حاجي وکیل کوماندان/ لنډه کیسه

 
      ځیني خلک ویايي چې جهاد نه دی ښه، اغه دي او دغه دي. جهاد څنګه نه دی ښه چې له یوه نالوستي سړي نه یې هم حاجي جوړ کړ، هم وکیل اوهم کوماندان،... نوم یې خدایداد ؤ، خلکو به د خړ خدایداد نه ورته ویل. یو عادي سړی ؤ،...چا به سپی هم نه بللو،...خو جهادي او تنظیمي رهبرانو دې ځای ته ورساوه څې د خړ پر ځای یې د « خان» کلیمه هم په لکۍ پورې ور غوټه کړه او سم دم خدایداد خان یې ترېنه جوړ کړ. نور د چا پلار هم د خړ خدایداد نه نه شي ورته ویلی. ټول خلک ورته حاجي وکیل کوماندان صیب وايي. دا د همدې جهاد له برکته ندی نو څه دی.  
 
      جهاد داسې سحر او جادو دی څې د خلکو نه عقل او فکر دواړه آخلي، څوک بادشاه  کړي او څوک هم ملنګ د زمانې. خو د جهاد ټیکه داران څې دي، هغوی یې بادشاهان کړل او پدې دنیا یې ځانونو ته جنت جوړ کړ،.. پاته شول بې عقله ساده ګان،... هغوی یې آخرت ته په حورو او غېلمانو پسې ولېږل او تورې خاورې یې په خوله شوې. د حاجي وکیل کوماندان کیسه مې درته کوله.
       غټ او ډبل سړی ؤ. سترګې یې د یوه خوني قاتل په څېر تکې سرې وې،... او د تسپو آړول او را آړول یې همیشنی عادت ګرځیدلی ؤ. له دریشۍ او پطلون سره یې هیڅ نه وه جوړه. تل به یې وطني کالي آغوستل، خو کله نا کله به یې چپنه هم پر اوږو آچوله. د مار په شان په تنګو تنګو سترګو کې یې د رحم او زړه سوې هیڅ کومه نښه نه لیدل کیده. لنډه او سپینه ږیره به یې تل په تورې وسمې توروله او پکول به یې داسې په کبر په سر کېښودلو چې تا به ویل چې نیمه دنیا یې فتحه کړې، خو د خپلو نږدې او ځانګړو یارانو سره بیا آزاد ؤ او ځانته مخصوصه حجره کې به یې د دوی هرکلی کاوه.  
      د ښو خوراکونو او ښېرازیو له لاسه یې څټ کړی ؤ. څلور ښځې یې لرلې چې وروستې یې اېله د پنځه لسو کالو وه. سربېره پر دي یې یو ۱۴ کلن هلک هم د بچه بیریش په توګه لره. هم یې شخصي ملېشې ساتلې او هم  یې جنګي سپي ساتل.  څه سر مو ګرځوم، د ماښام اته بجې به یې په حجره کې ډول ډول خوراکونه، کبابونه له شرابونو سره په سترخان حاضر او آماده ؤ او بنډار به چالان ؤ. کله کله خو به یې ساز او موسیکي هم جوړه کړه، په هلک به یې د ښځو کالي واغوستل او تر نیمو شپو پورې به یې ګډا پرې کوله.
 
