
په تېرو میاشتو کې خلکو داسې تبصرې کولې چې پاکستان او طالبان غواړي د ژمي په مهم فرصت کې افغان حکومت د سولې د مذاکراتو په پلمه تېرباسي او هغوی په دې ډول غافله وساتي او راتلونکی پسرلی به په بېلابېلو سیمو کې پر حکومت مرګوني ګوزارونه وکړي او هغه مهال به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دښمن د بریدونو تاب ونه لري. د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د ملي شورا ودانۍ ته لاړ او هلته یې د ملت استازو ته ځانګړې وینا وکړه، د ولسمشر د وینا ځانګړنه په دې کې وه چې نوموړي د حکومت ډېر سیاستونه واضح کړل، د دوست او دښمن تعریف یې وکړ، طالب یې یاغي، باغي او مجرم وباله. د بې موجبه عفوې دوران یې ختم اعلان کړ او نور ډېر څه چې خلکو ته لا ځوابه او مبهم وو هغه یې روښانه کړل. ولسمشر د ملي شورا تالار کې د خپلې وینا پرمهال وویل، زه نن په افغانستان کې تر ټولو عالي تربیون یانې د ملت کور ته راغلی یم تر څو تاسو او د افغانستان سرلوړي ملت سره دا شریکه کړم چې تېر کال موږ په هېواد کې په سوله ییزه توګه د تاوتریخوالي د پایته رسولو په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړې. رښتیا هم حکومت په تېر یو یو نیم کال کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د سولې لپاره له اندازې زیات تمایل وښود له دوی سره یې د مذاکراتو او خبرو لپاره هیڅ قید او شرط وړاندې نه کړ، یوازې دا یې وویل چې افغان حکومت یوازې له افغان طالبانو سره خبرو ته تیار دی، د سیمې او نړۍ له ترهګرو سره نه د خبرو او مذاکراتو اړتیا لیدل کېږي او نه به هم له دوی سره خبرې وکړي، ځکه هغوی له حکومت او افغانستان سره کوم شراکت نه لري. خو د حکومت ښېګڼه دا وه چې هغوی یوازې د سولې مذاکراتو ته لاس تر زنې کېنناستل، بلکې د افغانستان او د خپلو خلکو د دفاع په سنګرونو کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په قوت او مېړانه د دښمن پر وړاندې وجنګېدل. همدارنګه د ملي وحدت حکومت د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو، تمویل، تجهیز، د شهیدانو د کورنیو پالنې او د ټپیانو درملنې ته هم تر بل هر وخت زیاته پاملرنه وکړه او د حکومت د رهبري د هلو ځلو له برکته په تېرو وروستیو میاشتو کې افغان حکومت د سیمې او نړۍ د هېوادونو نه یوازې د نظامي همکاریو ژمنې ترلاسه کړې، بلکې له هند او امریکا څخه یې هلیکوپترې ، له روسیې څخه یې وسلې او مرستې ترلاسه کړې او د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به د نظامي همکاریو دغه لړۍ همداسې جریان ولري، ځکه په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې چین او چک جمهوریت له افغانستان سره نظامي همکارۍ وکړي. د دغو همکاریو ستر دلیل او لامل د افغان ولسمشر هغه قوي استدلال او منطق دی چې سیمه او نړۍ یې په دې قانع کړه چې په افغانستان کې روانه جګړه داخلي نه ده، بلکې د سیمې او د نړۍ د ترهګرو جګړه ده. ولسمشر هغوی ته واضح وویل که دغه جګړه مهار نشي نو ډېر ژر به د افغانستان له پولو څخه د سیمې هېوادونو او ټولې نړۍ ته وغځېږي. محمد اشرف غني په خپله پرونۍ ارزښتناکه وینا کې یادونه وکړه چې: موږ له غیر نظامي لارې د جنګ د پایته رسولو لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه خپل وس او هڅې وکړې ، خو په عین حال کې مو د لازمو جنګي تدابیرو او تیاریو د نیولو لپاره هم ځانونه چمتو کړل.