پر لومړي جمهوري نظام ولي پوځي کودتا وسوه؟

 
نن په هیواد کي د غوايي د اوومي کړغیړني پوځي کودتا ۳۸ مه کلیزه ده، د ثور کودتا د افغانستان د کابو څلورو لسیزو فجایعو او ورانیو بنسټ ګڼل کیږي، هغه کودتا چي اردو، پولیس، استخبارات، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز نظام ټول ګوندي او کمونیستي سول، خو پوښتنه داده چي په لومړي جمهوري نظام ولي پوځي کودتا سوه؟ دا هغه مهمه پوښتنه ده چي د ډیریو لوستونکو او افغانانو په ذهن کي راګرځي، په دې اړه ما بنده په خپل کتاب (دافغانستان دبهرنیو اړیکو تاریخ) کي دې پوښتني ته ځواب لټولی چي دځواب غټه برخه مي د ښاغلي عبدالغفار فراهي له کتاب (افغانستان د دیموکراسی او جمهوریت په کلونو کي) را اخیستې ده، هغه د ثور (غوايي) کودتا عوامل ډیرښه بیان کړي چي یوشمیر يي کورني او ډیری شمیر يي بهرني دي چي په لاندي ډول وړاندي کیږي:
لومړی: کورني عوامل
۱ــ  د ډاکټر نجیب د وخت د پرچمي حکومت صدراعظم، او د داودخان د جمهوریت مرستیال صدراعظم ډاکټرحسن شرق لیکي:"موږ په ۱۹۷۰م کال کي تصمیم ونیوی چي په افغانستان کي به دکودتا له لاري شاهي نظام ته خاتمه ورکو، درې کاله وروسته موږ یوه کامیابه کودتا وکړه، ولي ډيرژر د کودتا ملګري مخصوصاً دمرکزي کمیټې غړي د داودخان له پامه ورغورځیدل او د حساسو مقامونو څخه لیري کړل سول او داودخان پر هغو اشخاصو تکیه وکړه چي موږ دهغو پرضد کودتا کړې وه" یعني داودخان په نظام کي دخپلو کودتاچي ملګرو (کمونیستیانو) تصفیه پیل کړه، چي هغوي نور د جمهوري نظام په وړاندي دکودتا په فکر کي سول تیار يي دکودتا تجریبه درلودله.
۲ــ سلیګ هریسن لیکي چي: داودخان چي نوی اساسي قانون جوړ کړ، هلته يي یواځي خپل حزب (ملی انقلاب ګوند) ته دفعالیت اجازه ورکړه، دنورو سیاسي احزابو پر فعالیتونو يي بندیز ولګوئ.
چي البته دغه یوګوندي سیستم ته د داودخان دوخت (۱۹۷۷م) په اساسي قانون کي هم یادونه سوي وه، په دې سره نورو سیاسي احزابو په غبرګون کي په تبلیغاتو پیل وکړ، په ځانګړې توګه نوي راټوکیدلي خلق ډیموکراټیک ګوند ته د منلو وړ نه وه چي دفعالیت مخه یې ونیول سي.
۳ــ شوروي اتحاد ته دنظامي روزني لپاره دعساکرو لیږد محدود سو، یوشمیر نظامیان هند، مصر، ترکیې او امریکاته ولیږدول سول.
۴ــ دجمهوریت په امنیتي سکتور (اردو، پولیس او استخباراتو) کي د کمونستیانو پراخ حضور هغه ته سیاسي غرور ورکړ او د نظام بدلون ورته اسانه بریښدئ، ځکه د داودخان دنظام د بدیل په لټه کي سول.
۵ــ د خلق ډیموکراټيک ګوند، ګوندي لویانو نیولو کودتا ډیره نږدې کړه.
دویم: بهرني عوامل
۱ــ دهلمند سیند دتړون وروسته دافغانستان او ایران ترمینځ سړې اړیکي په تودو اړیکو بدلي سوې، دایران شاه دپاکستان او امریکاپه مرسته غوښتل چي په افغانستان کي دشوروي نفوذ ختم کړي، په سیمه کي يي دنفوذ لپاره دپاکستان سره ۷۵۰میلیونه ډالره او دافغانستان سره يي د۱۹۷۳م کال څخه تر ۱۹۷۵م کاله پوري ۵۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه، د ایران دساواک جاسوسي دستګاه سربیره، دسعودي عربستان، هند، پاکستان او چین فعالیتونه هم په افغانستان کي پيل سول.
