غزل

 
ستا په خاطر مې درمسال کې د خدای ذکـر وکړ
ستا په خاطر مې دبوتانو مخ کې سر ښکــــته کړ
ستا په خاطر مې دسهار لمونځ لمر خاتـــه کې وکړ
ستا په خاطر مې لمر خاته خواته قبــــــــــله واړوه
                  **************
او زه په تاپسې له ځانـــــــــــــــــه دومره لرې لاړم
لکه اسمان تر بل اسما نـــــــــــــه دومره لرې لاړم
ومه انسان خو له انسانـــــــــــــــه دومره لرې لاړم
زه دفتنو له دې جها نــــــــــــــــــه دومره لرې لاړم
                  **************
هو دا منم چې ستا په خیال کې دوزخي یمــــه زه
زه پښتنه یم ځـــــــــکه اوس هم جنتي یمــــــــه زه
هم یې لیکم هم یې پالم هم پرې ستي یمــــــه زه
ځکه چې لور دخوشحال خان او ابدالي یمـــــه زه
                  **************
د دې کوڅې نه صبریده راته اسانه نــــــــــــه دي
دخپلې ژبې هیریده راته آسانه  نــــــــــــــــــه دي
له دې حرم څخه وته راته آسانه  نـــــــــــــــــه دي
پښتو له تانه تیریده راته آسانه  نــــــــــــــــــه دي
- #لمر