بامیانو ته یوازې پنځه میګا واټه برېښنا په پام کې وه

 
  ولسمشر غني په سلام خانه ماڼۍ کې د ملي شورا استازو ته د وینا پرمهال ، د تېر حکومت د کابینې ټولې پرېکړې چې وګورئ، نو په تېرو درې کالو کې له بامیانو سره ژمنه شوې برېښنا له پنځه میګاواټه څخه زیاته نه ده، مګر موږ د نوې طرحې په اساس بامیانو ته ۳۰۰ میګاواټه برېښناورکوو. هغه مهال چې کریم خیلي د ولسمشر کرزي دویم مرسیتال وو او په دغه پرېکړو کې یې فعاله ونډه او مهم رول درلود، نو هغه مهال یې په پنځه مېګاواټه برېښنا قناعت کړی وو، هیڅ غږ یې نه پورته کاوه او نه یې هم کومه ورځ شکایت وکړ، مګر نن د ټولو معترضینو په سر کې ولاړ دی او پر حکومت د تبعیض او بې عدالتۍ غږ کوي، مګر هیچا ورڅخه ونه پوښتل چې که د سالنګ له لارې د برېښنا د لېږد موضوع تبعیض او بې عدالتي وي، نو دا کار خو ستاسو ښاغلي د اقتدار پرمهال شوی، تاسو ولې هغه مهال دغه پرېکړه غیر عادلانه ونه بلله؟ د بامیان ولایت ټوله د اړتیا وړ برېښنا ۳۰ میګا واټه ده، مګر د ملي یووالي حکومت ورته ۳۰۰ میګا واټه برېښنا ورکوي، مګر دوی لا هم خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي، خو له دې څخه معلومېږي چې د دوی اساسي غوښتنه برېښنا نه ده، بلکې دوی غواړي چې په دې ډول حکومت ته مزاحمت ایجاد کړي او د پردیو شومې دسیسې دلته په یوه او بله پلمه پلې کړي. جمهور رئیس غني په خپله پرونۍ وینا کې دا هم وویل، چې د پخواني پلان په اساس  بامیانو ولایت ته شپږ کاله وروسته یانې  په ۲۰۲۲ میلادي کال کې برېښنا ورکول کېده، مګر موږ  د سالنګ له لارې د برېښنا له انتقال سره همزمان بامیانو ته د زیاتې او مطمینې برېښنا وېش تامینوو. د ملي یووالي حکومت نه یوازې بامیانو ته د ژمنه شوې برېښنا اندازه شپېته برابره (د پنځه مېګا واټه پرځای ۳۰۰ میګا واټه) زیاته کړې، بلکې د دې تر څنګ یې د برېښنا د وېش موده هم څلور کاله رامخته کړې ده، ځکه د پخواني پلان په اساس به بامیانو ته په ۲۰۲۲ کال کې برېښنا ورکول کېږي، مګر ولسمشر غني وویل، موږ به د نوې طرحې په اساس په ۲۰۱۸ میلادي کال کې بامیانو ته برېښنا ورکړو. مګر هزاره ګان د دې پرځای چې د حکومت د دغې مهمې پرېکړې، طرحې او اقدام هرکلي وکړي، دوی برعکس په اعتراضونو لاس پورې کړ او د برېښنا د لېږد د دغې ملي پروژې د تطبیق پر وړاندې ودرېدل. دوی په لوی لاس دغه ملي پروژه قومي کړه او په دې کې تر ټولو ناوړه رول په خپله د دوی مشرانو (حاجي محمدمحقق، کریم خلیلي، سرور دانش او د هزارګانو د ملي شورا استازو) ولوباوه. یادو مشرانو دغې پروژې ته قومي رنګ ورکړ او په خپل دغه ناوړه کار سره یې د ټولو هېوادوالو کرکه او نفرت د ځانونو پر وړاندې راوپاروله او د یوې نیمې لسیزې وړاندې د دوی ترسره شوي جنایتونه یوځل بیا د ټولو سترګو ته ودرېدل. دوی هغه مهال هم د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ دښمنان وو او ننن هم دي، ځکه دوی خپلې شخصي او قومي ګټې تر قومي ګټو په مراتبو غوره بولي او ملي ګټې هم پر قومي ګټو بدلوي چې د برېښنا د لېږد دغه ملي پروژه یې غوره بېلګه ده چې دوی یې د قومي کولو هڅه کوي.