
سوله پرون هم د افغان ولس او حکومت اساسي غوښتنه وه او نن هم ده، مګر طالب، ترهګر، جنګسالار او مافیا نه پرون سوله غوښتله، نه یې نن غواړي او نه یې هم سبا غواړي، ځکه د دوی خیر او شخصي ګټې په جنګ، ناامني او ګډوډي کې نغښتې دي. پرون چې حکومت د سولې د تامین لپاره اساسي نقشه جوړوله او په همدې موخه یې د څلور اړخیزو مذاکراتو څلور بېلابېلې غونډې په کابل او اسلام اباد کې جوړې کړې، نو جنګسالارانو، پخوانیو مفسدو چارواکو، مافیایي کړیو او د نورو لاسپوڅو د حکومت دغه ګام او اقدام د ستاینې پرځای نقد کړ او په دې اړه یې حق او ناحقه د خلکو شکونه او بې باورۍ زیاتولې، پرون چې دسولې تامین ته مازې هیلې پیدا شوې، نو دوی له ډېرې وارخطایي چیغې او غالمغال جوړ کړ. مګر نن چې طالب د پاکستان په غوښتنه او فشار له سولې څخه په شا شو او د سولې د مذاکراتو پر ځای یې له افغان ولس سره د جګړې لاره اختیار او اعلان کړه، نو همغه جنګسالاران، پخواني مفسد چارواکي، مافیایي کړۍ او د پردیو لاسپوڅي چې د ولس په منځ کې یې د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې شک او بې باوري خپروله او حکومت یې له دې امله غانده چې ولې د سولې مذاکرات ترسره کوي، مګر دوی ټول نن خاموش دي، دوی طالب ته دومره کدرې هم نه وایي چې ولې دې سوله ونه منله او ولې دې د ولس او هېواد پر وړاندې جنګ او دښمني اعلان کړه؟ افغان حکومت له اوله سره په دې پوهېده چې طالب په خپل واک کې نه دی او نه هم د سولې د مذاکراتو صلاحیت لري، نو په همدې خاطر یې هغوی ته د سولې او جنګ دوه انتخابه وړاندې کړل. حکومت په څرګنده خپل دریځ اعلان کړ او وې ویل، هغوی چې جنګ او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي او سوله غواړي، نو د حکومت غېږه ورته خلاصه ده، د مذاکراتو پرمهال به د دوی هره منطقي غوښتنه او ستونزه واوري او د حل لپاره به یې عملي ګام پورته کړي، خو هغوی چې لا هم د سولې پرځای د جنګ پلویان دي او جګړې ته ادامه ورکوي نو حکومت به په ټول قوت او مېړانه د هغوی تر نابودۍ پورې د دوی پر ضد وجنګېږي. کله چې طالبانو د عمري عملیاتو اعلان وکړ او همدا روانه اونۍ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په افغان امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل، نو د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوره مېړانه او زړورتیا د دوی بریدونه په شا وتمبول او د جګړې په سیمه کې د دښمن ګڼ مړي او ټپیان پاتې شول. حکومت بیا هم سوله غوره بولي او په سوله کې د خپلو خلکو او وطن خیر ویني، خو هغوی چې یا د ولس په خیر نه پوهېږي او یا د ولس خیر نه غواړي او جګړې ته ادامه ورکوي، نو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغوی پر ضد د هېواد او ولس د دفاع په خاطر جګړې او مبارزې ته ملاتړي ولاړ دي. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه سږکال د تېر کال په پرتله د امکاناتو، تجهیزاتو، هوایي ځواک د لرلو او ښو وړتیاو له پلوه ډېر پیاوړي دي، نو ځکه به سږکال د دښمن پر وړاندې ډېر بریالي وي. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به له دفاعي حالت څخه تعرضي او تحرکي حالت اختیار کړي. له دښمن پسې به د دوی پټنځایونو ته ورشي، پتنځایونه به یې وران او سلاکوټونه به یې ویجاړ او دښمن به نابود کړي.