د ښځو حقونه دې بنسټیز شي

  د ولسمشرۍ ټولټاکنو په ورځو کې یوه ورځ ولسمشر غني ته چې په شمشاد تلویزیون کې یې بحث درلود له هلمند څخه یوې ښځې زنګ وکړ او وې پوښته چې ته به ښځو ته څه وکړې؟ هغه ځواب ورکړ، زه به کوښښ وکړم د خپل حکومت پرمهال ټول هغه حقونه او اسانتیاوې ښځو ته ورکړم کومې چې اسلام څوارلس سوه کاله دمخه هغوی ته ورکړې وې. بیا یې د بي بي خدیجې مثال راوړ چې هغه د وخت لویه تاجره وه او د تجارت حق یې درلود. زموږ او ستاسو لويه نېكمرغي او بريا په  دې كې ده چې يو اسلامي امت او مسلمانه ټولنه يوو. ځكه د اسلام سپېڅلى دين د ژوند په هره برخه كې موږ ته څرګندې  لارښوونې لري. د هغو پيروي زموږ دنيوي او اخروي كاميابي او سرلوړي ده. اسلام د اعتدال او منځلارۍ دين دى،موږ ته ښايي چې له افراط او تفريط دواړو څخه ځانونه وژغورو، ځكه موږ  او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو ته ورپېښې ګڼې ستونزې د تېرو دېرشو كلونو د افراط اوتفريط زېږنده دي. موږ له نېكه مرغه پرېمانه ملي افغاني دودونه لرو چې په  هغو كې د مېرمنو لپاره  فوق العاده درناوى اوحيثيت موجود ده لكه د شخړو پرمهال په مېرمنو لاس نه پورته كول د جرګو او ننواتو پرمهال د مېرمنو په درناوي بښنه او داسۍ نور او د دغو ملي دودونو ښه والى په دې كې دى چې داسلام له  مقدس دين سره پوره مطابقت لري، بله ښېګڼه مو داده چې د اساسي قانون په ګډون مو ټول  قوانين د اسلامي قوانينو، نورمونو او لارښوونو په رڼا كې جوړېږي. د اسلام سپېڅلي دين مېرمنو ته ګڼ حقونه وركړي دي. د ښځو ژوند، حيثيت او عزت يې تضمين كړى دى. همدغه د اسلام  مبارك دين وو چې د نجونو د ژوندي خښېدو مخه يې ونيوله،د اسلام د مبارك  دين  له بركته ښځه د ژوند ښه ملګرې او  د كور ډيوه وګڼل شوه. كه  اسلامي تاريخ ته ځير  شو، نو مېرمنو په هغه كې كارنده رول لرلى دى. حضرت خديجه الكبرى لومړنۍ  مېرمن وه چې د اسلام په سپېڅلي دين مشرفه شوه او د دې تر څنګ د همدې مباركې بي بي په پيسو اوشتمني ګڼ غلامان ازاد اود اسلام په سپېڅلي دين مشرف شول. حضرت عايشه صديقه (رض ) لومړنۍ مېرمن وه چې د نبوي احاديثو په انتقال كې يې ستره ونډه واخيسته او حضرت  بي  بي فاطمه الزهرا رض د نبي  كريم ص لور بي بي هم د اسلام له هغو عالي مېرمنو څخه  ده  چې ډېرې كارنامې لري. د همدغه اسلامي تاريخ په پاڼو كې لولو چې بيبيانو له صحابۀ كرامو سره د  ټولنيز ژوند په لوړو او ژورو  كې ډېرې ستړې ګاللي. د ژوند ډېرې سختې او ستونزې يې په ګډه  حل كړي دي. د بېلګې په توګه كه صحابه كرام له تورو سره د غزا ډګر  ته تللي، نو بيبيانو ورسره خواړه او اوبه  اخيستي دي. د غزا په  ډګر كې يې د همغه مهال له دود درملو سره سمه د ټپيانو درمنله كړې، د حق د لارې لارويانو ته يې خواړه او اوبه برابركړي دي. همدارنګه زموږ افغاني تاريخ هم داسې ډېرې څرګندې بېلګې لري چې د پېړيو په اوږدو كې مېرمنو د خپلو وروڼو سره اوږه  پر اوږه د ژوند ښې او بدې ګاللې دي، د ميوند په ډګر كې د اتلې ملالۍ اتلواله يې ښه او څرګنده بېلګه ده. له پورتنيو بېلګو څخه مې موخه داده چې نه اسلام او نه هم زموږ ملي دودونه دښځو پر وړاندې داسې څه لري چې د ښځو له حقونو او ټولنيز ژوند سره  دې په ټكر كې وي. موږ ته ښايي چې خويندو او مېرمنو ته هم د وروڼو په څېر د ژوند، روغتيا، زده كړې او كار كولو اسانتياوې برابرې كړو او د دوی حقونه بنسټیز کړو. اوسنی حکومت کوښښ کوي چې هم ښځو ته درناوی ډېر کړي، هم دوی ته هغه مقام او منزلت ورکړي کوم چې د اسلام مبارک دین ورکړی دی او هم ښځو ته د زده کړې تر څنګ د کار زمینې زیاتې کړي ، ځکه په بېلابېلو برخو کې یې فعالې ښځې په دندو ګومارلي دي او لا هم کوښښ کوي چې د په رهبري او مهمو څوکیو د ښځو شمېر نور هم ډېر کړي.