د اسرائیلو د خدای یهوه بڼې:

 
د ۱۳۹۵لېږدیز، لمریز کال، د غويي ۱۴ نیټه
عادلانه جګړه:دویم څپرکی؛ دریمه برخه:
۲ــ د اسرائیلو د خدای یهوه بڼې:
یهودان د خپل خدای یهوه لپاره هر ډول څېره او بتان حرام بولي، موسی خپل قوم ته هدایت کړیدی چې د یهوه هېڅ ډول بت جوړ نه کړي او د لمر، میاشتې، ستورو او نورو توکو عبادت ونه کړي، په دې اړه د تورات د تثنیه په کتاب کې راغلي دي:« په هغه ورځ چې یهوه خدای د حوریب په غره کې د اور له منځ څخه له تاسو سره خبرې کولې، د ده څېره او مخ مو ونه لیدلو، نو بیدار او متوجه اوسئ چې د خپل خدای یهوه د مجسمې په جوړولو سره ځانونه ککړ نه کړئ، یعني د هر ډول بت جوړول هغه که د سړي په څېر وي یا د ښځې، د ځناور په څېر وي که د الوتونکي (مرغه)، خوزندکي(خزنده) وي یا کب، همدارنګه چې کله د آسمان پر لوري مخ کړئ لمر، سپوږمۍ او ستوري وګورئ چې یهوه خدای د ځمکې پر مخ د ټولو قومونو لپاره جوړ(خلق) کړي دي ویې نه لمانځئ،. (تثنیه: ۴/۱۵- ۱۹)
له بل پلوه د اسرائیلو په دیني کتابونو کې د یهوه بڼه د انسان، اور او خوسکي په ډول لیدل کیږي، خو موږ به لومړۍ د یهوه بڼه د انسان په څېر وڅيړو؛ د اسرائیلو په دیني منابعو کې د یهوه بڼه او کړنې چې د انسان په څېر ذکر شوي دي، ضد او نقیضې سرګندونې دي، چې په دې تړاؤ پخپله یهوه خدای وایي: «زه د انسان په شان قضاوت نه کوم، انسان ظاهر ته ګوري، خو زه د (انسان) زړه ته» (سموئیل: ۱۶/۷)
او سموئیل نبي داسې ویلي دي: «... هغه(یهوه) انسان نه دی چې خپل فکر ته تغیر ورکړي» (سموئیل: ۱۶/۲۹)
سره له دې چې یهوه او سموئیل ویلي دي چې یهوه خدای د انسان په څېر نه دی، خو په بل ځای کې یهوه پخپله وایي چې ما انسان د ځان په څېر(شبیه) جوړ کړ، په دې هکله په لرغوني عهد(عهدعتیق) کې راغلي دي او یهوه وایي:
« د انسان وژل جایز نه دي، ځکه چې انسان د یهوه خدای په څېر جوړ(خلق) شوی دی.» (پیدايښت: ۹/ ۶)
« په پای کې یهوه وویل: انسان به د ځان په څېر جوړ کړم، تر څو د ځمکې پر ځناورو، د دریاب(اوبو) پر کبانو او د آسمان پر الوتونکو(مرغانو) باندې حکومت وکړي، نو یهوه خدای انسان د ځان په څېر جوړ کړ، هغه(یهوه) انسان نر او ښځه خلق کړل» (د پیدایښت کتاب: ۱/۲۶-۲۷)
« د آدم او د هغه د نسل د پیدایښت شرحه دا ده: کله چې یهوه خدای وغوښتل چې انسان جوړ کړي، نو هغه یې د ځان په څېر خلق کړ. (پیدایښت: ۵/۱)
کله چې د آدم ښځې(حوا) ته منګور(مار) وویل چې د منع شوي میوې لرونکي ونې څخه میوه وخوري نو په ښو او بدو به پوه شئ او د خدای یهوه په شان به شی، نو چې د منعه شوي ونې میوه یې وخوړه او په ښو او بدو پوه شول، یهوه یې په اړه داسې وویل:« یهوه خدای وویل: آدم زما په څېر شوی دی ښه او بد پېژني، باید پرې نه ښودل شي چې د (ژوند له ونې) څخه هم میوه وخوري.» (پیدایښت: ۳/۲۲)
یهوه د انسان په څېر له یعقوب پیغمبر سره ټوله شپه غېږه(کُشتي) نیولي ده او په پای کې د یعقوب نوم په اسرائیل بدلوي په دې هکله د تورات د پیدایښت په کتاب کې راغلي دی: « یعقوب د شپې(لخوا له خوبه) ویښ شو او خپلې دوه میرمنې، مینځې، یوولس زامن او ټول توکي یې له ځان سره واخیستل، د اردن دریاب غاړې ته ورسیدل او هغوی یې د یبوق(نومی ځای چې د اوبو څخه د پورې کیدلو لار وه) هغې غاړې ته ولېږل او دی(یعقوب) هلته پاتې شو.
وروسته یو سړی ده ته نږدې شو او تر سپیده داغ پورې یې له ده سره غېږه ونیوله، کله چې هغه سړي ولیدل چې نه شي کولی پر یعقوب باندې بریالی شي، نو په آدوم(ورانه) باندې یې ووهلو او د یعقوب پښه زیانمنه شوه، بیا هغه سړي وویل: پریږده چې ولاړ شم، ځکه چې سپېده داغ راوخوت، خو یعقوب وویل، تر څو ما ته برکت رانه کړې نه دې پریږدم چې له دغه ځایه ولاړ شې.
