
ټولنه د انسانانو د راټوليدنې، راکړې ورکړې، همغږۍ او همکارۍ چوپړ دی. دلته داسې ژوند وکړه، چې د خلکو په زړونو کې ځای او په سترګو کې دروندوالی پيداکړې. ځان خلکو په اوږو مه باروه، خلکو ته له ځانه د تيريدو پول جوړ کړه، د ټولنې په منځ کې هغه ټولنيز ارزښتونه ارزښتمن وګڼه، چې نورو خلکو ته ارزښتمن وي، هغه څه چې ستا حيثيت زيانمنوي ترې ځان وساته، دا ټول هغه څه دي، چې ټولنه کې ستا انځور ته ښکلا او محبوبيت وربښي. ستا دغه انځور ستا ملګرو پورې تړلی، که دې ملګري غوره، نېک او په سمه لار روان خلک وو نو طبعا، چې انځور به دې هم د ټولنيز ژوند په هينداره کې روښانه وي، که ته سم خو ملګري دې ناسم وو، په دې پوه شه، چې ستا انځور بيا هم د ټولنې په هينداره کې خچن او پيکه دی؛ ځکه د عمر رضي الله عنه قول دی، وايې: که د يو کس په اړه قضاوت کوئ، نو د هغه ملګري وګورئ، چې کوم ډول خلک دي، دی به هم هماغسې وي.
د ملګرو انتخاب مهمه قضيه ده، بايد هر څوک د خپل ژوند د بقا او پايښت لپاره د ټولنيز ژوند په ملګرتيا کې احتياط وکړي، داسې څوک انتخاب کړي، چې د ده لپاره يو ايډیال او غوره الګو وي. نه داسې څوک، چې لار ورکی، سرګردان او بې هدفه ژوند ولري.
څه موده وړاندې مې د سوشيل ميډيا خپرونو کې د يو روږدي او نشه يې افغان خبرې واورېدې، ويل يې: څلورو ژبو باندې روانې خبرې کوم، د ماسترۍ تر کچې مې زده کړې کړي، په لوړو پوستونو کې په دنده پاتې شوی يم.... خپله کېسه يې په پښتو، فارسي، انګليسي او اردو ژبو باندې کوله، د خبرو په منځ کې يې له سترګو اوښکې روانې وې، ويل يې چې دا هرڅه پر ما د ملګرو د لاسه وشول، ملګرتيا مې له داسې خلکو سره شوه، چې هغوي په هېڅ هم بند نه وو، تر څو چې زه په ځان پوهيدم نو پوډرې شوی وم، اوس مې نه په کور کې څوک پريږدي، نه خپل عمل پريښودلی شم، د خپل ژوند تېره کېسه راته هسې يو خيال ښکاري؛ بيا يې په خيرنو او شليدلو کاليو، ريږديدلي بدن او ببر سر باندې اوريدونکي/ ليدونکي مخاطب کړل او ورته يې وويل: د بدو ملګرو نه ځانونه وساتئ، که غواړئ زما په څېر شئ نو د بدو ملګرتيا وکړئ او که نه د خپلو ملګرو په انتخاب کې دقت او پام وکړئ.
د دغه ويډيو په ليدو مې سترګو کې اوښکې راوخوټيدې، سم د لاسه مې د خپلو ملګرو په کتار د فکر نيلۍ وځغلولې او تجديد نظر مې پرې وکړ؛ د ټولنيز ژوند ملګري که له يو اړخه ستا په غياب کې ستا د ټولنيز ژوند د حيثيت د ښکارندوی دليل دی، له بل اړخه ستا د راتلونکې دنياوې او اخروي ژوند شاتير هم دی، پام کوه!! چې په انتخاب کې ونه ښويېږې !!
کله چې د ليسې زده کوونکی وم، نو پلار به مې همېش رانه د ملګرو د نومونو، ځای، اخلاقو ..... په اړه غير مستقيمې پوښتنې کولې، نه پوهيدم چې پلار مې ولې د ملګرو په اړه دومره زيات پوښتې؟ خو اوس پوه شوم، چې د ليسې په دولس کلن ژوند کې د ټولنيزو ملګرو په کنټرول او انتخاب کې زما د پلار همکاري له ماسره زما د ژوند په شفاف انځور کې څومره مرسته کړې، هغه محال زه نه پوهيدم، نو پلار متوجه کولم !!
ډیری زامن د خپل پلار سره وران وي. وايې، چې د ملګرو سره د ازاد ژوند، چکر او بنډارونو اجازه نه راکوي، خو په دې نه پوهيږي، چې پلار يې دا کار له ده سره د ظلم او تيري په نيت نه کوي، بلکې په ده يې زړه سوزي او راتلونکې ته يې ژړيږي. مقوله ده وايې چې: هېڅ زوی د پلار نه، نه شي هوښياريدلی. نو که پلار ستا په ذهن کې هر څومره بې سواده او نالوستی وي، خو بيا له تانه ستا په ژوند ښه پوهيږي، که د ملګرو په اړه درته توصيه کوي، ورسره يې منه !!
د ټولنيز ژوند لپاره داسې ملګری غوره کړه، چې ستا په درد ودرديږي، ستا راتلونکې له تيارو راوکاږي، شخصيت جوړونې کې درسره ملاتړی شي او په نيغه لار دې روان کړي، نه هغه ملګری چې د تباهۍ کندې ته دې په غړيدلو سترګو ټيل وهي.