د ټولټاکنو دويم پړاو او که بيا ټولټاکنې


د شکايتونو داورېدلو  کميسيون پس له اوږدۀ او د غرض نه ډک ځنډ وروسته،ددې اجازه ومونده چې، د خپلو پلټنو د پايلې راپور د ټولټاکنو مستقل کميسيون ته وسپاري٠د دې فرماېشې راپور له مخې، دڅه د پاسه دوه سوه حوزو رايې د لاس وهنې او درغليو( د بشردوست په قول، يرغليو) له امله باطلې وګرځول شوې او په پايله کښې د محترم کرزي رايې ، په سلو کښې٥٤ څخه ٤٨ ته راښکته او د محترم ډاکټر عبدالله رايې په سلو کې د ٢٨ څخه ٣٢ ته لوړې شوې٠ د اساسي قانون له رويه، په داسې حال کښې بايد ټولټاکنې بل پړاؤ ته لاړې شي، همداراز د ټولټاکنې مستقل کميسيون او دواړو خواوو هم داخبره تاييد او دبل پړاؤ د پاره د تياري اعلان کړ٠
په دې ترتيب ټولو ،په شمول د دواړو مهمو کانديدانو، دا و منله چې په ټولټاکنو کښې لاس وهنې شوېدي،  او دا چې دا لاس وهنې چا او  په کومه پېمانه کړي دي، د رارسېدلو شکايتونو له مخې اټکل شوې دي ،ولې ټولو خواوو ومنله چې  په  ټولټاکنوکښې درغلۍ او لاس وهنې شوېدي٠کله مو چې دا ومنله چې لاس وهنې شوېدي، ورسره سم دا  هم بايد ومنو چې، د ټولټاکنو ټوله پروسه بې اعتباره وه او څوک دا څنګه و منلۍ شي چې دغو لاس وهنو د کرزي او عبدالله برسيره دنورو راي نه وي متاثره کړی٠پس د عقل ،منطق او عدالت غوښتنه داده چې، ټولټاکنې بيا تر سره شي  نه دا چې صرف د دوو لوريو تر مينځ دويم پړاؤ ته لاړې شي٠
دا کار مشکل دی،ډېرې ستونځې لري،د لګښتونو لپاره،مالي منابع نشته او داسې نور، منم خو،بايد قانون او عدالت خو هم  پر ځاي شي!ځکه چې د خداي په فضل او د دوستانو په لارښونه، د ژوند په نورو ټولو ډګرونو کښې مو د قانون او عدالت بېرغ رپېږي نو،صرف په دې يوه ډګر کښې د امريکې او برتانيې څخه  ولې وروسته پاتې شو٠
که لدې نه  تېرشو او د موضوع هکله د ښاغلي کرزي او ډاکټر عبدالله تر مېنځ د لانجې او د ټولټاکنو د دويم پړاو په بنياد خبرې وکړو نو، دې ټکي ته هم بايد اشاره وکړو چې، د شکايتونو د کميسيون د پلټنې !!؟په اساس د څه د پاسه ٢٠٠حوزو برسېره په پاتې ټولو حوزو کښې سپينې او پاکې ټولټاکنې شوېدي٠پداسې حالت کښې ،لکه چې بيا هم د عقل او منطق غوښتنه ده او په نوره دنيا کښې منل شوې اصل هم  دی،ټولټاکنې بايد يوازې په هغو حوزو کښې ترسره شې چېرې چې د ټولټاکنو پروسه مشکوکه ده، نه د سره عمومي ټولټاکنې٠په دې ترتيب به د بيا ټولټاکنې د ډرامې مالي مشکلات،د وخت کمی او نورې ستونځې کمې شي او هم به مو  پوزه(!!؟) پر ځاي شي٠
 
ددې خبرې نه  به تېر شو،خېر دی ،کله  چې دا ثبوت ته ورسېده چې پراخې لاس وهنې شوې دي او دا هم ثابته شوه چې دا لاس وهنې د پلاني او پلاني لخوا شوېدي  نو، دا ځل ، د اسلامي ايمان,انساني اخلاقو او افغاني دود او دستور له مخې، بايدپه لاس وهنه تورن لوري په خپله د مېدان څخه  ووځي ګني، و دې اېستل شي٠
 
                                                                 پاي
کابل  ٢٣ /١٠/٢٠٠٩