
هدف مرام او مقصد رسیدلو ته وایي. ځني خلک له خپل ژونده زیات نا امیده وی. تل له ستونزو شکایت کوی.فکر کوی یوازي همدوي ستونزې لری، له خپل ژونده خوشحاله نه بریښي. د مثبت فکر پر ځای منفی فکر ته رجوع کوی. حال دا چې ژوند خپله مبارزه ده. داسي به هیڅوک هم نه وي چې ستونزې ونه لری هغه که اقتصادي،ټولنیزی،کورنۍ،شخصي او که نوری وی حتما به یو شخص یوه ستونزه خامخا لری. خو په دی معنی نه چې ستونزه درباندی راشي نو د مریض غوندي پښې وغځوی. فریاد، ژړا او شکایت کوی .څه باید وکړو چې له ستونزو څخه نجات پیدا کړو او څه کول په کار دی؟ څنګه کولی شو خپل هدف ته ورسو او په لار کې ستونزې حل کړو؟ راشي سر له نن تصمیم ونیسو ،چې نور به شکایت نه کوو بلکې هدف ته رسیږو خو څنګه او څه وکړو؟
که هر څومره مو هدف ستونزمند وی خو تاسي مه وایی زه هدف ته نشم رسیدلای بلکې زه باید له دی ستونزو سره سره پرمختګ وکړم او خپل هدف ته ورسیږم پر مخ لاړ شي او ځان سوکاله او خوشحاله کړی.
د هدف ته رسیدلو لپاره پړاونه:
اول: د هدف لپاره پلان وټاکه:
کله چې غواړي خپل هدف لاس ته راوړی نو تر ټولو اول ځانته پلان جوړ کړی ځکه بې پلان کار نیمګړی او د ناکام وی لکه مثال یو معلم د تدریس په جریان کې د درس لپاره پلان نه لری، هره ورځ تدریس کوی خو د کال په اخر کې یی درس برنامه زر خلاصه کړی وی او یا پاتې وی چې په دواړو حالاتو کې معلم تر یوه حده ناکام دی ځکه که زیات درس یي تدریس کړی وی نو یوازی تدریس خو مهم نه دی د شاګرد ذهنی وړتیا او عمر هم مهم دی چې شاګرد څومره درس برداشت کولی شی. بل که لږ یي تدریس کړی وی نو برنامه وروسته پاتی شوه چې هدف ته ونه رسیده.نو تر ټولو مهم څیز په هدف ته رسیدلو کې پلان دی چې د هغې له مخې خپل کارونه پر مخ وړۍ او ځان هدف ته رسوی.
دوهم: په عمل لاس پورې کړه:
کله مو چې پلان جوړ کړه، وخت د لاسه مه ورکوه.عملا کار پیل کړه او د پلان مطابق خپل هڅې جارې وساته.
دریم:ستونزو ته د حل لار وګوره :
کله چې تاسي عملا په پلان کار پیل کړ نو تاسي به د ستونزو سره مخ شي ځکه هیڅ لار بې اغزو نه وی. هڅه وکړۍ په پلان کې مو ستونزې هم نظر کې ونیسۍ او د حل لار ورته پیدا کړی. هیڅ ستونزه بې حله نه وی.
څلورم: کوشش وکړه:
خپل کوشش وکړه، ذهن دی پراخ کړه،هره خوا نظر کې ونیسه. ستونزه مه منه بلکی کوشش وکړه.
پنځم: همت وکړه :
همت وکړه، مه نا امیده کیږه ،هغه پښتو متل دی چې د زمری په خولې کې هم همت مه پریږده، مخ کې وګوره، د بریالیتوب په اړه فکر وکړه، پر مخ لاړ شه.
شپږم: مه نامیده کیږه :
ستونزمند شو درته هدف؟نه بلکی هدف ته نزدی شوی د نا میدی فکر مه کوه مخکې وګوره فکر وکړه چې هدف ته نور هم نزدی شوی.
اووم: بیا کوشش وکړه:
کار مو سخت شو یا ناکام شو؟ نه بلکې تاسی تجربه لاس ته راوړه، ناکامې مه منی بیا هڅه وکړه، له تیرو پیښو تجربه واخله او هڅه دی جارې وساته .حتی له سره یي پیل کړه خو یوازی او یوازی بریالیتوب.
اتم: ستونزې وزغمه:
مشکل سره مخ شوی؟ ورخطا شوی؟ ستړی یی کړی؟ نه داسی مه وایه بلکې د خوشحالۍ احساس وکړه. فکر وکړه چې بریا ته ورسیدی نو خوشحالې هم لری.دا ټول دردونه وزغمه ،حوصله ولره.
نهم: صبر ولره:
مهم خبره ده صبر، ایا اوریدلی دی نه دی چې د صبر میوه خوږه وی؟ راځه اوس به یی عمل وګوری خو ته صبر وکړه. الله ج فرمایی:
د ستونزو پر وخت لمونځ وکړه او صبر ولره .بس ته هم له خدایه مرسته وغواړه او صبر وکړه ځکه خدای ج د صابرینو سره دی.
لسم: هڅه وکړه:
د اخر ځل لپاره په خپل ټول توان هڅه وکړه، ستونزې مه منه .خپل کوشش جاری وساته. انشاء الله هدف ته ورسیدی.
مثال:
یو بزګر خپله ځمکه اوبه کړه،وتره شوه. لاړ پر پیسو یی ورته تخم راوړه، خپل کوشش کوی. کښت یی بر مخ روان دی خو بزګر پلان لری ځکه هغه ته پته ده چې څومه ورځ وروسته اوبه ورکړه، سره ورکړم له امراضو یی بچ کړم.ستړیا ګالی کله چې ثمر وخت شي شپه او ورځ یوه کړی خپل حاصل کور ته راوړی او د خپلو اولادونو سره خوشحاله ژوند کوی.