
څومره چې له پلار او ورور پرته ښځه نيمګړې ده، نوهمدومره له ښځې پرته ټولنه هم نيمګړې ده،ځكه مور د كورنۍ بنسټيزه خښته ده او كورنۍ د ټولنې لومړنۍ پوړۍ ده، څومره چې زموږ ميندې د ژوندګڼواسانتياو او چارو ته لاسرسى ولري، نو هومره به يوه هوسا، سوكاله او بسيا ټولنه ولرو. داسې ټولنه چې ګران افغانستان ته سوله، امن او نېكمرغي راولي. د دې لپاره مهمه ده چې د ښځو اساسي ستونزې تشخیص او د حل لپاره یې عملي ګامونه واخیستل شي.د ولايتونو د مېرمنو د زده كړې پر وړاندې يوه لويه ستونزه د نجونو او هلكانو د لوړو زده كړو ګډ سيستم دى، دا ستونزه په ولايتونوكې د ګڼو خويندو د زده كړې د مخنيوي لامل شوې، سره له دې چې حکومت اعلان وکړ چې په پلازمېنه کابل کې به د نجونو لپاره ځانګړی پوهنتون جوړ کړي. دا د ښځو د دغې ستونزې د حل په برخه کې ستر ګام دی، خو د هېواد په کچه یو ځانګړی پوهنتون به د نجونو لپاره بسنه ونه کړي، هیله ده چې حد اقل د هېواد د هر زون په کچه د نجونو د لوړو زده کړو ځانګړي پوهنتونونه جوړ شي. همدارنګه دې د هغوخويندواوميندولپاره چې عمرونه يې تر ښوونځي لوړ دي د سواد او ديني زده كړې ځانګړي كورسونه جوړ شي، تر څو دوی ته د دوی د عمرونو او سویې په اساس د زده کړې اسانتیاوې رامنځته شي. بله دا چې حکومت دې خپلې هڅې يواځې تر كابل يا د هېواد په څو لويو ولايتونو پورې نه محدودوي، بلکې ډېره پاملرنه دې هغو سيمو ته وي چېرې چې د ښځو ستونزې ډېرې وي، لكه كلي او ليرې پرتې سيمې. هدف دادی چې حکومت دې د مېرمنو لپاره د اسانتياو په برابرولو كې خپلې هڅې متوازنې کړي. د دې تر څنګ دې د حج و اوقافو وزارت د جوماتونو د ملا امامانو او ديني عالمانو په مرسته د عامه پوهاوي داسې پروګرامونه پلي كړي چې افغان خويندې له خپلو اسلامي او ملي حقونو او دندو څخه خبرې شي. همدارنګه دې رسنۍخويندو ته د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا كې د زده كړې، روغتيا ساتنې، د كورد چارو د سمبالښت ، دكوچنيانو د روزنې، په ټولنيز و چارو كې د ونډې اخيستلو او د هغوى د پوهې د كچې د لوړولو داسې پروګرامونه جوړ او خپاره كړي چې له امله يې د مېرمنو د ژوند حالت ښه شي. ښځو چارو وزارت دې دمېرمنو د ژوند، حالت او ستونزو د معلومولو په موخه د هېواد هرې سيمې ته خپل استازي ولېږي، له كورنيو او مېرمنو سره دې نږدې اړيكې وساتي، د هغوى د ستونزو د حل لپاره دې داسې اغېزمنې لارې وټاكي چې له امله يې مېرمنې او كورنۍ دواړه نېكمرغه شي. حکومت دې د مېرمنوستونزو ته د خپلو امكاناتو،چاپيريال او دودونوپه رڼا كې حل لارې ولټوي، دهېواد له شرايطو سره سم پلانونهدې ورته جوړ كړي اودټولو هغو ناسمو دودونو مخه دې ونيسي چې زموږ خويندې، كورنۍ، ټولنه اوهېوادبدمرغه كوي، لكه په كوچينوالي كې د نجونو ودول، په بدو كې د نجونو وركول، له ښځو سره زور زياتى او داسې نور هغه ناسم كارونه چې د اسلام مقدس دين يې هم نفې كوي.