      پدې شپه چې حاجي وکیل کوماندان له خپلو څلورو ملګرو سره په سترخان ناست ؤ، په شرابو کې یې بیړه وکړه او له څو ډکو پیالو وروسته ښه سم نیشه شو. د نورو سرونه هم ګرم ؤ. ټوکې، ټکالې او مجلس ښه په خوند روان ؤ. اوریدلي مې دي چې د شرابو یو خاصیت دا هم دی چې په سړي کې صداقت را پاروي او رښتیا پې وايي. خبره په ډار او زړه ورتوب راغله. هر چا یو څه پکې وویل. خو حاجي وکیل کوماندان تر اوسه هیڅ هم نه ؤ پکې ویلي. بالاخره ده هم  پخپله لڼډه ږیره لاس را تېر کړ، موسکی غوندې شو او ویې ویل:
      - که انسان دی او که حیوان، د ځان ساتلو غرېزه پکې ده. که یې ډار بولی او که زړه ورتوب.
ټولو په یوه آواز ترې وپوښتل:
      - څنګه؟
      - زه به د خپل ځان مثال درته راوړم. له تاسو به یې څه پټوم، د جهاد په دوران کې زما تر کوماندې لاندې بې شماره مجاهدین شهیدان شول، خو زه لا هم ژوندی یم... دا د خدای او بیا د همدې ډار برکت دی. ډار تل تر تله ډار دی او هیڅکله هم د زړه ورتوب وس نه پرې رسیږي. ځکه به مې په هره جبهه کې د ځان ژغورلو لپاره یو خاص پلان لره، تر څو وکولی شم چې ژوندی پاتې شم. د جهادي کوماندان نوم مې داسې په اسانه ندی ګټلی. تاسو زما د جهاد د دوران له ملګرو وپوښتئ، چې څومره عسکر او صاحب منصبان مې له تېغه تیر کړي... د کونډو زامن به پکې ؤ، حتی ځینو به تازه وادونه کړي ؤ، ټول ښایسته ځوانان،...دا هم لوی زړه غواړي، دا هرڅه د اسلام، جهاد او د دې وطن په لاره کې....اوردو مو ور کباړ کړه، وزارتونه مو ور کباړ کړل، فابریکې مو ور کباړ کړې، حتی ډېرو خلکو د کباړ په کاروبار کې د خدای دنیا دولتونه وګټل او میلیونران شول. د کمونستانو له حکومته یوازې یو څو سپېرې لوټې پاتې شوې او بس. اوس خلک پروپګنډ را پسې کوي چې آغه دی او دغه دی. دا وکالت چې دی، دا خو څه چا ماته مفت ندی راکړی. د دې لپاره ما په کلونو کلونو جهاد کړی دی. هغه خبرې چې هر ډول وې تېرې شوې. غواړم ووایم چې د خطر په وخت کې سړی خامخا ډار احساسوي... پاته شو اوس،... اوس خو ډار پېژنم هم نه. چې ډار  تور وي او که سپین؟ له چا نه ډار؟ ځان ته شخصي زرهدار ګاډي لرم،... په کور مې پایرې ولاړې دي او باډي ګاردان راته وړاندې وروسته کیږي، نو پدې کې به سړی څنګه د ډار احساس وکړي. وایم اشرف غني خو لا څه چې داؤدخان یې هم له قبره را پورته شي پروا یې نلرم. بیا هم وایم چې دا ټول د جهاد له برکته. خدای دې جهاد تل تر تله همداسې ژوندی او روان لري...په پارلمان کې خوهیڅ له خبرو نه تشیږم، او پر هیچا  بند و واز هم نه یم او هر څومره تورونه چې مې له لاسه کیږي پرې لګوم یې. حتی څو څو ځله مې له خلکو سره لاس آچولی او خلک مې په بوتلونو ویشتلي، په وزیرانو مې هم وارونه کړي او سپک کړي مې دي. دا ځکه چې قدرت لرم او شاته د خپلو ملګرو او مجاهدینو قوت را پسې دی. زه وایم چې لدې ګوسفندي خلکو سره همداسې جوړیږي،...او که داسې ونکړې، بیا دې په اوږو در سپریږي...همدا وجه ده چې د کوماندان په کوماندانۍ کې هم کار لرم، د قرادادي په قرارداد کې هم زما کار دی، د وزیرانو په مقرری کې هم هره ورځ جنجالونه کوم، چې خوښه مې نه وي پلار یې هم نشي رانه وزیر کیدای. بس دعا کوئ چې د افغانستان حکومت تل تر تله همداسې کمزوری وي چې د مونږ په ډوهل آتڼ کوي...څه سر مو خوږوم،.. پورته کړئ ګیلاسونه د جهاد او د مجاهدینو په سلامتۍ او د حکومت په ناکامۍ! ههههههه.
      ټولو په کټ کټ وخندل او په یوه وار یې د شرابو ګیلاسونه پورته کړل او ویې څښل، خو حاجي وکیل کوماندان خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
      - که دا حکومت لاړ شي، بل به راشي. هغه به یې لدې نه هم پسې کمزوری وي. که دا دوره ختمه شي بله به راشي. په هغې دورې کې به بیا هم وکیل یم. د خپل ځان لپاره نه، د خپلې کورنۍ، خپلوانو او دوستانو لپاره. شکر نور هیڅوک هم بې کاره  ندي رانه پاته. ټول مې مقرر کړي دي غیر زمونږ له خړ خره نه. زړه مې دی چې د کورنیو چارو وزیر سره خبرې وکړم چې دا هم په کوم ځای کې راته ؤلسوال کړي ههههههههه.
 
      په رښتیا هم د خندا وړ خبره ده، خو سړی پدې حیرانیدو چې د جهاد له برکته خړ خدایداد دومره لوی سړی شو چې اوس غواړي چې خپل خړ خر هم ولسوال کړي، پداسې حال کې چې د تعلیم والا او تحصیل کړي ځوانان مو د بیکارۍ له لاسه خپل خوږ وطن پرېږدي، مهاجر کیږي او په بحرونو او دریابونو کې د ماهیانو په خوراک بدلیږي. پای