شعر داسلام له نظره  

                                              
      داسلام دپیل په وخت کې دشعر لیکلو او یا ویلو په هکله ښکاره دریځ نه ؤ، کله چې دسورة الشعراء لاندینۍ ایت نازل شوچې:
وَالشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ
ژباړه: شاعران دبې لارو او بدکارو خلکو تابعداران دي.
لدې وروسته ګڼو صحابه کرامو دشعر دمشروعیت اوناروا والې په هکله خپل پام واړوه.
      درسول الله صلی الله علیه وسلم په صحابه کرامو کې حضرت عبدالله بن رواحه، حضرت حسان بن ثابت او حضرت کعب بن مالک (رضی الله تعالی عنهم) هغه صحابه کرام وو، چې داوسنۍ زمانې داصطلاح مطابق متبحر شاعران بلل کیدل.
      دپورتني ایت دنزول سره سم دنورو ګڼو صحابه کرامو ترڅنګ یاد صحابه کرام زیات خفه او اندیښمن شول، ددغو صحابه کرامو واقعه به وروسته ذکر کړو ،خو لومړی به درسول الله صلی الله علیه وسلم دریځ دشعر دروا اوناروا والې په هکله معلوم کړو.
      درسول الله صلی الله علیه وسلم له ویناوو او کړنو څخه داسې ښکاري چې شعر په دوه ډوله دی، لومړی ډول یې حکمت او دوهم هغه یې سحر دی.
بخاري شریف کې دحضرت ابو هریره رضی الله تعالی عنه روایت دی ،چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي (کوم بنده چې له شعرونو خپله ګیډه ډکه کړي ، داورته غوره ده چې له زویو او ناوونو خپله ګیډه ډکه کړي).
    دحضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه دخلافت په دوران کې ده یو ولي د نعمان بن عدي بن نضلة په نوم دبصرې لپاره ولي مقرر کړ، ولي نعمان بن عدي شاعرؤ.
تفسیر ابن کثیر دده هغه اشعار چې دولایت په لومړیو مراسمو کې یې ویلي وو، ټول رانقل کړیدي، دځینو بیتونو مانا یې داسې وه چې فحشا‌ء ته پکې دعوت ؤ لکه: زما محل دپیغلونجونواو ښایسته هلکانو لپاره دشرابو دصراحۍ غوندې دی.
دولي نعمان بن عدي داهیله وه چې دده اشعار خلیفه حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه ته ونه رسیږي، خو حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه دخپل قوي مدیریت په اساس دده اشعار تر ګوتو کړل او دولي دبر طرف کیدو او له دندې دګوښه کیدو حکم یې صادر کړ.
      همدارنګه حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله  دخپل خلافت په دوران کې عمران بن ربیعه او ابوالاحوص دفاحشو اشعارو دویلو په جرم له وطنه وشړل.
ابن کثیر ددوهم تن دتوبې ایستو په بدل کې دبیرته راتلو یادونه کړیده.
       تفسیرمعارف القرآن دسورة الشعراء دیادشوي آیت کریمه دنزول نه وروسته دذکرشویو شاعرو صحابه کرامو په زړه پوري واقعه داسې نقل کوي:
کله چې دسورة الشعراء دا ایت چې( وَالشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ) نازل شو، نو حضرت عبدالله بن رواحه، حضرت حسان بن ثابت او حضرت کعب بن مالک (رضی الله تعالی عنهم) درې واړه شاعرصحابه کرام  درسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته په ژړا ژړا حاضر شول او عرض یې وکړ چې یا رسول الله صلی الله علیه وسلم : دا خو مونږ هم شاعران یو او مونږ به هم بدکاره اوبې لارې یو  !؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : تاسوددې سورت وروستۍ برخه تلاوت کړئ، وروستۍ برخه کې راځي چې (إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا )
ژباړه : لیکن هغه کسان چې ایمان ولري، نیک اعمال او دالله جل جلاله ذکر زیات کوي، له بدکارو او بې لارو کسانو(شاعرانو) څخه ځانګړي دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :تاسو له لومړۍ ډلې څخه نه ، بلکې له دوهمې ډلې څخه یئ.
     لدې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  حضرت حسان بن ثابت رضی الله تعالی عنه ته وویل دکفارو هجوه (بدي) پخپلو اشعارو کې بیان کړه او پدې کار کې له تا سره حضرت جبرائیل علیه سلام هم ملګری دی.
  حضرت کعب بن مالک رضی الله تعالی عنه چې کله په قرآنکریم کې دکفارو بدي ولیدله ، نو درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې اجازه وغوښته ، څو پخپلو اشعارو کې دکفارو بدي بیان کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : تاسو ددوی په شان نه یئ، تاسو مؤمنان یاستئ، په الله جل جلاله قسم ستاسو شعرونه هغوی لره دمجاهدینو دغشو په شان دي.
   ابن کثیرلیکلي چې : له حضرت عایشې رضی الله تعالی عنها څخه پوښتنه وشوه چې ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم کله شعر لیکلی او یا ویلی دی ؟
حضرت عایشې رضی الله تعالی عنها ځواب ورکړ چې نه، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله شعر ندی لیکلی او نه شاعرؤ، خو ځینو وختونو کې یې موزون کلام له خولې وتلی دی.
خو دحضرت عایشې رضی الله تعالی عنها په قول یو یا دوه بیتونه ویل دشاعر کیدو دلیل ندی.
    په سیرة النبي کې پوهاند صفی الرحمن مبارکپوري لیکلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له شعر څخه ډیربد راتلل او کله چې پرې لومړنۍ وحي نازله شوه ، دعلق سورت لومړني ایاتونه ،نو ډیرموزون او روان ایاتونه وو،
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقٌَخَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍْاقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُْلَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِْعَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْْ
دپورتنیو ایاتونو دنزول سره سم رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې ویره محسوسه کړه لکه شعر یې چې ویلي وي او ویره یې پدې وه چې دا خو الهي کلام دی او مشرکین دمکې به ګمان کوي چې داخو یې شعر ویلی او شعر معولآ له ځانه جوړې خبرې وي.پوهاند مبارکپوري لیکلي دي چې ددې ایت دنزول نه وروسته رسول الله صلی علیه وسلم فرمایي چې دخدای په مخلوقاتو کې مې دشاعر او لیوني څخه ډیر بد راتلل او ما داسې انګیرله لکه دا دواړه صفتونه چې په ما کې پیداشول.
  


