په ختیځه څنډه کې د کثافاتو د وروړلو لپاره ټاکل شوې انتقال شي. دا کثافات خو به پاک شي، خو د نورو کثافاتو د مخنیوي چاره پکار ده. د دغې چارې لپاره مهمه ده چې د ښار د ککړتیا یا د کثافاتو د ډېروالي په اصلي لاملونو فکر وشي او له تشخیص وروسته یاد لاملونه له منځه یووړل شي او د دغو لاملونو له منځه وړل یوازې د حکومت کار نه دی، بلکې خلک، مدني بنسټونه، ځوانان او ټول په دې برخه کې مهم رول لرلی شي او په دې هیله چې د خپل ښاراو چاپیریال د پاکوالي په دغه مهمه چاره کې خپل ځانونه ونه سپموي. د کابل ښار د ککړتیا تر ټولو عمده لامل د نفوس ډېروالی دی، ځکه په ولایتونو او کلیو کې چې نه امنیت شته او نه هم کاروبار او د ژوند نورې اسانتیاوې، نو له دې امله له اطراف او ولایتونو څخه اکثره کورنۍ کابل ښار ته را لېږدېدلې دي. د خلکو او موټرونو ګڼه ګوڼه د ښار د چاپیریال د ککړتیا لامل شوې ده. دویم لامل یې د خلکو بې پامي یا لټي ده، اکثره خلک او کورنۍ چې د خپلو کورونو خځلې او د خوړو پاتې شوني او پلاستیکې کڅوړې ټاکلو ځایونو ته د رسولو پرځای په کوڅو او لارو کې غورځوي او بیا یې باد یو او بل ځای ته وړي او په دې ډول د ډېرو سیمو د ککړتیا لامل کېږي. دریم لامل یې د کابل ښاروالۍ د مسوولینو نا اهلي او یا هم خپلو مسوولیتونو ته نه پاملرنه ده، ځکه دوی پر وخت له ښار څخه د کثافاتو د انتقال اقدام نه کوي، بل مهم شی په ښاروالي کې موجود فساد هم د دې لامل دی، ځکه چې په بتخاک ډاګ او لاره کې د ښاروالۍ اکثره موټر تېل غلا کوي، په رڼا ورځ یې له ټانکیو څخه په پایپونو راباسي، بوشکې ځنې ډکوي او بیا یې هملته ځای پر ځای په خلکو او دوکاندارنو پلوري. حتی همدغه د ښاروالۍ د تېلو لپاره په بتخاک کې د تېلو دوکانونه جوړ شوي دي چې یاد دوکانداران یې د ښاروالۍ له موټر چلونکو څخه په ارزانه بیه اخلي او بیا یې هغوی هم د بازار له نرخ څخه په دوه یا درې روپۍ تفاوت په ارزانه بیه پلوري. نو په ښار کې د کثافاتو د ډېروالي او د ککړتیا د مخنیوي لپاره پکار دی چې هم د ښاروالۍ مسوولین او هم ولس په ګډه ونډه واخلي، خو په دې برخه کې د ولس، مدني بنسټونو او رسنیو رول فوق العاده مهم دی، ځکه دوی کولی شي چې د غلا، لټي او فسا د د لیدلو پرمهال خپل غږ پورته کړي، دا هر څه مستند کړي اود رسنیو له لارې یې خپاره کړي. د ولس ، مدني بنسټونو او رسنیو دا وړ چلند به د ښاروالۍ په مسوولینو د مثبت فشار لامل شي او هغوی به نه یوازې چې غلا ونه کړي، بلکې خپل مسوولیتونه به په ښه توګه ترسره کړي. خو د دې تر څنګ ولسي خلک، ځوانان او ماشومان د ښار د پاک ساتلو لپاره یو ولسي کمپاین او عامه پوهاوي ته اړتیا لري، تر څو دوی دېته وهڅول شي چې د خپل کور خځلې او یا هغه څه چې دوی یې ښوونځیو، دفترونو او کار ځایونو ته د تلو پرمهال اخلي د هغوی پاتي شوني، پلاستیکونه او قوطي په ټاکلو ځایونو کې وغورځوي.