پاکستان دې خپلې ژمنې پوره کړي

    افغان حکومت له همغې لومړۍ ورځې د سولې غوښتنه کړې او دغه غوښتنه یې صادقانه ځکه وه چې یوازې د سولې د غوښتنې غږ یې نه دی پورته کړی، بلکې د سولې د تامین لپاره یې د مذاکراتو د پیلولو په موخه کافي نرمښت او تمایل ښودلی. عملي هلې ځلې یې کړي او په وسله والو مخالفانو یې بیا بیا غږ کړی چې له افغان ولس سره له دښمنۍ لاس واخلي او خپلې غوښتنې او وړاندیزونه دې د مذاکراتو له لارې مطرح کړي. ولسمشر محمد اشرف غني تل د باعزته، قانوني او پایداره سولې د تامین غوښتنې کړې او د سولې تر څنګ یې دویم انتخاب (جنګ) هم یاد کړی. هغه په مراتبو په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې سوله مو اساسي غوښتنه ده، خو څوک چې سوله نه کوي، هغوی ته جګړې ته تیار یوو. حکومت د سولې د تامین په موخه د افغانانو په نوښت د سولې د مذاکراتو بهیر عملاً د نړیوالو څارونکو (چین او امریکا)په حضور کې پیل کړ. د دې لپاره څلور څلور اړخیزې غونډې چې د افغان حکومت، پاکستاني لوري، چین او امریکا استازو په کې حضور درلود ترسره شوې. د څلور اړخیزو مذاکراتو دوه غونډې په پلازمېنه کابل او دوه یې په اسلام اباد کې ترسره شوې. په یادو مذاکراتو کې د سولې د مذاکراتو بهیرد عملي پیلولو لپاره د دواړو خواو په موافقه د لارې نقشه ترتیب شوه او پاکستان ژمنه وکړه، چې وسله وال طالبان به د سولې او مذاکراتو مېز ته راولي. افغان حکومت د څلور اړخیزو مذاکراتو ټولو لوریو ته په ډاګه وویل حکومت په ټوله مانا او صداقت سولې ته ژمن دی او سوله غواړي، ځکه چې دا د افغان ولس اساسي غوښتنه ده او د ملي وحدت حکومت چې د همدې ولس په رایو او سیاسي اراده رامنځته شوی دی، نو سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلې هیڅ هڅې او هلې ځلې درېغ نه کړي. د ملي وحدت حکومت د څلور اړخیزو ناستو له استازو څخه په ټینګار وغوښتل چې که چېرې وسله وال مخالفان سولې ته حاضر نشول، نو باید چې ټول د هغوی پر ضد قوه استعمال کړي او په دې برخه کې پاکستان کلکه ژمنه کړې وه او ویلي یې وو چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی او څوک چې د افغانستان پر ضد ترهګریز بریدونه ترسره کړي، نو پاکستان به نه یوازې دا چې هغوی له خپلې خاورې وشړي، بلکې د هغوی پر ضد به پوځي عملیات وکړي او وبه یې ځپي. ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا فوق العاده غونډې ته د پرونۍ وینا پرمهال همدا خبره وکړه، ویل موږ له پاکستانه دا نه غواړو چې طالبان د سولې مېز او مذاکراتو ته راوله، بلکې موږ له پاکستانه د هغو ژمنو عملي کول غواړو چې په څلور اړخیزو غونډو کې یې د ټولو پر وړاندې کړې دي. پاکستان په خطرناکه لوبه کې له اوله ښکېل او ګیر وو، ځکه چې ترهګرو ته یې پټنځایونه، وسلې، تجهیزات، د اوسېدو ځایونه او روزنځایونه ورکړي وو. اوس به پاکستان یا په میدان او ښکاره د ترهګرو په ملاتړ ودرېږي او څرګند اعلان به کوي یا به په خپلو کړو تېروتنو پښېماني ښیي او ژمنه به کوي چې نور به د ترهګرو پالنه او ساتنه نه کوي. پاکستان د ډانګ او پړانګ تر منځ ایسار دی، پاکستان ته دا دواړه پرېکړې سختې دي، ځکه چې پاکستان له یوې خوا له نړیوالې ټولنې سره د ترهګرو پر ضد د مبارزې ژمنه کړې او په دې برخه کې یې له نړیواله ټولنې څخه په تېرو څو کالو کې پرېمانه امکانات او امتیازات اخیستي دي. له بل لوري پاکستان په ترهګرو پانګونه کړې، پاکستان غواړي چې د ترهګرو په زور او فشار پر افغان حکومت خپلې ټولې غیرقانوني غوښتنې ومني، خو دا به ځکه ورته سخته وي چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د هیڅ زبرځواک پر وړانډې سر نه دی ښکته کړی، نو څو تنه طالب وسله وال به څنګه وتوانېږي چې افغان حکومت او ولس دې د پاکستان د ناقانونه غوښتنو منلو ته قانع کړي؟ پاکستان ته ښایي چې اوس یا نړیواله ټولنه انتخاب کړي او یا هم ترهګر. که پاکستان له افغانستان او نړیوالې ټولنې سره ځان صادقه بولي، نو اوس د عمل وخت دی، له نړیوالې ټولنې او افغان حکومت سره کړې ژمنې دې پوره کړي او ترهګرو ته دې کلکه څپېړه پرمخه ورکړي ، مګر له پاکستانه دا هیله بې ځایه ده، اوس نو نړیوالې ټولنې ته ښایي چې د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ معلوم کړي او پر هغوی دې فشارونه او بندویزونه دومره زیات کړي چې یا د ترهګرو له ساتنې او پالنې لاس واخلي او د هغوی له ملګرتیا بېزاره شي او یا برعکس له نړیوالې ټولنې او افغانستان سره خپله دښمني په ډاګه اعلان کړي.