ایا مینه ګناه ده؟

 
دا چې ایا مینه ګناه ده او که نه؟  اول راځو مینه پیژنو چې مینه څه ته وایی؟
مینه یو عاطفې احساس دی چې په یو انسان کې پیدا کیږي یا مینه یوه فطرتې ناره ده. مینه د الله ج له لوری یوه تخفه ده چې خپلو خاصو بنده ګانو ته یی ورکوی.مینه کسبی نه ده بلکې مینه فطرتی ده. مینه د یو چا پورې محدوده نه ده بلکې د مینې ورشو ډیره پراخه ده د هر چا لپاره پکې برخه شته دی.
محمد غنی فاروقی وايي: «چې مینه د حقیقت ګاڼه ده. مینه د ژوند لار کې تیارو لپاره رڼا ده.»
مینه ډیر ډولونه لری مثلا د مور او پلار سره مینه، د الله ج سره مینه د رسول الله ص سره مینه خو په عام اصطلاح مینه په دوه ډوله ده:
اول: اختیاری مینه:  هغه ډول مینه ده چې یو انسان یی اختیارتً د یو چا سره لری مثلا د مور او پلار سره مینه د الله ج سره مینه ...
محمد ص فرمایی:  له تاسي څخه هیڅ یو کامل مومن نه شي کیدای تر څو د خپل ځان، مور او پلار،مال، دولت له هر څه څخه له ما سره زیاته مینه ونه لری.
رسول الله ص انسان د مینې مرکز بللی او فرمایی مومن د مینې مرکز دی، هغه کس کې هیڅ خیر نشته چې مینه نه کوی او یا ورسره څوک مینه نه لری.
صحابه کرامو رض د رسول الله سره بی حده مینه لرله. له عبدالله بن مغفل رض وایی،یو سړی رسول الله ص ته وویل:  ای د الله رسوله!  زه له تا سره مینه لرم.
رسول الله ص ورته وفرمایل په هغه څه کې چې تا وویل سوچ وکړه.
بیا هغه سړی وویل: زما دی پر الله ج باندی قسم وي چې زما له تاسره محبت دی(دغه جمله یی درې ځل تکرار کړه) .
رسول الله ورته وویل: که ته له ماسره محبت لری نو د فقر لپاره ځان تیار کړه.
له دی نه معلومیږی چې صحابه کرامو رض د محمد ص سره د حد نه زیاته مینه لرله. کله چې به محمد ص خبرې کولی نو صحابه کرام رض به په ادب خاموش ورته ناست وو.
همدارنګه محمد ص د خپل صحابه کرام رض هم مینه لرله .
هر یو صحابه کرام رض به فکر کاوه چې زه ورته تر ټولو څخه  ګران یم عمرو بن العاص رض وایی: چې رسول الله ص به له ماسره په دومره مینه او پاملرنه خبرې کولی او دومره خیال به یی ساته چې زما دا خیال شو ،ښایی زه په خپل قوم کې تر ټولو غوره سړی یم.
رسول الله ص د ماشومانو سره د حد نه زیاته مینه لرله په تیره د حسن رض او حسین رض سره یی بی حده مینه وه. یوه ورځ محمد ص لمونځ ادا کولو کله چې سجدې ته کښته شو نو حسن او حسین رض ورته په اوږو سپاره شول. د الله رسول ص تر هغې وخته په سجده وو چې تر څو هغوی کښته شول. ددی څخه جوتیږی چې محمد ص د ماشومانو سره مینه لرله.
 
دوهم: غیری اختیاری مینه : هغه کشش ته ویل کیږی چې بی اختیاره د انسان په زړه د بل چا سره پیدا شي. لکه د مور مینه د زوی په لیدو سره یا د یو انسان مینه د بل انسان سره د حسن او ښایست په وجه پیدا شي مثلا یو هلک یوه جلۍ ووینې چې ډیره ښکلې وی د هلک مینه له جلۍ سره پیدا شي خو دغه مینه پاکه وی دلته زړه کې عاطفه رامنځ ته کیږی که څه هم پرمختللی ډاکتران دا یو مرض بولی خو اسلامی عالمان ددی لپاره مختلف نظرونه لری ځنیو روا ګڼلی ځکه چې دا ډول مینه او محبت په هغه انسان کې پیدا کیږی چې طبیعت یی سالم او لطیف وی. محبت عقل او ذهن روښانه کوی نو د کوم چا چې عقل سالم نه وی هغه د محبت له درجې بی برخې دی.
ځینو عالمانو بیا ناروا ګڼلی وایی چې د محبت په وجه عاشق معشوقې ته د حد اوچته درجه ورکوی خپل سر د معشوقې په پښو کې ږدی او ځان د معشوقې غلام ګرځوی.
ابن جوزی رح وایی چې عشق تر هغه وخته پورې د مدحې او ثنا صفت دی ترڅو د افراط تر حده ونه رسیږی یعنی د عاشق څخه افراط ونه شي چې ځان د معشوقې غلام ونیسی د هغه په عقل منفې اغیز وکړی د ماحول څخه یی ناخبره کړی.
رحمن بابا عاشق د پلار سره تشبیه کړی وایی:
پسران دی عار زما له عشق نه که
پاک عاشق پدر پسر درې واړه یو دی.
 
