د ساقي سره سلا شــوم، لــه توبــــو مــــــې توبه وکړه
چې په خوند دترخو پوه شوم له خوږو مې توبه وکړه
خلک دې هرڅه هرڅه وايي،زه لا اوس هم توبه ګار يم
دراتلــــو کــــه مـــــــې کړه ماته، نو د تلو مې توبه وکړه
فقيران کـــــه ملنګان دي،دامـــــې ټول واړه ياران،خو
چې د شېخ په څنګ کې ګــــــرځي،له هغو مې توبه وکړه
خــــرابات مې ورته پرېښود خو، ياران د مناجات مې
نه مني په خپل مجلس کښې،که هر څو مې تــــوبه وکړه
چې اېمان دې در خراب کړي او،توبې درباندې ماتې
ما د داسې ښکلــــو،ښکـــــلو ، د کتــــو نه توبه وکړه
له ښــــــکلا مخ اړول خو، سم کفــــــران بيا د نعمت دی
ستا مذهب کښې که دا ښه وي،له دې ښو می توبه وکړه
نه غماز شته، نه رقيب شته،بس يو زۀ او خيال د يارمې
د خلـــــــوت ددې دنيا نه ، د وتو مـــــې توبــــــه وکــــــړه
ژوند مــــــې ټول توبه،توبه شو،دا ته څه کوې ناصحه!
بس د ټولـــــو ښو او بدو لــــــه توبــــــو مې توبه وکړه
پېښور ١٢/١٠/٢٠٠٩
وروستي