
دخوست ولایت اړوند تریزیو او علیشیرو ولسوالي دولایت له سرحدي ولسوالیو څخه ګڼل کیږي. یاده ولسوالي دمساحت په لحاظ دولایت ترټولو پراخه ولسوالي ده، پدې ولسوالۍ کې دبیا رغوونې چارې دهیواد دنورو سیمو په پرتله په ډیره ټیټه کچه ترسره شویدي، ځینې کارونه که شوي هم وي خو درسنیو څخه یې په اړه چا کوم راپور ندی اوریدلی، ښایې رسنۍ به یې دخپلو پالیسیو له مخې دپرمختګ خبرونه نه وي نشر کړي، ګني په دې ولسوالۍ دځینو انکشافي موسسو لخوا دزرګونه ډالرو په ارزښت استنادي دیوالونه او داوبو بندونه جوړشوي دي، همدا اوس هم دکلیو پراختیا ریاست په چو کاټ کې دزرګونو ډالرو په ارزښت کلیوالي پرمختیایي پروژې روانې دي، خو رسنۍ یې په اړه هیڅ نه وایې، که دمرګ ژوبلې په اړه څه خبرونه وي ډیری رسنۍ له ما جزیات غواړي، خو دیادو پروژو په اړه راته هیچا هم زنګ ونکړ. په هرصورت زما موخه پدې لیکنه کې دیادې ولسوالۍ دمعارف په حالت باندې ځغلنده کتنه ده.
پدې ولسوالۍ کې دمعارف مسؤلین وایې چې د 32 په شاوخوا کې فعال ښوونځي شتون لري، چې د 280 تنه ښوونکو لخوا 32300 تنه زده کوونکوته درس ورکول کیږي.همدارنګه پدې ولسوالۍ کې 700 څانګې موجودې دي چې دیادوښوونځیو ترڅنګ پکې زده کوونکو ته دسواد زده کړې درسونه ورکول کیږي. ددې ترڅنګ د GPE موسسې لخوا 37 تنه ښوونکو لخوا 1000 تنه زده کوونکو ته زده کړې ورکول کیږي، همدارنګه دیادې موسسې لخوا 26 تنه ملا امامان هم ګومارل شویدي چې په مساجدو کې دودیزې زده کړې پرمخ بوزي.
ددې ټولو سره سره د سواد زده کړې معینیت په چوکاټ کې 40 ټولګي هم فعال دي چې 1200 تنه زده کوونکو ته پکې د 40 تنه ښوونکو لخوا دسواد زده کړې ورکول کیږي.
په ټولیزډول 36600 تنه زده کوونکو ته د 1057 تنه ښوونکو لخوا درس ورکول کیږي. ددې ټولو ښوونکو معاش په اوسط ډول دیوې میاشتې 7399000 افغانۍ کیږي چې دیو کال 88788000 افغانۍ کیږي.
داخو دیوې ولسوالۍ دا حال دی، پداسې حال کې چې خوست ولایت دوولس ولسوالۍ او درې ناحیې لري. دهرې ولسوالۍ او هرې ناحیې ورته حال دی.
اوس به یې دکیفیت جاج واخلو، له تیرو پنځو کالو راهیسي دکانکور په ازموینه کې دیادې ولسوالۍ څخه دهیواد پوهنتونونو ته ایله 25 تنه زده کوونکو لار موندلي ده چې دټولې ولسوالۍ دزده کوونکو په کچه هیڅ دیادونې وړ نده.
ولې داسې وشي؟
ستونزه چېرته ده؟
ترکومه به زمونږ دا حال وي؟
شته داسې څوک چې دیاد وضعیت دبدلیدو نیت ولري؟
که دمعارف په برخه کې مو کړنې داسې وي، نو زمونږ تمه له چا وشي؟
تردې دمه هیچا هم دیادې ستونزې په اړه کوم عملي اقدام ندی کړئ.
که مو بدلون رانه وست اوحرکت مو ونکړ، نو دژوندیو ملتونو له قطاره وتلي یو.
اوس هم وخت سر دی، معارف مودپرمختګ او پرځان بسیا کیدا یواځینۍ لاره ده، هغه ولسونه چې په نړۍ کې دنړۍ دحالاتو برخلیک یې په لاس کې دی یواځینۍ راز یې دپوهنې په برخه کې صادقانه هلې ځلي دي.
له دولته مو کلکه غوښتنه ده چې پدې برخه جدي پاملرنه وکړي. که یادې ستونزې ته په وخت لاسرسۍ ونشي، نو لیري نده چې ولس به مو خدای مکړه په لوی لاس دځان دښمن کړی وي او بیا به دخپل ولس سره په جګړه بوخت وئ.