
ډیوه ډیوه شوې د تیارو منځ کې د لارې وکړې
سترګې در واوښتې د زړو منځ کې د لارې وکړې
ستا تصویرونه دی د ډیرو په لیمو کې پاتې
اشنا د څومره آينو منځ کې د لارې وکړي
اوس د یاغي نظر ته موم دي کاڼي کاڼي زړونه
لکه اوبه دغرو رغو منځ کې د لارېو کړې
ګلابه ستا په ګل څیره کې درنګونو نښې
ګلابه څه دسرو لمبو منځ کې د لارې وکړې
بیلتونه تا زموږ ترمنځه هم کلونه تیر کړل
لکه نفاق د پښتنو منځ کې د لارې وکړي
ته لکه درد ته لکه څړیکې له کلو راهسې
دعمرخیل دپرهرو منځ کې د لارې وکړې
کابل
افغانستان