د مطبوعاتو نړیواله ورځ، په ځانګړې ډول  د افغان خبریال ورځ

 
همایون بابر
د اختناق په فضاء کې که یو خبر  او کلام  څومره که  په لیفافه او استعاره کې ونغاړل شي او ترمخاطب ورسول شي، د پیغام خوند او اغیز يي د بربنډي، بی پولې  د بیان آزادی نه په وار وار  خورا زیات اوبقاء او پایښت يي اوږد مهاله وی.  
ویل کیږي په افغانستان کې د بیان د آزادی او ورسره ملحقې لاسته راوړنې يي  د پخوانې ولسمشر حامد کرزی لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي.
د سلګونو چاپي رسینو ترڅنګ سلګونه پروژوي  ټلویزیونې چینلونه ورسره د قحطې ملخانو په څیر شننونکې اود چاروکارپوهان او د مرګې دی هیرنشی مدنیان یا فعالین  ، راډیوګانې، ګڼ شمیر آنلاین سرچینې  اوپه پای کې ټولنیزې شبکې "فیسبوک، ټوټیراو نور ..."  د ډیموکراسې د وسعت او ټینګښت ښه ابزار او وسائل شمیرل کیږي، ملا کرزی اخوند ته د بیان د آزادی سمبول ویل شوي  "بالا،  زه د بیان د آزادی سمبول یم."  هوکې!  نوموړي په واقعیت کې د بیان د آزادی  لوبغاړي اوسمبول وه خو ستونزه داوه چې د واکمنې پرمهال يي  اخلاقې کوډونه  هیڅکله ټولنې ته نه وو معرفې کړی، خو هاخوا  يي  د مطبوعاتې کنفرانس پرمهال هیڅکله هم  کوم خبریال ته  د غنې په څير نه وو ویلې   چې یوه پوښتنه وکړه ان  د حاجی فرید د کلامی ډزونو ته ټټر سپر او طعنه امیز ګوزارونو  په مقابل کې  چوپه خوله پاتي شو.
همدغه د بیان بی خرته آزادی وه چې زما د لیسې د وخت  یو تن هم دوره   چې په ۱۳ مضامینو کې د ازموینې پرمهال  یوازي په رسم او پښتو مضمون کې بریالی  وو او نورو کردو په شقه کې ناکام لیکل شوي وو،  خو نن همدغه شخص  مدنی فعال اود مختلفو  ټلویزیونونو  په سکرین او پرده کې  سیاسې تبصری اود روانو  چارو په اړه غبرګون څرګندوي اوآن په نوم يي  ستاینغونډی او ځوان رهبر تعبریږي یا جوړیږي، د بیان د آزادی له فیض او برکت څخه يي  بیده او یا هم شپږم حس فعال شو.
په دی خاوره د  لوی مولا فضل مسیر شوی لوستې اونالوستې، مسلکې اونامسلکې، انجینراو ډاکټر مساوي اوبرابرشويدي.
په ټوله کې زمونږ د ټولنې خبریال د سورېې د جګړې د هغه افغان سرتیري په څير دی چې د بشارالاسد په پلوي اود خپل ټکنې او خراب  اقتصاد د ښه کولو په فکر اوموخه  په جنګې اومحاربوي برخه کې د  نه روزنې له کبله پخپل ټوپک ووژل شو.
د ژورنالیزم په برخه کې هماغسې پراخه فساد او درغلې شتون لري مطبوعاتې ادارې هم عروس خیل په دندو ګماري، که په کابل کې د نړیوالو رسنیو په دفترونو کې یوه لنډه سروی او ارزونه ترسره شي پرته له شکه به حتې د یوه کور غړي اویا په ټوله کې د یوې ولسوالۍ وګړي د لوړپوړي ایډیټرنه چوکیداره  ومومي ان  د انجینرې له برخې مطبوعاتو ته راغلې دلته کار اهل کار ته د سپارلو تعریف او معنې همدا ده.  
