ولې پردي پالي یوو؟

    ډېر ځله مې په ټولنیزو رسنیو کې لیدلي چې زموږ ځوانان د مصر، سوریې او د نړۍ د نورو هېوادونو په کومه سیمه کې د یو بې درکه شوي، ټپي شوي او یا وژل شوي ماشوم عکس دومره ډېر خپور کړی او په خپلو لیکنو، تبصرو او پوسټونو کې دومره د ویر اوښکې ورته توی کړي ته به وېرېږې چې دا خوارکیان اوس له ډېرې اندېښنې زاره ترکي نشي. خو برعکس کله چې په پلازمېنه کابل، جلال اباد، پکتیکا، بلخ، بدخشان او د هېواد په بل هر ولایت کې ګڼ افغان ماشومان د ترهګرو په بریدونو کې په نښه او په ډېره بې رحمۍ شهیدان شوي وي بیا نو زموږ د ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول د فیسبوک فعالین همغه چې د نورې نړۍ په ماشومانو د ویر اوښکې تویوي، د خپلوهېوادوالو په حق کې بیا داسې غلي وي لکه هیڅ هم چې نه وي شوي. همدارنګه کله چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ملي بس ته پورته شوي وي، نو بیا ټول هغه عکس لاس په لاس په فیسبوکونو کې خپروي او های هوی یې جوړ کړی وي چې دغه ته مشر وایي، دغه ته خواخوږی وایي او دېته شخصیت وایي، خو کله چې افغان ولسمشر د کابل ښار په کثافاتو پسې بېلچه را واخلي او یا هم په وینو ککړ ټپي ماشومان، ولسي خلک او یا د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین په غېږ کې ونیسي او یا هم د ښار له ګدای ګرو ماشومانو سره د زړه خواله کوي، بیا نو ټول وایي چې دا ځانښودنه ده، دا د خلکو سترګو ته د خاورو شیندل دي، دا نمایشي کارونه دي. دا په حقیقت کې زموږ د پردي پالنې لویې بېلګې دي، تر هغو چې موږ خپل غم او ویر خپل ونه ګڼو او تر هغو چې موږ په خپلو مشرانو ونه ویاړو او د هغوی ښې چارې او کړنې ونه ستایو، نو باور مې نشي چې دا وړۍ به شړۍ شي او یا به موږ له دغو اوسنیو ستونزو څخه چې هره ورځ او هره شیبه ترې ځورېږو او کړېږو خلاصون ومومو، ځکه تر هغو چې یو ولس په خپله د خپل حالت د بدلولو هڅه ونه کړي، نو تر هغې خدای تعالی هم د هغوی حالت نه بدلوي. کاشکې نور له دغې پردي پالنې څخه لاس په سر شو، د نورو په لمسون خپل مشران مسخره نه کړو، بلکې د دوی کړنې پل په پل وڅارو، ښې چارې یې وستایو او چېرې چې لټي، بې غوري، ستونزې او بې پروایي وي، په هغو مواردو کې اړوند مسوولین، چارواکي او مشران خپلو تېروتنو او نیمګړتیاو ته متوجه کړو، ځکه وایي چې یو مسلمان د بل مسلمان هنداره ده، لکه څنګه چې موږ په هنداره کې د خپل ځان هغه ظاهري ګډوډۍ یا نیمګړتیاوې وینو او سموو یې نو همداسې موږ باید یو د بل د نیمګړتیاو او تېروتنو د اصلاح لپاره د هندارې حیثیت ولرو. موږ هغه مهال کولی شو خپلې نیمګړتیاوې، ستونزې او تېروتنې د نورو په مرسته حل او راسپارل شوې چارې په ښه توګه ترسره کړو، چې موږ خپل مشران د ځان وګڼو او له زړه ورته په درناوي قایل شو. بې باوري، بدبیني او پردي پالنه نه یوازې چې د هیڅ درد دوا او د ستونزو حل نه دی، بلکې ستونزې لا ډېروي. په دې هیله چې زموږ هېوادوال او په ځانګړي ډول زموږ د ټولنیزو رسنیو فعالین او فیسبوکي ځوانان د پردیو پرځای خپل ولس، خپل مشر، خپل چارواکی او خپل ځوانان ونازوي، وې پالي او له دوی سره مینه او خواخوږي وکړي، ځکه موږ ټول د یوې ټولنې او یوې ګډې کورنۍ غړي یوو، زموږ غم ، درد او خوښۍ سره شریکې دي، نو د پردیو د غم پر ځای باید خپل غم وژاړو، ځکه پردي نه زموږ مینه حس کولی شي، نه زموږ د خواخوږۍ ارزښت درک کولی شي او نه هم زموږ عاطفه څه مانا ورته لري.