خو ددې سره سره په ځینو ځانګړیو وختونو کې درسول الله صلی الله علیه وسلم له خولې نه موزونې او شاعرانه خبرې راپاتې دي لکه هغه وخت چې رسول الله صلی علیه وسلم د مسجد نبوي چارې پیل کړې، نو دصحابه کرامو دتشویق لپاره یې لاندې بیتونه ویلي دي:

اللهم لا عیش الا عیش الاخرة
فاغفـــــــرللانصار والمهاجرة

ژباړه: ای خدایه ! ژوند خو دا ژوند ندی ، بلکې ژوند خو داخرت دی، نو ته مهاجرینو او انصارو ته بخښنه وکړه.
همدارنګه یې لاندې بیتونه هم ویلي دي

هذا الحمال لا حمال خیبر
هذا ابرربنا واطهــــــــــر

دابار دخیبر بار نه دی، دازمونږ درب پاک او سپېڅلی بار دی.

     یادشوي بیتونه یې دخندق غزا کې دخندق دکیندنې پرمهال دصحابه کرامو دتشویق او هڅونې په موخه هم ویلي دي.
    تفسیر معارف القرآن لیکلي دي ، چې عمرو بن الشرید له خپل پلار نه روایت کوي چې زما څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم دامیه بن ابي الصلت رضی الله تعالی عنه  تر سلو زیات قافیه لرونکي اشعار اوریدلي.
    ابوسفیان بن حارث درسول الله صلی الله علیه وسلم دتره زوی ؤ، پخپلو اشعارو کې به یې درسول الله صلی الله علیه وسلم ستاینه او صفت کاوه، لدې امله په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې ډیر ګران ؤ.
    امام بخاري دابی ابن کعب رضی الله تعالی عنه په خواله حدیث را اخیستی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ان من الشعر حکمة وان من السحر.
یعنې ځینې له شعرونو څخه دحکمت خبرې دي او ځینې هغه یې  سحر دی .
مفتي محمد شفیع صیب دحکمت مانا رښتوني خبره کړیده.
   ابن مطرف وایې زه له عمران بن حصین رضی الله تعالی عنه سره دکوفې نه تر بصرې پورې ملګری وم او په ټوله لاره یې راته شعرونه ویل.
   امام قرطبي وایې چې دمدینې لس فقها چې په علم او فضیلت کې مشهوروو،له هغوی ځینې عبدالله بن عتبه بن مسعود مشهور او قادرالکلام شاعرؤ.
دقاضي زبیر بن بکار اشعار په ځانګړې ټولګه کې چاپ وو.



قرطبي لیکي چې ابوعمرو فرمایلي چې په ښو مضامینو باندې شامل شعر ته څوک بد نشي ویلی، ځکه په مشرانوصحابه کرامو کې ځینو خپله شعر وایه ، ځینو دنورو نه اوریده او دشعر له لوستو به یې خوند اخیسته، خو که شعر فاحش، دروغ، سپکوالی او فحش ته پکې هڅونه وي بد دی او مخنیوی یې پکار دی.
  ابویعلی له ابن عمر رضی الله تعالی عنه مرفوع روایت سره وایې چې شعر یو کلام دی ، که مضمون یې ښه ؤ، ښه دی او که مضمون یې بد ؤ، بد دی.
امام بخاري وایې چې حضرت عایشې رضی الله تعالی عنها خپله شعر لیکلو او ویلو.
په پایله کې به دابن بطال رحمه الله  نظر راوړو چې وایې:
که په شعر کې وحدانیت، له اسلام سره مینه، رښتوني وینا او ګټورې موضوعګانې راغلي وي، شعر دمننې او ستاینې وړ دی، خو که شعر انسان دالله جل جلاله د ذکراو عبادت نه منحرف کړي، بد دی.
دحسن اختتام دپاره به دحضرت عایشې رضی الله تعالی عنها یو شعر چې دي پکې دخپل پلار ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه وصیت رانغاړلی دی، څو بیتونه راواخلو:
هذا ما اوصی به ابي قحافا
عنـــد  خـــروجه من الدنیا
حیــــــــــن یؤمن الکافــــر
وینتــــــهی الــفاجـــــــــــر
الا اخره.........