د متضادو اندېښنو ګرداب

 
لیکوال: اېلین پېلین۱۸۷۷- ۱۹۴۹
ژباړه : عثمان رسولي  
 
      - بای ستویانه، راکړه نیم کیلو نور هم!
      - هووو، بس ده اتاناسه. تا خو له ځانه سره ډېر احتیاط کاوه، نن څه در باندې وشول.
      - ورک یې کړه بای ستویانه، نن تر سږمو راغلم. ته مې ښه پېژنې چې زه یو ساده او وطني سړی، یو عادي مامور او خپل کار کوم، نه مې له حکومت سره کار دی او نه هم له سیاست سره. په صداقت ژوند کوم، ژوند مې خوښیږي او له هر شي سره دلچسپي لرم، ځکه ټوله ورځ په ورځپاڼو کې داسې ټوپونه وهم لکه سویان چې له یوه باغه بل ته او له بله باغه بل ته ټوپونه وهي. نه د شخصیت په غم کې یم او نه هم د شهرت. بس د خپل ځان په څېر له ساده، صادقو او وطني خلکو سره مې کار دی او خوښ یم. بل داچې خدای دومره ماغزه او پوهه هم نده راکړې، ځکه خو ژوند ته چندانې نظر هم نه کوم، هر ډول چې وي، قبلوم یې،... ښه، بد، غریبي، ناداري...نه مې څوک دې دنیا ته په راتګ پوی شول او نه به مې هم څوک په تګ پوی شي. هیڅکله مې هم په شخصیت او شهرت پسې نه منډې وهلي او نه مې هم په کار دي. زما همزولي او یاران ټول لوی لوی خلک شول، شاعران، لیکوالان...خو په ټولو کې اخمق او بد چې کوم ؤ، هغه وزیر شو. قسمت یې کار وکړ، زما نیت ندی پرې بد، بلکې پرې خوشحال هم یم. د شاعرانو او لیکوالو کتابونه او د وزیر اعلامیې لولم. خو یو ضعف لرم، هغه دا چې ډېرو پوښتنو ته طبیعي اړتیا وینم او لدې څخه کړیږم هم. څرنګه چې پخپل نظر اعتبار نلرم چې غلط به وخیږي او که سم، ځکه تل د نورو خلکو له نظرونو کار آخلم. خو بیا هم ښه ده چې د ساده احمقانو په لیکه کې نه راځم. له ښځو هم کومه کرکه نلرم، برعکس  ډېرې مې خوښیږي. ځکه مې عادت ګرځیدلی چې په کوڅو کې یې ګورم، هم ښکلې هم بدرنګې، بې له توپیره. په هرې یوې کې یو څه وي چې سړی جذبوي. له موډه مې هم ښه راځي، په ښځو کې مې دا هم خوښیږي چې سرې سپينې وي، پوډر وهي، نوکان رنګوي او ځانونه سینګاروي د دې لپاره چې ښکلې وبرېښي او خلک یې خوښې کړي.
 
      کنه دا ښه کار دی، که څنګه؟ زه خو وایم چې ښه کار دی. ماته خو په زړه پورې ده، حتی په یوې باندې مین هم شوم او نیت مې ؤ چې واده ور سره وکړم...اوف څنګه مینه او په زړه پورې لوبه، چې هیڅوک هم پرې خبر نه شول. زما د کرايي کوټې مخامخ کور کې مې یوه ښکلې توتکۍ پیدا کړه. د کړکۍ نه به مو سره کتل، د مینې داسې تیاتر مو جوړ کړ چې زما روح یې د پسرلي د تازه ګلانو په څېر خوشبو او تازه کړ.
 
