
ولسمشر غني پرون د ملي شورا په تالار کې د ولسي جرګې استازو، د مشرانو جرګې سناتورانو او افغان ولس ته ارزښتناکه وینا وکړه. نوموړي په خپله دغه اوږده وینا کې د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام د سولې، جګړې، اقتصادي برنامو، فساد، قضایي او عدلي ارګانونو اصلاحاتو، د دوی د پرېکړو تطبیق، د فساد مخنیوي، د سولې بهیر، د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د جنګ اعلان، د نړیوالو همکاریو، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل، تجهیز، وړتیاو او ګڼو نورو برخو ته تم شو او په هره برخه کې یې پام وړ خبرې او اشارې لرلې. ولسمشر غني هغه خبره چې بار بار یې د پاکستان په اړه کړې یو ځل بیا په واضح توګه مطرح کړه، هغه وویل، نن غواړم دا خبره واضح کړم چې موږ له پاکستانه دا توقع نه لرو چې طالبان دې خبرو ته راولي. خو له پاکستانیانو غواړو چې په څلور اړخیزه توافقنامه کې په خپلو ژمنو ودرېږي او د هغو کسانو په خلاف نظامي عملیات وکړي چې زموږ د امنیتي ادارو او زموږ د بین المللي همکارانو د استخباراتي معلوماتو په اساس او پخپله د پاکستاني مقاماتو په قول، مرکزونه یې په پاکستان کې دي او رهبران یې په پاکستان کې اوسي . ولسمشر غني او ټول افغان ولس په دې پوهېږي چې پاکستان هیڅ وخت نه غواړي چې طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې په موخه د مذاکراتو مېز ته راولي، ځکه پاکستان دوی یوازې او یوازې په افغانستان کې د حکومت او ولس پر وړاندې د ناحقه او نیابتي جګړې لپاره روزلي، په هغوی یې لګښتونه او پانګونه کړې او د دوی له وجود څخه د افغانستان د بدمرغۍ او د افغانانو د بدبختۍ لپاره کار اخلي. پاکستان به په اسانه دېته زړه ښه نه کړي، ځکه هغوی د باثباته، پرمختللي، هوسا او د نورو له احتیاجه وتلي افغانستان پلویان نه دي، هغوی غواړي چې افغانستان کمزوری، وروسته پاتې او تل نورو ته احتیاج وي، نو په همدې اساس په افغانستان کې روانې جګړې ته په بېلابېلو بڼو ادامه ورکوي. هغوی چې د افغانستان له پرمختګ او سوکالي سره مینه لري او خپل هېواد او خلکو ته ژمن وي، نو پاکستان یې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له لارې په نښه کوي او له منځه یې وړي، چې په تېرو کلونو کې پاکستان په همدې موخه زموږ ګڼ ملي او علمي شخصیتونه شهیدان کړي دي او لا هم دغې ناوړه لړۍ ته ادامه ورکوي. ولسمشر غني پر پاکستان د همدغې بې باورۍ له امله چې هغوی نه په افغانستان کې سوله غواړي، نه طالب د سولې مېز ته راولي او نه هم د طالبانو پر ضد وسله واله مبارزه کوي، نو ځکه دویمه غوښتنه له پاکستانه دا کوي چې : دغه راز له پاکستانه توقع لرو چې که په خپله خاوره کې د دغو جنایتکارانو په خلاف نظامي عملیات نه کوي، نو لطفا دې یې زموږ شرعي محکمو ته راوسپاري چې د خپلو عملونو سزا وویني. د ملاعمر له مړینې وروسته طالبان په بېلابېلو ډلو وېشل شوې دي او هره ډله یې د پاکستان ای ایس ای په غېږ کې نیولې ده. هغوی تل په وېره، شک او تردید کې ساتي. هغوی په خپلو کې دومره بې باوره دي چې که یوه ډله د سولې لورته تمایلات وښیي او یا په افغانستان کې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي، نو ممکن بله ډله او لوری یې ای ایس ای ته شیطاني وکړي او ترور یې کړي. ولسمشر غني ته ښایي چې د پاکستان او طالبانو پر وړاندې له قاطعیت څخه کار واخلي. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دوی پټن ځایونه له منځه یوسي. له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې د دوی د تګ راتګ، تمویل او تجهیز لارې تعقیب کړي او د ځمکنیو او هوایي عملیاتو له لارې هغوی په نښه کړي او له منځه یې یوسي. که چېرې حکومت په وسله والو مخالفانو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لارې نظامي فشار زیات کړي، نو طالب مجبور دی چې یا به له وطنه تښتي او یا به خپل بادار (پاکستان)ته وایي چې نور یې جګړه په وس نه ده پوره، نو هغه مهال به بیا نه یوازې پاکستان د طالبانو او ترهګرو له ساتنې او پالنې لاس واخلي، بلکې په خپله طالبان او نورې ترهګرې ډلې به سولې ته غاړه کېږدي او په هېواد کې به خپل عادي ژوند ته راستانه شي.