هغه سړي پوښتنه وکړه: ستا نوم څه دی؟.
 ځواب یې ورکړ: یعقوب.
 هغه ته یې وویل: وروسته له دې ستا نوم یعقوب نه دی، بلکه اسرائیل(*) دی، ځکه چې د خدای او خلکو پر وړاندې ټینګ ولاړ یې او بریالی شوی یې.
 یعقوب له هغه څخه وپوښتل، ستا نوم څه دی؟.
 هغه سړي وویل ولې زما د نوم پوښتنه کوې؟ بیا یې په هغه ځای کې یعقوب ته برکت ورکړ.
یعقوب وویل: په دغه ځای کې مې یهوه خدای مخامخ ولید او با وجود، د دې، اوس هم ژوندی یم.
او هغه ځای یې(فني ئیل) یعني د خدای څېره ونومولو. یعقوب د لمر خاته په وخت په لاره روان شو، ده د هغه زیان  له امله چې آدوم ته یې رسیدلی ؤ، ګوډ ګوډ تللو.(**)(پیدایښت: ۳۲/۲۲څخه تر۳۲)
  او یهوه د انسان په شان په ځمکه باندې پلی درومي او د قدمونو غږ یې پورته کیږي، په دې باب د تثنیه او دویم سموئیل په کتابونو کې وایي: «د لښکرکوټ ځای دې پاکه وي، ځکه چې یهوه خدای ستاسو په منځ کې قدم وهي تر څو له تاسو څخه ساتنه وکړي او ستاسو دښمنان مغلوب کړي... » (تثنیه: ۲۳/۱۴)
« فلسطینیان بیا راوګرځیدل او د رفائیم په دره کې یې لښکر ځای پرځای کړ، کله چې داود له یهوه خدای څخه مرسته وغوښتله، یهوه  وویل: پر دوی باندې مخامخ برید مه کوه، بلکه پرې راتاؤ شه او د شا لخوا، د توت د ونو له منځ څخه برید وکړه، کله چې د توت د ونو پر سر باندې د پښو غږ واورې، نو هغه وخت برید پېل کړه، دا د دې نښه ده چې زه(یهوه) ستاسو پر وړاندې روان یم او د فلسطینیانو لښکر ته ماتي ورکوم.» (دوم سموئیل: ۵/۲۲)
«کله چې یوشع د اریحا ښار ته نږدې شو، سترګې یې په یوه توره ایستلي سړي باندې ولګیدلې، یوشع د هغه پر لورې ورغلو او تپوس یې وکړ، دوست یې که دښمن؟، هغه سړي یوشع ته وویل: زه د یهوه خدای د لښکر مشر یم، یوشع خپل مخ پر ځمکه باندې کېښود او سجده یې وکړه، ویې ویل: هر ډول امر چې لرې خپل مریې(بنده) ته یې ووایه. هغه یوشع ته وویل: څپلۍ دې وباسه، ځکه چې په کوم ځای باندې چې ته ولاړ یې مقدس دی، یوشع اطاعت وکړ(***).» ( د یوشع کتاب ۵/۱۳تر ۱۵)
له پورته یادونو څخه ښکارې چې د اسرائیلو ځانګړي خدای یهوه، یوه بڼه د انسان په شان ده، لومړۍ یې انسان د ځان په څېر جوړ کړ او وروسته له هغې چې حوا او آدم د عدن په باغ کې د پوهې ونې میوه وخوړه نو د یهوه خدای په شان په ښو او بدو پوه شول‎ او بیا یې له یعقوب سره زور وازمایلو، د اسرائیلو په لښکرکوټ کې پلی وګرځيد، داود ته د جګړې قومانده ورکوي او د اسرائیلو د لښکر پر وړاندې حرکت کوي او په پای کې له یوشع سره په داسې حال کې ګوري چې توره یې له تېکه(پوښ) څخه ایستلي ده.
 ډېر بې پرې څېړونکي په دې نظر دي چې د نړۍ په نورو دینونو کې لکه د اسرائیلو خدای چې د انسان په څېر لیدل کیږي بل خدای نه ښکاري. (ویل دورات؛ تاریخ تمدن، ۲۵۸)
---------------------------------------------------------------------------------------
(*)اسرائیل : څوک چې د خدای پر وړاندې مقاوم وي.
(**) ترنن ورځې پورې بني اسرائیل د رګ النِساء د غوښې برخه چې دحیواناتو په ورانه کې ده نه خوري ځکه چې دغه برخه دیعقوب د ورانه برخه ده چې په هغه شپه یې زیان لیدلی ؤ.
(***) د پورته آیتونو په تفسیر کې، توره په لاس سړی پرښته بلل شوي دی، چې دا ډول تفسیر سم نه ښکاري، په دې دلیل چې د اسرائیلو په دیني کتابونو کې بې له یهوه خدای څخه بل چا ته سجده کول منع دي او سزا یې مرګ ده، که څه هم هغه پرښته وي، انسان او یا بل څوک وي، له بل پلوه یوشع د اسرائیلو پېغمبر او نبی دی، له دې کبله یوشع هېڅکله هم بې له یهوه خدای څخه بل شي ته سجده نه کوي او بې له یهوه خدای څخه د پرښتو بنده هم نه شي جوړیدلی، په دې بنسټ ویلی شو چې یوشع د خپل ځانګړي جګړمار خدای یهوه سره چې د سړي په بڼه دی مخامخ شوی دی.
 
                                                                      بله برخه بیا خپریږي