
د مجازاتو او مکافاتو حکمت په دې کې دی چې د خلکو لپاره لوی عبرت په کې پروت دی، ځکه که چېرې یو څوک د کوم جرم مرتکب شي او عدلي – قضایي ارګانونه د هغه جرم سزا ورکړي، نو باور دی چې نه یوازې په خپله به بیا هغه عمل ترسره نه کړي، بلکې نور خلک هم هم عبرت ځنې واخلي. همدارنګه که کوم څوک په خپل کار کې زیار باسي، خپل ورسپارل شوي مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کوي او شپه ورځ د هېواد، ولس او ټولنې د خیر لپاره هلې ځلې کوي، که چېرې هغه مکافات شي، نو هم به د هغه د لا ډېرې هڅونې او قدرونې لامل شي او هم به د ټولنې نور خلک دېته وهڅېږي چې د ده په څېر خپل کارونه او مسوولیتونه په ښه توګه ادا کړي. مګر که چېرې د مجازاتو او مکافاتو سیستم نه وي، نو د ټولنې او خلکو د بې تفاوتي او حتی د جرایمو د زیاتوالي لامل کېږي، ځکه مجرم او مفسد اشخاص او افراد په دې پوهېږي چې هیڅوک ورنه پوښتنه نه کوي او نه هم داسې څوک شته چې هغه ته د هغه بدکار او کردار سزا او جزا ورکړي، نو له دې امله نه یوازې په خپله فساد او بد کار کوي، بلکې نور هم ورته کارونو ته هڅوي. په تېرو دیارلسو کالو کې نه یوازې دا چې په افغانستان کې د مجازاتو او مکافاتو سیستم وجود نه درلود، بلکې برعکس کوم جنایتکار، ترهګر او مفسد کسان به که د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري ونیول شول، نو حکومت به د واسطو، پیسو او بډو په بدل کې هغوی بېرته خوشې کول. په مراتبو همداسې وشول چې ډېر خطرناک مجرمین، د نشه یي توکو قاچاقبران او بالفعل نیویل شوي ترهګر نه یوازې دا چې مجازات نه شول، بلکې حکومت د خوشې کولو پرمهال هغوی ته بخششۍ هم ورکړې او ازاد یې کړل. له همدې امله د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پرمهال فساد په ادارو کې اوج ته ورسېد او افغانستان په نړیواله کچه د فاسد هېواد نوم خپل کړ، همدارنګه ترهګر او ورانکاري د دې پرځای چې کم شي ورځ تر بلې زیات شول، مګر که چېرې حکومت مفسدو کسانو او ورانکارو ته سزا ورکړې وای، باور دی چې نه به فساد دغه اوج ته رسېدلی وای او نه به هم ترهګر او ورانکاري دومره زیات شوي وای چې حکومت او ولس ته دې سرخوږی پیدا کړي. جمهور رئیس غني په خپله وروستۍ مهمه وینا کې چې د ملي شورا په تالار کې یې واوروله ژمنه وکړه چې جنایتکارانو ته به سخته سزا ورکړي هغه وویل: د افغانستان د جمهور رئیس او ستاسو د حقونو د ساتونکي او مسوول په توګه تاسو د ملت درنو استازو او مشرانو ته ډاډ درکوم د هغو جنایتکارو او ترهګرو پر ضد به چې زموږ د سرتېرو او بې ګناه خلکو وینې بهوي په قاطعیت چلند وکړو او هغوی ته به د خپلو جنایتونو سزا ورکړو. جمهور رئیس په ټینګار وویل، نور د بې موجبه عفوې دوران تېر دی. د ده په وینا د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ژمن دی چې د اعدام د حکم په ګډون د محاکمو او د عدلي – قضایي نظام پرېکړې په قاطعیت او په ټینګه اراده عملي کړي. ترهګر او جنایتکاران ورځ تر بلې د افغانستان د خلکو پر وړاندې بې رحمه چلند او ترهګریز بریدونه کوي، حکومت ته ښایي چې د دوی په غبرګون کې همدغسې قاطع چلند وکړي او د مجازاتو سیستم رامنځه کړي. که چېرې د افغانستان په زندانونو کې ترهګرو او جنایتکارانو ته د دوی د جنایتونو برابر سزا ورکړل شي، نو باور دی چې دوی به په خپلو تېرو کړنو او تېروتنو نه یوازې پښېمانه نشي، بلکې هیڅ وخت به هم هغسې اعمال بیا تکرار نه کړي.