د ژوند معیار او ارزښتونه

  ژوند تصادفي نه دی او نه هم په تصادفي شکل کېږي، ژوند یو ارزښت او موخه ده چې پالنه یې له معیار او لومړیتوبونو پرته که ناشونې نه ده، نو سخته خو حتمي ده. هغوی چې ژوند ورته بې مانا او بې ارزښته اېسي، نو چندان پاملرنه نه ورته کوي او نه هم د ژوند کولو کوم پلان او ارمان لري. هغوی زموږ په څېر  د ژوند تر پایه له ګڼو ستونزو او ناخوالو کړېږي، ځکه زموږ اکثره خلک هم ژوند ته په جدي سترګه نه ګوري او نه ځانته د ښه ژوند کولو موخې او معیارونه ټاکي. هغوی چې وایي موږ د ژوند لپاره موخې او ارمانونه لري، اکثره یې یا په هوس، یا په احساساتو او یا هم په مادیاتو ولاړ وي. پرون یوېمیلمستیا ته تللې ومه. د بېلابېلو کورنیو ګڼې نور ې ښځې هم راغلې وې. هرې یوې یې هڅه کوله چې ځان تر نورو راغلیو مرمنو لوړ او معتبر وښيي. ځینې یې په خپلو کالیو نازېدلې او نورو ته یې په غیر مستقیم ډول داسې ښودله، چې ګواکي د دوی په تن کړي کالي تر نورو قیمتي دي. یوې بلې ویل، لورانې مې دومره نازولې او عصري دي چې  سرونه کېږدي، نو د غرمې دولس بجې را ویښېږي، ځکه د شپې تر ناوخته بیدارې وي، تر هغویې چې خپله زړه نه وي، نو نور څوک یې له خوبه د را بیدارولو جرئت او مزاحمت نه کوي. یوې بلې ویل، لوڼې مې رسېدلي، خو هر چاته یې نه ورکوم، چې ښه شتمن او د نوم سړی نه وي، نو  نه به لور ورکړم او نه به لور ترې وکړم. یوې بلې غاړې تازه کړي ویل:  څلوارلس کلنې لورته مې داسې خاوند کړی لکه د ګوتې غمی. له ښایست او ځوانۍ یې سترګې نه خېژي.  مېړه یې ایله دوه کاله ترې مشر دی. ټوله کورنۍ یې په ترکیه کې ژوند کوي. ښه ارګاه بارګاه لري. د کور کار مار نه شته، بس زنګ ووهي له رستورانت نه تیاره پخه ډوډۍ ورته راځي.
یوې بلې عمر خوړلې چې پلو یې خولې ته نیولی وو، په خپ غږ وویل: چې دسترخوان یې غوړ نه وي، او د خوراکونو ځای پرې نه کېږي خلک، خلک مه بوله. نن سبا دې چې لاس خالي وي، نو نه دې ځان ته خیر رسېږي او نه بل ته، نو جار له پیسه داره هم یې خپل عزت پرځای وي او هم د نورو د عزت کمی نه وي ورسره..
د دوی د خبرو په اورېدلو هکه پکه شوم، ځکه دوی ټولو لا هم ژوند ته د ارزښت نه بلکې د یوې وسیلې په توګه کتل، دوی ته مادیات د ژوند ارزښتونه اېسېدل. دوی لا هم د وسیلو او ارزښتونو له تفاوته بې خبرې وې. دوی لا هم په دې نه وې خبرې چې ناوخته ویښېدل د پرمختګ نه، بلکې د لټي، تنبلي، په شاتګ او وروسته پاتې والي لامل ده. یوې یې هم دا ونه ویل چې لور یې ښوونځی یا پوهنځی وایي، یا په کومه اداره او دفتر کې چې کار کوي، نو د خپل معاش نیمایي په نورو وېشي، د نورو د ژوند د ښه والي له اندېښنې ارام او خوب نه لري، کرۍ ورځ په دې فکر کې وي چې څنګه د نورو ژوند بدل کړي. موږ لټو، سینګار شویو او تیارخورو ته اړتیا نه لري، ځکه دوی نه ځانته خیر رسولی شي او نه نورو ته، موږ هغوی ته اړتیا لرو چې ژوند یې درک کړی، د ژوند په ارزښت خبرې وي او غواړي چې نورې هم په دغه راز او ارزښت وپوهي او دېته یې وهڅوي چې د خپل ژوند خواږه او خوښي څنګه له نوروسره ووېشي.