په زخم مالګې راته ولی دوړی؟

دا مې ستره ګناه وه،بلکی د ژوند ستره اشتباه مې وه ،چې تاته مې د زړه او د وجود ټول احساسات بیان کړل او د زړه هغه عمیقه کلیمه مې وویله،چې ډیر پښتانه زلمیان یی په کلونو ،کلونو ویلی نه شی او ویلو ته یی کلونه کلونه پټ درد ګالی.
هو ،ته زما ژوند ته راغلی او زما ژوند دی راته بدل کړ .زما په زړو زخمونو دی مرهم پټۍ کړل .ماته دی د ژوند کولو طریقه او راز را زده کړ .ته زما وجود او ساه شولی .د وینې په څیر مې په ټول وجود کې خپره شوی .داسی خپره لکه د وینې بغیر چې وجود هیڅ دی همداسی زه هم بی تا هیڅ شوم .دا مې په فکر هم نه راتلل چې مونږ به جدا شو او وخت به داسی ظالم هم وی .
همدا ته وی چې د راتلوونکی ژوند پلان دی راته بیانولو او زما د ستړی ژوند څخه دی یو له خوښیو ډګ ژوند راته جوړوه .ما هم هیله لرله چې خپله اینده روښانه کړم او ژوند کې د خوښۍ احساس وکړم.ستا لپاره له ډیرو شیانو تیر شوم داسی شیان چې د انسان د ژوند اساس جوړوی .ته هم زما لپاره له ډیرو شیانوم تیره شوی ځکه چې مینه مو لرله .رښتینی مینه .
خو تقدیر څه بله فیصله و کړه .زمونږ ترمنځ یی تاوتریخوالی راوست ،چې حتی مونږ خپله د جدایی خبرې وکړی .زما په زړه بیا زخمونه تازه شول ،اما افسوس داځل هیڅوک نشته چې زما دا خوړین زخمونه بیا مرهم او پټۍ کړی.شاید ته به هم دردیږی خو هغومره نه څومره چې زه دردیږم.
نن ټول ژوند ،تاته او ځانته حیران شوم ایا ما او تا به جدا شو ؟؟ ایا زما مینه به دومره کمزوری وه چې تا به هم ونه ژوړی ؟؟لکه څنګه چې نوک له ورۍ څخه نشی جلا کیدلی داسی زه هم له تا او ته له ما څخه نشی جدا کیدلی .که چیرته ته په رښتیا له ماسره مینه لری نو په زخم مالګې راته ولی دوړی؟؟؟؟
شاید خلک به حیران شی چې زه ولی دا کلیمی لیکم .ایا لیونی شوی یم؟؟ یا مې عقل دلاسه ورکړی دی؟یا بله کومه خبره ده ؟؟
شاید لیونی شوی اوسم یا مې عقل جواب راکړی وی خو دا مې واوری چې دومره دردمن یم چې له زړه نیولی تر نوکانو مې ټول وجود درد کوی .شاید تاسی باور ونه کړی چې زه به دومره درد ولرم خو دا درد یوازی هغه حس کولی شی چې یو ځل یی د مینی خواږه ځکلی وی .
تقدیر داسی کارونه کوی ،چې په فکر کې به دی هم نه راځی او نه به یی تصور کوی .تاسو ټول شاید اوس فکر کوی چې ایا داسی څه به هم وی چې درد یی ارام نشی .هو داسی څه شته دی کله چې وجود ،احساسات،عقل،روحیات،نفس او هرڅه زخمی شی نو د هغه درد بیا څنګه ارام شی؟ بس تقدیره بیا درته حیران شوم.