د اولادونو سالمه روزنه

    پر مور او پلار د اولاد له مهمو حقونو څخه یو هم د هغوی سمه روزنه ده،خوسالمه روزنه له زده کړې پرته نیمګړې او ناشونې ده، نو د دغه حق د پرځای کولو لپاره هم میندو او پلرونو ته ښايي چې خپل اولادونه د زده کړې او سمې روزنې په موخه ښوونځیو، جوماتونو او مدرسو ته واستوي او سمه څارنه یې وکړي. یانې والدین وخت ناوخت د ښوونځي ادارې ته ورشي او په دې ځان  ډاډه كړي چې اولادونه يې پروخت او خوښي خپلو درسونو ته ځي.   په كور كې هم له ماشومانو سره د درس او ښوونځی په هکله د والدينو بحث  ګټور دي، ځكه هغوي خپلو درسونو ته پام کوي. کورنۍ دندې ترسره کوي. درسونو ته هڅېږي او د زده كړې په ارزښت یې نور هم باور پخېږي.   د والدینو د څارنې بله ګټه داده که  ماشومان ښوونځي ته په تلو کې ناغېړی کوي.  يانې د ښوونځي پر ځای په کوڅه، بازار، لوبغالي یا بل ځای کې خپل وخت بې ځایه تېروي، نو میندې او پلرونه به پر وخت خبر شي. له ښوونځي څخه د هغوی د پټېدو لامل به پیدا او له منځه یوسي. یا لږ تر لږه ماشوم به له ښوونځي څخه پټېدو ته زړه ښه نه کړي، ځکه هغه پوهېږي چې مور او پلار یې څاري.   د زده کړې لپاره  د مناسب چاپیریال برابرول هم د ښوونکي او کتاب هومره يا ان تر دې هم زيات ارزښت لري. له چاپیریال څخه عملي زده کړه کوي. د ماشومانو همزولي، لوبې، د لوبو ملګري، له هغوی سره د لویانو چلند او کړه وړه په چاپیریال کې راځي، نو والدینو ته ښايي چې د ماشومانو لپاره مناسب چاپیریال برابر کړي.   د ښوونکو چلند هم د ماشومانو په هڅوونه او له زده کړې سره د هغوی د مینې په زیاتېدو کې د پام  وړ رول لري. څومره چې د ښوونکيچلند نرم او له لورينې ډك وي، نو هومره به زده کوونکي ډېر زړه ور پورې وتړي. خپل سبقونه به په مینه ووایي. خپلې ستونزې به له کومې وېرې پرته له ښوونکي سره شریکې کړي او اغېزمنه زده کړه به وکړي، خو که د ښوونکو چلند توند وي، په مازې خبره زده کوونکي ووهي او ورټي، نو زده کوونکي به وېرندونکي روږدي شي. خپله ستونزه به له ښوونکي سره شریکه نه کړای شي. ځان به له نورو کم وګڼي. فکري وده به یې پڅه او یا په ټپه ودرېږي. له ښوونځي به زړه توری شي او هغه ورځ به هم لیرې نه وي چې ښوونځی پرېږدي او په یو ناسالم انسان بدل شي.   په لومړیو ټولګیو کې د ښوونکو چلند ډېر مهم دی، ځکه دغه ماشومان د لومړي ځل لپاره له یو بلد چاپیریال څخه یو نابلد چاپیریال ته ورځي. داسې چاپیریال چې له وېرې او خطره ډک ورته اېسي، ځکه ښوونځی، ښوونکی او ټولګیوال ټول ورته نوي وي. له هغوی سره دا وېره وي چې كه څوک یې ووهي، یا  وږي او تږي شي، نو څه به کوي؟   د ماشومانو د دغې وېرې د لیرې کولو لپاره ښايي ښوونکي په لومړۍ ورځ د څښاک اوبه، تشناب، د ښوونځي اداره  او نور ځایونه ور وښيي. د دې ګټه داده چې زده کوونکي به ټول د اړتیا وړ ځایونه وپېژني. د ښوونځي اداره دې نویو زده کوونکو ته دا ډاډ هم ورکړي چې هیڅ  ګواښ او خطر به ور پېښ نه شي.   نور مو وخت نه نیسم، خپلې خبرې په دې رالنډوم چې  که غواړو  پرمختللی او هوسا افغانستان ولرو. هېوادوال مو سوکاله  او د ژوند له ګڼو اسانتیاوو برخمن وي. د پرمختللو ټولنو په څېر په کور دننه پر ځان بسیا واوسو. له شخړو، جګړو، ناخوالو او ګڼو نورو بدمرغیو سره د تل لپاره مخه ښه وکړو، نو یوازینۍ لاره یې  زده کړه او تعلیم دی. له دې لارې دغې هیلې او ارمان ته رسېدلی شو، خو د اغېزمنې، ګټورې او داسې زده کړې له لارې چې د وخت له اړتیاوو سره برابره وي.