وړاندوینه: که په اعدام محکوم طالبان اعدام شي؟




۱۸/۲/۱۳۹۵، ه، ش
 
 د ۱۳۵۷کال د ثور له کودتا را په دېخوا چې هر حکومت، بانډ او یا د ډلو ټپلو لخوا، عام او بې ګناه خلک وژل شوي دي د اسلامي شریعت له مخې د اعدام وړ دي، په دې دلیل چې د انسان وژل یوازې د الله تعالَی حق او واک دی نه د انسانانو ځکه چې خدای(ج) انسانان پیدا کړي دي او خدای تعالَی یې د مرګ او ژوند حق لري.
 «إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ»
 «موږ د الله یوُ او د هغه(الله) لوري ته ورګرځیدونکي یوُ.» (د بقره سورت،۱۵۶، آیت)
 په دې بنست، هڅوک حق نه لري چې بې ګناه انسان ووژني، د بې ګناه خلکو وژل د نړۍ په ټولو ادیانو کې منع شوي دي، د بې ګناه خلکو وژل یوازې د اسرائیلو په دین کې روا عمل بلل کیږي، نو هر هغه څوک چې بې ګناه انسانان وژني د اسرائیلو کړنې ترسره کوي، دا چې زموږ بې ګناه هیوادوال په تېرو نږدې څلویښتو کلونو کې وژل شوي دي او لا پسې وژل کیږي د لویې خواشینۍ ځای دی او نن چې زموږ هیوادوال د بندي طالبانو د اعدام غوښتنه کوي، دا د دوی حق دی، خو په دې باندې پوهول هم په کار دي، چې یوازې طالبان نه دي چې عام خلک یې وژلي دې، بلکه له ۱۳۵۷کال راپه دېخوا ټولو حکومتونو او بانډونو د بې ګناه او مظلومو خلکو پاکې وینې تویې کړي دي، که چيرې په ريښتیا سره د عامو خلکو قاتلین اعدامیږي، نو د تېرو(۳۸) کالو ټول هغه معلوم الحال جنایتکاران(ترهګر) چې یو شمېر یې په اوسني حکومت کې لوړپوړي چارواکي دي باید اعدام شي او که داسې نه کیږي نو ښاغلی ولسمشر اشرف غني او د ملي شورا وکیلان دې احساساتي ویناوې نه کوي، که چېرې ولسمشر په اعدام محکوم طالبان اعدام کړي، وړاندوینه کوم چې عواقب به یې نه جبرانیدونکي زیانونه وي داسې چې، امنیتي وضعیت به لاپسې وران شي.
 دطالبانو لخوا به هغه مظلوم خلک چې په نه خبره یې نیولي دي د انتقام په نوم اعدام کړي.
 د خپلو بندیانو د تبادلې په موخه به د حکومتي کسانو پر اختطاف باندې لاس پورې کړي.
 د غچ اخستنې حملې به پراخې شي، لکه چې موږ ټولو ولیدل، هغه ځانمرګي چې د کابل د پُل محمودخان په سیمه کې چې (۶۴) تنه یې ووژل او نږدې تر (۴۰۰) تنو پورې عام خلک یې ټپیان کړل، د غچ اخستنې برید ؤ، چې په دې اړه  پخواني ولسمشر حامد کرزي نارې سورې وهلي، چې د بګرام زندان د طالبانو د تولید ځای دی همدغه د پُلمحمود خان ځانمرګی د بګرام د زندان د ځانمرګو د فابریکې تولید ؤ، نو نه باید د سیاسي مخالفینو په اعدامولو سره یوه بله د وژنو لویه فابریکه پرانستل شي، لکه چې وایي(له یوې تورې بلا پاڅي سل نورې.)
له بلې خوا به د ولسمشر لپاره دا عمل په تاریخ کې یو تور داغ پاتې شي او په راتلونکي کې به په خپل کړي عمل باندې پیښمان وي. وایي چې، هغه سیاستوال چې له تېر تاریخ څخه زدکړه او ګټه نه اخلي هغه خلک ړانده او کاڼه دي، په تېرو څلورو لسیزو کې حکومتونو، ډلو او ټپلو په خپل منځي جګړو کې په ملینونو کسان سره ووژل،  خو داسې وخت راغلو چې دا سرختي دښمنان نن د وروڼو په شان سره یو شول. که ولسمشر غواړي د خلکو زړونه په لاس راوړي او خپله دنده یې تر سره کړي وي نو هغه انسان تښتوونکي (اخطاف ګر) او جنایي قاتلین چې خپل جرمونه یې منلي دي بې له ځنده، په سپین میدان کې، زر تر زره، اعدام کړي، نو خدای او خلک به ترې رضاء شي.   په درنښت