غزل

 
زما د خاورو کوټنۍ يو چا ويجاړه کړله
زما وطن زما ملاله ئي بي حاله کړله
 
خدايه د هغوو د ارمان جنازى هم اوباسی
ډٶلۍ د اوخکو د يتيم چى چا روانه کړله
 
مینی لپاره به روژی نیسم نفلونه کړمه
رب که زما مینه زما دام کی ایساره کړله
 
رقیبه بس کړه یاره نور می په قراره پریږده
رقیبه ما خو می لیلا هم نن خوشاله کړله
 
وخته شاهد اوسه ددی اوښکو بدل به اخلم
نصرته چا چی د افغان زنده ګې ورانه کړله
 
سید سمیع الله نصرت