ګورو چې رحمن بابا دلته عاشق پلار او زوی یو شان ګڼلی نو د څنګه چې د پلار مقام اوچت دی نو همدا شان د عاشق هم خو عشق باید پاک وی او د افراط تر حده ونه رسیږی.
 
لنډا دا چې محبت او مینه د یو انسان زړه کې بی اختیاره پیدا کیږی پخپل ذات کې ګناه نه ده .
جبران خلیل جبران وایی( هغه کیمیاګر چیرته دی چې د خپل ځان له عنصرونو څخه یو مقدار لوریینه، درناوی، شوق،سوز،حیرت او بښنه راواخلی بیا یی سره یو ځای کړی، چې داسی ګوهر ورڅخه جوړ شي، چې د عشق نوم ورباندی کیښودل شي.)
محمد ص فرمایی مینه سترګې ړندوی او غوږونه کڼوی.
یو عاشق خپله معشوقه د عشق په اوچت مقام کې وینی هغه ته د زړه په تل کې ځای ورکوی. دخپلې معشوقې په لیدلو سره د سکون او راحت احساس کوی کله چې خپله معشوقه ونه وینې نارامه او ناراحته وی حتی عاشق د خپلې معشوقې پسی اوښکې تویوی.  عشق درې مرحلې لری:
اوله مرحله: مبتلا کیدل:
په دی مرحله کې لکه چې وویل شول یو انسان په ناڅاپې ډول د یو چا په مینه مبتلا کیږی هغه د حسن یا ښایست، د سترګو غټ والی،توروالی یا د اوجود منظم والی یا... له وجې یا له بل څه .
 
دوهمه مرحله:   د مینې اظهار :
دا مرحله د اولې مرحلې په نسبت سخته ده. کله چې یو انسان عاشق شو نو هغه د عشق په درد ځوریږی دا درد یوازی عاشق احساس کولی شی. په دی وخت کې عاشق دوه زړه کیږی چې څنګه د محبت اظهار مقابل جانب ته وکړی.  له ډیر فکر وروسته اظهار کوی.
دریمه مرحله:  وصال یا بیلتون:
تر ټول سخترینه مرحله ده کله چې انسان د خپل عشق اظهار وکړی شاید د منفې جواب سره مخامخ شی چې سخت حالات دی او یا شاید مثبت ځواب ووینې .
کله چې عاشق خپل عشق ته ورسیده نړۍ ورته نوی ښکاری هرڅه ورته تر او تازه وی ځکه د عشق درد له هر څه سختر دی دا درد درمل نه لری صرف د معشوقې په لیدلو ارام کیږی خو که چیرته سره جدا شول نو د خودکشی امکان هم وجود لری. د عشق په اړه پخوانې کیسې مهمې بیلګې دی د مثال په ډول د مومن خان او شیرنو.طالب جان او ګل مکۍ و...
عشق او محبت تر منځ توپیر:
عشق د عشقه د کلیمې نه اخیستل شوی دی او هغه بوتي ته وایی ،چې د نورو نباتاتو په وجود ځان نښلوي او د هغه له بدن څخه ګټه اخلي. عشق او محبت تر منځ غټ توپیر وجود لری.
عشق هغې ته وایي چې شهوت ولری مثلا کوم چا سره چې عشق لری نو زړه به دی غواړی هغه لمس کړی.
محبت هغه عاطفه ده، چې له شهوت څخه لری وی. که چاسره محبت لری نو ستاسي زړه نه غواړی چې هغه لمس کړی.
د عشق نښې:
اول: چا سره چې عشق لری نو خبره ورته صفا نشي کولی. خبرې به دی نښلی.
دوهم: چا سره چې عشق لری نو د هغه په لیدو به دی رنګ ژیړ او ورخطا به وی.
دریم:  چا سره چې عشق لری نو له به شرمیږی او هیڅکله به د زړه خبره ورته په اسانۍ ونه کړی.
د محبت نښې:
اول: له چاسره چې محبت لری نو هره خبره ورته مستقیما کولی شي.
دوهم:  چاسره چې محبت لری نو به لیدو به یی خوشحالیږی او مخي ته به ورځي.
دریم: چاسره چې محبت لری نو د زړه خبرې به ورته کوی.
عشق د مختلفو خلکو په نظر:
د کشتۍ چلوونکې په نظر عشق:
هغه کښتۍ ده چې د باد څپو د دریاب په منځ کې لاهو کړی وی او ماڼو یی د غاړې پوری وتو هڅې کوی.
د ملا په نظر عشق:
هغه لمونځ دی، چې یو ځل نیت وکړی نو څلور اړخ درته نه ښکاری.
د دهقان په نظر عشق:
هغه کښت دی،چې کله ثمر ته ورسیږی او ږلۍ یي ووهي.
د عاشق په نظر عشق:
د دردونو پړاو عشق دی.
لکه څرنګه چې ذکر شول یوازی هغه محبت ګناه نه لری چې افراط پکـې ونه شي اما که افراط وشی بیا ګناه لری.