
نويده خوشبو
ولسمشر اشرف غني، په لندن کې له فساد سره دمبارزې په نړېواله غونډه کې د نړۍ د ځينو مشرانو په ګډون شرکت وکړ. د فساد په وړاندې مبارزه،او نړيواله همکاري له مهمو موخو څخه وه. ولسمشر هم د فساد په برخه کې د دوېيم ځاى د لاسته راوړلو،او د ده دحکومت د هلو ځلو او مبارزې په اړه وينا ته وبلل شو.
خو لکه څنګه چې يې له راتګ څخه وړاندې د يوې مغرضې ډلې لخوا هر کلې وشو، د وينا پر مهال هم ورته د همدې ډلې لخوا پوره چمتووالینيول شویوو.
وړاندې له دې چې ولسمشر په ويناپيل وکړي،دروغ يا رښتيا ووايي؛چمتو شويو ځوانانو په جرأت او زړورتيا،لوړ غږ او اشارو نارې- سورې او سپکې- سپورې پېل کړې:
ته دروغ وايې... ته... ته...!
هغه لا غلى شوى نه و، ولسمشر خبرېپېل کړې نه وې چې د بل وار راورسېد،او په ورته شعارونو يې نارې کړې !!او بيا همداسې ورپسې د بل تنظيم شوي ځوان وار شو!!!
ښه، له دې اخلال څه ګټه وشوه!!؟څه مو لاسته راوړل؟اوستاسو په وينا:هيواد ته مو څه چوپړ وکړ؟
ولې مو زړونه داسې ډک دي؟ ولسمشر خونه انقلابي دى،نه هم حزبي ياجهادي،طالب،غاصب او فاسد هم نه دى!څنګه مو ورته وينې خوټيږي؟
که رښتيني مبارزين ياست،نو د محقق دظلمونوغچ واخلئ غږ پورته او مبارزه وکړئد قومي ټېکه داران،فاسدو او غاصبو ګريوانونه ونيسئدې ډول هدفمندو کړنو ته دهېوادلپاره خدمت نوم نشو ورکولى؛ دا ځان او يوې محدودې ډلې ته امتياز اخيستنه او تعصب دى!
هر يو تنظيم شوى ځوان د توتاپ پروژې،باميان ولايت، يوټبر او د ټاکنيزو کمپاينونو يادونه کوي
په دې عقدوي چلند سره تاسې خپل قوم پالنه،تعصب او شومې موخې ښکاره کوئ.چا چې ملت پالنې لپاره خپل کورنۍ نومحذف کړى وي؛په هغه د تعصب ټاپهنشي لګېداى.د منلو ده چې:ولسمشر خپلې ډېرې ژمنې اووعدې سر ته نه دي رسولې؛نا امني ده، د سولۍ برخليک مالوم ندى،اقتصاديځوړتيا،اوزګارتيا،لوږهاو.....، په لسګونه نورې ستونزې شته، ډېرې هيودال ګيله من او نا خوښه دي،خو د هغوې د ټپونو او دردونو په سر يوه محدوده تنظيم شوې ډله درمل اخلي؛او د هيواد پالنې نوم ورکوي،
له منطق څخه لېرې؛ او نه منونکې ده !
داسې کړنې،ټبرونه او هېوادونه بدنومه وي،او ديوې حقيقي پارېدلې موضوع د پټولو لپاره داسې غير منطقي اوغېر حقيقي صحنې تنظيميږي!ښکاره ده،اعتراض کوونکي هيڅ کله په دېډول غونډې ته نه بلل کيږي؛اودغو ځوانانو دبريټانيا حکومت د اجازې اوخوښۍ له مخې دا ډرامه وړاندې کړې. راتلونکي څه موده به بياځوانان په بې اتفاقې،نفاق او ځانځانۍ بوخت وي.
په ياد ولرئ،کورنۍ مسلې د کور دننه حل کړئ؛په داسو کړنو تاسو يو کس،ولسمشر يا ډلۍ ته نه ټول هيواد ته سپکاوى او بې احترامي کوئ.