
ای د کایناتو لوی څښتنه خدایه
ای د مظلوم ملت ساتونکیه خدایه
نور مې وس نه شته غم مې ډیر زغملی
د هر ظالم ظلم مې ډیر لېدلی
نور مې وطن له ظلمه پاک غواړمه
د هر مظلوم په خوله خندا غواړمه
ملت مې خلاص له ظلمو کړې خدایه
په دې وطن مې رحم وکړې خدایه
اتحاد او اتفاق مې په نصیب کړې ربه
دا خوار وطن مې ګلورین کړې ربه
نور مې وطن خلاص له تیارو غواړمه
وطن مې ډک له خوشحالۍ غواړمه
ستا نه خیرات د رحمتو غواړمه
ستا نه د دوښمن خانه تباه غواړمه
تاته غریب منګل زارۍ کومه
تاته د عجز زه سجدې کومه
ای د رحمت العلمین خدایه
ای د مظلوم ملت ساتونکیه خدایه
بازمحمد منګل