      خو ما خپل ضعف در ته بیان کړ، زه همدې ضعف وخوړم او تباه یې کړم. زه تل د نورو نظر ته انتظار باسم او عملي کوم یې. پخپل نظر مې هیڅ باور نشته. د یوې آدبي غونډې اعلان مې واوریدو. ورغلم ګډون مې پکې وکړ. یوه ډېر مشهور لیکوال خبرې کولې. زما بله نیمګړتیا هم داده چې د مشهورو خلکو په وړاندې ضعف لرم. د خبرو موضوع وه « مینه څراغ نده چې وځلیږي». ما پخپل ژوند کې هم دا نه ؤ اوریدلي چې مینه څراغ ده. اوس دا ډېره راته په زړه پورې وه چې مینه څراغ نده. زه د همدې لپاره راغلی وم چې لږ پوه شم او سترګې مې خلاصې شي. چې ومې وریدل چې مینه څراغ نده، له ځانه سره مې وویل چې څراغ نه وي نو څه یې کوم. له مینې مې ډار وشو او سملاسي مې خپله کوټه بدله کړه. که څه هم په ښایسته توتکۍ پسې ډېر خپه وم او په زړه مې را اوریدله خو بله چاره نه وه. بیا له بلې غونډې خبر شوم، هلته چې لاړم ویل یې چې « مینه ناروغي ده». زه پوه شوم چې دا د همدې ناروغۍ تاثیر ده چې دومره کړیږم. څرنګه چې زه له ناروغیو ډېر سخت ډاریدم، لدې کوټې مې هم کډه وکړه او ښه لېرې ځای ته لاړم، چې ښکلې توتکۍ بیا هیڅ ونه وینم.
 
      وروسته بیا بلې غونډې ته لاړم. دا غونډه د هغو خلکو په باب وه چې غیر له سابو بل څه نه خوري. دې وینا کوونکي له غوښو سخت وډارولم. ویې ویل چې « دا غوښې، کبابونه او کوفتې ټول زهر دي». له ځانه سره مې وویل چې ما خو پدې غوښو او کبابونو خپل ځان وژلی دی، هله اتاناسه ځان ژغوره کنه لاړې. هرڅه رانه پاتې شول، شوتلې او شنه سابه مې خوراک شول اوبس. دا خو لا څه چې له آلکولي مشروباتو نه مې هم ډډه وکړه، پاکې او سوتره اوبه به مې څښلې، سګرټ او تمباکو مې هم پسې پرېښودل، داسې آرام او ساده ژوند مې پیل کړ لکه یوه سپينه مېږه، مخ مې تک سپین شو، سترګې به مې پړکیدې او داسې به ښکاریدم لکه ډنګر پير یا د پيریانو ملا.
 
      په دې چورت کې وم چې څومره ښه لاره مې موندلې ده، چې په یوه ورځپاڼه کې مې د سابه خوړونکو پر ضد یو مضون ولوستو چې لیکلي یې ؤ چې تر ټولوغښتلي، ښکلي او هوښیار ځناور زمری، پړانګ، لېوه، خرص او داسې نورغوښه خوړونکي ځناور دی، تر ټولو ساده، ډارن او د زړه سوی وړ حیوانات مېږې، سویان، غواوې او داسې نور دي او تر ټولو ساده او خبره منونکي مریان  آس، غويي، فیل او داسې نور سابه خوړونکي حیوانات دي. وروسته له ډېر فکرکولو دې پایلې ته ورسیدم چې دا ډاکتر رښتیا وايي.
 
      بای ستویانه، پدې توګه زه د متضادو فکرونو په ګرداب کې را ګیر شوم. سر له نن ورځې مې ټینګ عظم وکړ چې نور به د هیچا نه آورم، پوی شوې؟ او هغه څه به کوم چې زما روح او زما طبیعت یې غواړي. کیدلی شي چې دا غلطه وي، خو بلا مې ور پسې. دنیا د دې لپاره ده چې سړی ژوند پکې وکړي. ښځې ښایسته دي، واین خوندور دي، ټول ښار د کبابونو بوی په سر آخیستی او زه د لېوني په څېر په سابو پسې ګرځم، راکړه نیم کیلو نور هم او راته کباب یې کړه! غواړم چې بالاخره سړی شم، او سړی بې له غلطیو امکان نلري.