
په دې وروستیو کې دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې دکرکټ په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې څه نا څه بریاوي خپلې کړلې.
دکرکټ په ډګر کې دغو سترو بریاوو دافغانانو په وچو او غم ځپلو شونډو مسکا او خوښۍ راوستلې او ماتو زړونو ته یې نوې هیلې ور وبخښلې.
دافغان لوبډلې له لورې دکرکټ په ډګر کې ددغو سترو سیالیو په خپلولو کې دانضمام الحق نه ستړي کیدونکي هلې ځلې هم د یادولو وړدي.
انضمام الحق دپاکستان دکرکټ ټیم پخوانی لوبډل مشر وو او دکرکټ په نړۍ کې ډیره تجربه لري.
نو دافغانستان کرکټ بورډ ادارې د قرارداد لمخي انضمام الحق دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې دسر روزونکي په توګه وټاکل شولو.
دکرکټ بورډ او انضمام الحق ترمنځ دشوي قرارداد لمخي ، افغان دولت به هره میاشت (۱۲۰۰۰) امریکایې ډالره انضمام الحق ته دتنخوا په شکل ورکول او انضمام الحق ته یې هر ډول سهولتونه برابرکړي وه.
د۲۰۱۶عیسوي کال په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې دافغان لوبډلې دښه لوبیدو او بریاوو دخپلولو سره انضمام الحق دافغانانو په زړونو کې ځای ونیولو.
کله چې انضمام الحق دافغانانو په زړونوکې ځای ونیولو، نو افغانانو به د کرکټ بورډ ادارې څخه غوښتنه کوله ترڅو انضمام الحق دتل لپاره له ځان سره وساتي، ترڅو افغان لوبډله لا پیاوړې شي او افغانستان ته لاډیرې بریاوي راوړي.
څرنګه چې دپاکستان شوم او دوه مخی سیاست افغانانو او ټولې نړۍ ته معلوم دی ، او هیڅکله دافغانانو په شونډو خوښې نشي زغملای ،نو انضمام الحق یې اړ کړ ترڅو دافغانستان له کرکټ بورډ ادارې څخه استفاء وکړي.
همدا لامل شولو چې انضمام الحق له کرکټ بورډ ادارې سره شوی تړون مات کړ او دتل لپاره یې دافغانستان له کرکټ بورډ ادارې سره خدای پاماني وکړه.