غـــــــزل

څوک دې خوبونو ته  بللي دي،  بيا
زړګيه!پاڅه ، څوک راغلي دي، بيا
نه ئې سلام او نــــه پيام را درومــي
يادونه، خـــپل ئې رالېږلي دي، بيا
بيا د ادم د رباب غــــږ رادرومــــي
چــــا ئې تارونه خــوځـــولي دي ،بيا
لکه چــــې زۀ ئې بيا په ياد ورغلـــی
ورونه ئې ځان پسې، تړلي دي ،بيا

د لېلا سترګې اوښکې،اوښکې،ګوره
چا ئـــې مجنون پورې خندلــي دي،بيا

په دا کړس،کړس خندا  ئې مه غولېږه
مين د ې پټ، پټ، ډېر ژړلي دي ،بيا

پېښور                ١٩/١٠/٢٠٠٩