
له ټولو هېر یم اوس دچا په حافظه کې نه یم
داسې تصویر یم چې بلکل په ائینه کې نه یم
اوس موترمنځه غرونه غرونه فاصلې جانانه
اوس د ولاړ هره شیبه په دروازه کې نه یم
زه دپرون سړی د نن له غیږې څومره لرې
زه دپرون سړی دنن په زمانه کې نه یم
اوس دې چې نه ښکارم لیمو کې پیکه شوی یمه
له مداروتی یم په دغه دایره کې نه یم
ستا یادول ستا هیرول زما په وس کې نه دی
ته باور وکړه اوس په خپله ارده کې نه یم
یقین مې نه شي دابه تاراته لیکلي وي چې
ځه عمرخیله ځه ورځه اوس دکیسه کې نه یم
۲۰۱۲ کال
کابل