محبت/ لنډه کیسه

 
قلم یی را وخیست ننې خبره یی هم ولیکله:
:ګرانه تا سره سپینی جامی خوند کوي.
 لږ په خندا شو او د ځان سره وویل لیونې دا خو ډیر ساده شرط دی همدا اوس به یی پوره کړم . د خیاط له دوکانه خوشحاله راووت او موبیل یی را واخیست زر زر یی په مسج کې ولیکل:
 :ګرانې ډیر ساده شرط دی ایښی دی راته همدا اوس مې پوره کړه.
:رښتیا څنګه دی پوره کړه.
:ماته دا شرطونه ډیر ساده ستا په مینه کې.
:هاهاها لیونیه.
:ګرانې حیران یم چې څومره مینه درسره لرم ډیره زیاته مینه درسره لرم د خپل ځان څخه هم ډیره.
:هاهاها لیونیه.
 :ای ستا د خولی راباندی دا د لیونی کلمه ډیره ښه لږی .
 :هاهاها رشتیا هم لیونی یی .
 :خو زه ستا د مینی لیونی یم .
 په همدی مسجونو لیکلو کې د سرک څخه اوښتو، هیڅ فکر یی نه وو چې ناڅاپه یی د لوی لاری موټر ناڅاپې هارنډ او ورسره یی د خولی نه دردناکه کړیکه ووته موبیل یی د اسمان نو ته پورته و او ...
یو ساعت بعد یی ورته سپین کفن واغوست او کورته یی ویوړه . خپله مینه یی ورته راغله او سرته یی ودریده ارام یی وویل: 
:لیونیه ما درته همدا سپین کالی ښودلی وو رشتیا هم وفادار وی همیشنی ژوند دی مبارک .