
دا موضوع ټولو ته ښکاره ده چې افغانان د تعلیم په لحاظ له نورو هیوادونو وروسته دی. او له نورو هیوادونو مرسته غواړي ترڅو افغانان زده کړه وکړی.په پخوا وختونو کې تعلیم جرم شمیرل کیده، هیچا تعلیم نه کوه.
تعلیم په څلورو دلالیلو وروسته اوپاتي دی:
اول:کورني اجازه نه تر لاسه کول:
د افغانستان زیات وګړی نه غواړی اولاد یی تعلیم وکړی بلکی غواړی اولاد یی ورسره د ژوند کار وکړی او د تعلیم له نعمت یی بې برخې کړی،خپلو اولادونو ته اجازه نه ورکوی چې تعلیم وکړی نه یوازی انجونو بلکی هلکانو ته هم اجازه نه ورکوی ،چې تعلیم وکړی.انجونو تعلیم خو ورته شرم ښکارې چې له دی لحاظ افغانان وروسته پاتې دی.
دوهم :اقتصادی ستونزی:
افغانان د اقتصاد له نظره ډیر کمزوری دی .دوي نشی کولی په خپلو اولادونو تعلیم وکړی او دوی ته د درس ویلو زمینه برابره کړی.
دریم:د مکتب نشتون:
که څه هم دغه ستونزه تر یوه حده پوری حل شوی ده مګر په زیاتره برخو کې اوس هم مکتبونه نشته دی او که ځني شته هم دی هغه دهیواد د دښمنانو لخوا بند اوتړل شوی دی .په ټول هیواد کې زیاتره مکتبونه تړل شوی دی. او په زیاتره ځایونو کې مکتب هیڅ شتون نه لری.که شتون لری هم په زیاتو فاصلو کې وی چې ماشومان او ځوانان تر خپل وخت پورې رسیدلې نه شي.
څلورم:نا امنی:
دغه یو ستر مشکل دی د افغانانو لپاره د هیواد په زیاتو برخو کې د نا امنیو له وجې افغانان نه شی کولی چې تعلیم وکړی.د هیواد په زیاترو سیمو کې د امن د نه شتون له امله زیاتره ځوانان له زده کړو بې برخې پاتې شول او په میلیونونو افغانان اړ شول ترڅو هجرت وکړی.