په پلازمینه کابل کې په اغلب ګومان  په ۲۰۰۷ م کې د حکومت د رسنیو مرکز پرانیستل شوترڅو خبریالانوته  پروخت مالومات او آسانتیاوي برابری کړی خو د خونړیو پیښو پرمهال د مرکز خبریالان هم معلوماتوته  په لاسرسۍ کې سرټکوي.
خوبیا دا ستونزه په ولایتونو کې په پراخه کچه  محسوسیږي مګر په ولایتونو کې په لږ تفاوت هغه شمیر خبریالان چې د ولایت د مقام سره سکه ورورګلوي لری او د ګاډی تیل يي پر والي صیب او پر قومندان صیب حواله دی نوبیا هغوي طالع بالا اوستوري ځلانده وی نو اول لاس خبرتل  د دوی په برخه رسیږي بقیه  خبریالان کله ناکله ځان او مسلک ته کنځاوي اوبدرد وايي ځکه له یوې خوا کارفرما ادارې يي تنګوي بلخوا عاجز ته څوک مالومات نه ورکوي.
د خبریالۍ د مسلک  سره د نړۍ په هر ګوټ کې  ستونزي لازم اوملزوم دی  کله د دولت او کله د دولت د وسلوالو مخالفینو اویا نورو لخوا خو ترټولو لویی ننګونې خبریالانوته  د خبریال په نوم د بنسټونو، ادارو، کمسیونونو او فیدرشنونو لخوا متوجه دی، د خبریال ترعنوان او نامه لاندي جوړي ادارې او بنسټونه  د مرموز ویروس او ناسور زخم په څير تل د خبریال په نوم امتیازات د ګیډی  جهنم ته اچوي چې هیڅکله بس نه واي او خبریال بیوزله د ګنې (نیشکر) په څير زبیښي.
دغه د خبریال د دفاع او مصونیت  کمیټې اوجوړ شوي بنسټونه او یا  ادارې چې تراوسه پخپلو کې سره هیڅ ډول  همغږۍ ،جوړجاړي حتې یو مشر نه لري دوی د رامنځته کیدو تاریخ پر افغانستان باندی د بهرنیانو د ډالری باران لسیزي پرمهال پیل ځينې دامهال له ډګره وتلې، ځینې   د بانکې حسابونو ډکولو وروسته هیواد نه پښې سپکې کړي خو لا ډیر وږی تږی  د خبریال په نوم امتیاز رانیولوته په کمین کې ناست دی.  
دغه د خبریال د حقونو نه د دفاع په نوم جوړي شوي ادارې یوازې د خبریال سره د تاوتریخوالې ارقام اود هغوي د ډبولو  قضیی او کیسې  ثبتوی ترڅو  پروپوزلونوته نوی رنګ اوله بهرنې مرسته کوونکیو ته نوی دلایل برابر او په لازمه فرصت کې له بهرنیانو څخه پیسې او فنډ ترلاسه کړي.
د خبریالانو په حق کې دویم درجه جفا کوونکې عناصر  پخپله کارفرما اداری چې عبارت له  ټلویزیون ، راډیو اویا هم چاپې رسنیو ځنې دی، دوی خبریال ته لازمه امتیازات او حقونه يي نه ورکوي، دغه ذواتو هم د خبریال امتیازاتو ته اتلس پاټکه اچولي وی  کله چې دوی له بهرنی سفارتخانو یا ډونرانو  څخه خارښتې پروژي او د جاسوسې سروی ګانې ترلاسه کوي دغه ډول  فعالیتونه په ولایتونو کې یا هم مرکز کې  په عاجزو خبریالانو ترسره کوی که خبریال نه او منفې ځواب ورکړي نو د وطن په بدو شرایطو کې چې دنده او کا ر مونده سم مریخ ته ختل دی، نوخبریاال باید  له مجبوریت له مخې د کارفرما هرې رواء او نارواء  غوښتنې  ته لبیک ووایي  چې ډیرې وخت يي ژوند ته خطرپیښوي اویا هم ډیرو خپل سرونه په دغه لوبه کې وخوړل.