۲ــ له پاکستان سره اړیکي ډيري نرمي سوې، ان اوازه خپره سوه چي محمدداودخان ډیورنډ کرښه په رسمیت پيژندلې ده، دغه اوازه هغه وخت لاتوده سوه چي داودخان د پښتنو او بلوڅو مشرانو او اته زره مهاجرو بلوڅو ته وویل د ۱۹۷۸م کال د اپریل د میاشتي تر ۳۰ نیتې پوري باید دافغانستان دخاوري څخه ووځي، اجمل خټک وايي چي داودخان موږ ته وویل چي تاسو نور ولاړسئ، ما له ظیاء الحق سره خبره کړې هغه پښتانه او بلوڅان چي د ذوالفقارعلی بوټو په وخت کي بندیان سویدی هغه ازادوي او تاسو ته خپل حقوق درکوي، خو اجمل خټک وايي چي ما ددې تصمیم مخالفت وکړ.
۳ــ دبریژنیف سره د داودخان وروستی لفظي ټکر، مسکو پوهـ کړ چي داودخان دلاري بدلولو په حال کي دی، نوله دې سره سم يي دخلق او پرچم ډلو پراتحاد کار پيل کړ، ترڅو بدلون ته لاره هواره سي.
۴ــ له سعودي عربستان سره اړیکي تودې سوې، سعودي له افغانستان سره د اوبولګولو په برخه کي ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه، دچین او کویټ سره هم اقتصادي تړونونه لاسلیک سول، ترڅو افغانستان په مالي او اقتصادي لحاظ له مسکو څخه بې نیازه سي.
۵ــ کله چي محمدداودخان دعدم انسلاک په سازمان کي دکیوبا دوتلو پیشنهاد وکړپه دې خاطر چي کیوبا دشوروي پلوي کوي، شوروي نورهم خفه سو.
۶ــ ټاکل سوې وه چي جمهور رئیس داودخان به د ۱۹۷۸م کال په ډسمبر کي د امریکا ولسمشر جیمي کارټر په غوښتنه امریکاته سفروکړي، چي دثورکودتا نوموړی سفر ناممکن کړ.
په پای کي یادونه کوم چي دوطن ګوند (حزب ډیموکراټیک خلق) مرستیال فرید مزدک دبي بي سي فارسي سره په یوه مرکه کي ومنل چي پرجمهوري نظام د دوی کودتا دافغانستان دسیاسي ټولني سره یوه جفا وه، ځکه ټوله دولتي دستګاه په ګوندي دستګاه بدله سوه، دنوموړي په خبره چي دګوندلپاره په کاروه چي په اپوزیسون کي پاته سوی وای.
وروستۍ غوښتنه:
په هغه ټولنه کي چي سیاسي شعور موجود وي، سیاسي اخلاق دادي چي کله څوک په خپله سیاسي طرحه، پالیسۍ او یا حکومت کي ناکام سي، لومړئ خو د حکومت په جریان کي استعفاء کوي او خپل عجز ملت ته وړاندي کوي او کنه د نظام له پای ته رسیدا خو سم دستي خپله ګرمتیا مني او له ملت څخه بخښنه غواړي، له بده مرغه په افغانستان کي د ثور کودتا کودتاچیان او پلویان دومره له سیاسي اخلاقو واټن لري چی ددې هیواد د بنسټیزو ورانیو او د ملت د لويي برخي د شهیدانولو او هجرت ته د اړ کولو وروسته بیاهم پر خپلو کړنو ددې پرځای چي پښیماني وښيي، ویاړ کوي، زه له دوی غواړم چي خپلي تیروتني او پر پردو باندي تکیه او د ټولني د شرایطو په نه مطالعي د وارداتي نظامونو او افکارو تورید او دهغوي منفي پایلي له نوي نسل سره شریکي کړي او لږترلږه په دې برخه کي خپل نیمګړی مسؤلیت اداء کړي، ترڅو هیواد موله داسي تکراري سیاسي ناندریو او فجایعو خلاص سي.