د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه



د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه جوړیدونکې ده، زه د خپل ولایت په استازیتوب پکې بلل شوی یم.
جرګه د داخلي، سیمه والو او نړیوالو ناظرینو تر څار لاندې د حضرت صبغت الله مجددي تر مشرۍ لاندې پرانیستل شوه.
لومړۍ ورځ د ولسمشر وینا او د جرګې داخلي جوړښت ته ځانګړي شوي وه.
په سبا ورځ جرګه په کمیټو وویشل شوه او زه د اتمې کمیټې رئیس وټاکل شوم.
د جرګې نهایی تصمیم به عمومي رهبري کمیټې ته ورکول کیږي. دغه کمیټه به د ټولو کمیټو له رئیسانو او د جرګې عمومي مشر څخه جوړیږي.
دلته به د ټولو کمیټو نظرونه راټولیږي، سنجول کیږي به او وروستۍ پریکړه به کیږي.
د کمیټو د نظرونو لوستل مو پیل کړل.
په عادي بڼه وړاندې روان ؤ، تر هغې چې د هیواد د ملي ژبې په اړه جنجال رامنځ ته شو.
ما وې ملي ژبه به پښتو وي او د هیواد رسمي ژبې به پښتو او دري وي.
ما پر همدې ټکي ټینګار کاوه، خو بل لوري ته استاد رباني، محقق، قانوني او نورو ټینګار دا ؤ چې نه؛ ملي ژبه نه پکې لیکو او یوازې رسمي ژبې پکې لیکو.
ما پخپله خبره ټینګار کاوه، خو جنجال حل نشو، دا ورځ همداسې تیره شوه.
په سبا ورځ راته اتمر صیب راغی او راته یې وویل چې حاجي صیب ته د له خپلې خبرې تیر شه، جرګه هسې ځنډیږي او بې ځایه مصارف کیږي.
ما وې زه خپل حق غواړم او چاته سوال نه کوم.
ورځ مو په همدې جنجال کې تیره شوه.
په سبا ورځ د جنرال دوستم له خوا خبر راغی او ویلي يې ؤ: ما هم میخواهم که ازبکی به حیث زبان ملی باشد.
ما وې موږ دلیل لرو او هغه دا چې دود داسې دی چې د کوم ملک ډیری خلک د یوې ژبې اوسیدونکې وي، همغه ژبه به یې ملي ژبه وي او دا دود د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې چلیږي. بل دا چې د افغانستان پخوانیو قوانینو ته که وګورو هلته هم پښتو ملي ژبه لیکل شوي ده.
اخر هم فیصله په همدې وشوه چې ملي ژبه به پښتو وي او رسمي ژبې به پښتو او دري وي.
لدې وروسته د ولسمشر په واکونو باندې بحث راغی، یو ځای راغلي ؤ چې که ولسمشر بهر ته فوځونه لیږي نو د پارلمان رضایت پکې شرط نه دی.
ټولو موافقه وکړه، ما ووې چې دا سمه ده؛ خو که ولسمشر له بهره فوځونه راغواړي نو باید د پارلمان رضایت واخلي.
لدې خبرې سره لومړۍ د خلیل زاد رنګ تور شو او ورپسې د لحضر ابراهیمي.
علي احمد جلالي، معصوم ستانکزي او اتمر بیا راته راغلل او وې یې چې وکیل صیب ته له خپلې خبره تیر شه، جرګه اوږدیږي او مصارف زیاتیږي.
ما وې زه ولې ترې تیر شم، دا مسئله زما د هیواد برخلیک ټاکوونکې ده او زه مې د خپل هیواد برخلیک ګونګ نه پریږدم.
په سبا راپسې حاجي دین محمد راغی، خو زه له خپلې خبرې نه اوړیدم، حاجي دین محمد زما په دریځ پوهه شو، راته یې وویل خیر که له خپلې خبرې نه اوړې دا ګټه خو وشوه چې زما او ستا اړیکې خو جوړې شوې.
بله ورځ علي احمد جلالي راغی او لږ جدی غوندې شو ویل یې که جرګه د مصارفو له اړخه ناکامه شوه مسؤلیت یې تاته درګرځي.
ما وې را ودګرځي او ولیکئ چې جرګه د پلاني وکیل صیب له لورې ناکامه شوه.
بل سبا حنیف اتمر او معصوم ستانکزی راغلل راته یې وویل چې دامریکا استازي خلیل زاد ګواښ کړیده که تر سبا ستونزه حل نشوه، نو موږ جرګه ناکامه اعلانوو.
ورته مې وویل چې:  کامیابه یې اعلانوي او که ناکامه، خو زه له خپلې خبرې نه اوړم.
بل سبا معصوم ستانکزی، حنیف اتمر او زلمی هیوادمل راپسې راغلل.
ویل یې چې ته  له خپلې خبرې واوړه، جرګه د یوې اوونۍ پرځای تر دریو اوږدیږي او بې ځایه مصارف کیږي.
ما وې زه کله هم له خپلې خبرې نه اوړم. ستانکزي صیب او اتمرصیب له ږیرې ونیوم او عذرونه یې کول.
 صیب  تلیفون را ونیوو چې دا جواب کړم او ده هم ږیرې ته لاس راواچاوه.
ما ورته ووې چې نه یې جوابوم. هیوادمل صیب راته وویل چې ولسمشر صیب دی، ما وې زه پوهیږم چې کرزی صیب دی خو نه ورسره غږیږم.
بله ورځ خبر راغی چې خلیل زاد، لحضر ابراهیمي او تاسو ځانګړی ملاقات لرئ.
په ملاقات کې خلیل زاد زما په ستاینه پیل وکړ، ویل یې ته هسې نه یې او داسې نه یې ډیر چټیات یې باد کړل.
ما وې اصلي خبره وکړه، ویې ویل چې ستا خبره منظوره ده او د بهرنیو فوځیانو راغوښتل د پارلمان په رضایت پورې مشروط دي.
ما یې مننه وکړه جرګه ختمه شوه، خو وروسته خبر شوم چې دغه شرط یې ترې ویستلی دی.
پای