ترهګرو بیا خپل وحشت وښود

    د افغانستان د سوکالۍ، هوساینې، نېکمرغۍ او پرمختګ  دښمنانو په پرونیو بریدونو سره بیا خپل وحشت وښود، ځکه دوی د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند په کمریو سیمه کې د پوهنې وزارت د مامورینو پر لېږدونکي موټر بمي چاودنه وکړه، د دغې چاودنې په پایله کې زموږ دوه هېوادوال شهیدان او اته نور ټپیان شول. همدارنګه پرون مازدیګر ترهګرو د کابل – جلال اباد په لویه لار د سره رود ولسوالۍ اړوند په سبز اباد سیمه کې د محصلینو په هغه لېږدونکي موټر چاودنه وکړه، چې د ملي اردو لیکو ته نوي جلب شوي ځوانان یې پلازمېنې ته د روزنې او زده کړې لپاره لېږدول. د دغه ترهګریز برید په پایله کې ۱۲ ځوان محصلین شهیدان او ۲۴ تنه ټپیان شول. د افغانستان دښمنانو د پرونیو ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره وښودله، چې دوی د افغانستان د پرمختګ دښمنان دي، دوی نه غواړي چې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي او د نورو له احتیاج څخه دې خلاص شي، له همدې امله د پردیو په لمسون عام وګړي، محصلین، د معارف کارکوونکي، ښځې، ماشومان، قومي مشران، زده کوونکي، دیني علما او هر څوک په نښه کوي. ترهګر په حقیقت کې نه یوازې د افغان حکومت، بلکې د افغان ولس دښمنان دي، دوی غواړي د دغو وحشیانه او ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره د خلکو په منځ کې وحشت او وېره خپره کړي، د خلکو ارادې کمزورې او ځانته یې تسلیم کړي، مګر دوی ځکه حماقت کوي چې افغان مېړنی ولس د څو زره کلن تاریخ په اوږدو کې هیڅ زبرځواک ته چې له ټولو امکاناتو، وسایلو او تجهیزاتو سره یې د افغانستان د نیولو او افغان ولس د اېل کولو شومې هیلې او ارادې لرلي دي نه دی تسلیم شوی، نو دغسې یو څو په نسونو وږیو، په تن او پښو لوڅو ترهګرو ته چې د نورو د نانځکو په څېر نڅېږي څنګه تسلیم شي. د افغانستان دښمنان دې په دې پوه شي چې دوی به هیڅ وخت هم د ظلم، ستم، وحشت او زور له لارې افغان ولس د خپلو ناوړه ارادو او غوښتنو تابع نه کړي، ځکه افغانان  تل د خپل هېواد، ولس او خلکو د دفاع په خاطر په مېړانه او اتلواله د پردیو او د هغوی د ګوډاګیانو پر وړاندې جنګېدلي دي. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم د هېواد د دفاع په سنګرونو کې په ټوله مېړانه او زړورتیا د هېواد د دښمنانو پر وړاندې جنګېږي او دوی به تر هغو پورې خپلې برحقه مبارزې ته ادامه ورکړي، تر څو یې چې هغوی د افغانستان له پاکې خاورې څخه نه وي نابود کړي. افغان ولس په ټول قوت د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ولاړ دی، ځکه د امینتي ځواکونو په لیکو کې د دې هېواد رښتیني بچیان دي او دوی د هېواد، دین او خپلو خلکو د دفاع په برحقه مبارزه کې شپه او ورځ ويښ او بیدار دي. د افغانستان دښمنانو چې د هېواد د دغو مېړنیو او اتلانو بچیانو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د مخامخ مقابلې همت او توان له لاسه ورکړی دی، نو ځکه زموږ عام هېوادوال او ملکي مامورین په نښه کوي او دوی غواړي چې له دغې لارې څخه په خلکو کې وېره او وحشت ډېر کړي، مګر دوی په دې نه پوهېږي چې د دوی دغه ترهګریز بریدونه بې له دې چې په ولس کې د دوی پر وړاندې کرکه او نفرت لا ډېر کړي بله هیڅ ګټه نه لري. د افغانستان دښمنان چې په ترهګریزو او وحشیانه بریدونو سره زموږ بې ګناه هېوادوال شهیدانوي، دوی په دنیا کې له شرمندګي او په اخرت کې له سختې سزا مه واره بله هیڅ لاسته راوړنه نه لري، ځکه دوی د پردیو په اشاره او لمسون، له خپل ولس او هېواد سره دښمني کوي او عام خلک په شهادت رسوي.