
زه چې ستا په ياد هرڅه وليکم نوخلک يي په مينه لولي زمادخيال تناب نيسي اونيغ مي دزړه ژوروته کښته کېږي هلته ستاد يادونو روان سيند ته په حيرانۍ سره ګوري فقط لکه يواجل نيولى اوستړى لاروى چې دشنه ځنګل په منځ کې په نرۍ لارله اوږده منزل وروسته ديوه ښکلي سيند غاړې ته ورسېږي اوهلته په څپوکې خپل مات رامات تصويروګوري
هغوى زماهغه سرودونواوسندروته ګوته په غاښ دي په کومو مې چې ستادمهربانۍ يوه برخه ستايلې وي خودلږڅه خيال وروسته يې په تندي دخفګان کرښې خورې شي اويوبل ته وايي لکه چې دمورله سيوري محروم شوي!
خوهغوى نه پوهېږي چې زه حتى ددې خبرې اورېدوته هم چمتونه يم نوهغې چې سترګې مې ددغي نړۍ له رنګينونه وي پټې کړې نوغوږونه به مې ددغه خبرله اورېدوکرکه کوي .
زمادشعرونواوسندروټول الفاظ دکوم بې څښتنه ځنګل دياغي اوګډوډوڅانګوپه څېردى خويوازې ستايادونه دي چې زما شعرونو اوسندورته دبيابياويلواواوريدلومقام ورکوي که همداشېبه ستا يادونه ترې وباسم يوازې څوتوري اوبې خونده لفظونه به راپاتې شي
زه بياهم له دوى نه هيله کوم چې زمانه دغه ځورونکې اووژونکې پوښتنه ونه کړي .
زه دې ټولوښاغلوته په پوره باورويلى شم چې ستا په نشتوالي که به زماشعرونه اوسندرې دويلوڅه چې له ډېره درده به دهغوى دغوږونوپردې وشلوي ستا له تلوسره به يوځاى زماله ژبې اوزړه دغه ټول الفاظ دخيال له اقليمه ګډه وکړي
اوځاى به يې ديوې ارماني اونيمه خوامينې په ځاى دزهروپه څېرترخه دردونه ونيسي چې بيابه دخلکوپه زړونوکې دمينې اومهربانۍ دباران په ځاى دهغوى له پرهرونووينې بهوي داهغه ورځ ده چې زه يې په خيال کې له راوستلوهم وېره لرم
١٤/ ١٢/ ١٣
ننګرهارپوهنتون