
ليکوال : ګل رحمان رحماني
ستاهغه ګل چې ماته دې راکړاوس مړاوی د ى او وږمې يې هم دمرګ په خوب اودې دي خوستا يادونه اودمات شوي غرور نغمې چې زماپه غوږونوکې دژوندشېره څڅوي لاهم ژوندۍ دي اودګلاب په وچوپاڼو ديوه رنځورارمان انځورکاږي
هغه ګلاب چې تاماته راکړمړاوى شو،خوهغه څړيکه چې دګلاب راکولوپه مهال تازماپه زړه کې وشيندله هېڅکله هم نه مړاوې کېږي ، تل به په غرني لښتي کې دروانواوبو په څېرسندريزشورکوي اوماته به دکلي په سمسورواوجنتي باغچوکې دګلاب غوړېدلودموسم شپې ورځې رايادوي ، په ځانګړي ډو ل دهغه وياړلې ورځ سهارچې همدغه ګلاب په کې دځلانده لمرپاڼوته خپلې پاڼې پرانستلې اودلومړي ځل لپاره يې په کلي کې خوشبويي خوره شوه خوداچاته معلومه وه چې دغه ګل به ستاپه نازکوګوتودګلابوله سرۍ جداکېږي اوبيابه يې ته دخپل ژونددلومړۍ ډالۍ په نوم يوداسې چاته وړاندې کوې چې پخوايې له چانه دا
سې ډالۍ نه ده اخيستې ،هغه ګلاب دلته مړاوى شو خوهلته يې زمادزړه په بڼ کې رېښې وغزولې اوهغه نړ ۍ به ډېرزرپه وږموکې ولمبوي ته دافکرونه کړي چې ستادغه ډالۍ ماورکه کړې دغه ګلاب به تل هلته تروتازه وي اوهغه وخت به رېژېږي چې زما په زړه دمرګ توپان راشي
١٣٨٨-٧-٢٩
ننګرهارپوهنتو ن
کتابتون