
دغه له درده ډکې شېبې چې اوس پکې زه اوته بې داوښکوتويولوهيڅ نه لرواوپه سوو اوسړواوښکويې لمانځوماته ډېرې پخوايادې وې اوتاته مې هم څوځلې يادې کړې وې .خوته هغه مهال دنوې مينې په خوږوکې داسې ورکه وې چې زهن ته دې يوه شېبه هم پدې اړه دسوچ اوفکرموقع ورنکړه . مادرته هماغه مهال چې ټوله نړۍ ديوې نوې مينې دوصال په رنګينوټالونوکې ځنګېده وويل چې يوه ورځ به خامخا هم دبيلتون څپېړې ددواړومخونوته راورسېږي اودارنګينې شېبې به دلاله دپاڼوپه څېردسيلۍ له کمزورې څپې سره ورژېږي .
خوبياهم ستا دزړه په قاموس کې دبيلتون کلمه بې مانا وه اودغه شېبې چې د يوه اوبل نه مو په سترګو دمينې اومننې پردې ولاړې دي تا نه وه حس کړې اوس مجبوريو چې يواوبل دتل لپاره هېرکړواويوازې په زړونوکې دژوند دهغوشپو ورځويادونه وساتوچې دواړو پکې څوشېبې دمينې دصحراپه لورقدم وهلى وو.
زه تانه ملامتوم هغه اوښکې چې ته يې اوس له ډېره درده دخداى پامانۍ په شېبوکې تويوې ستاد پښمانۍ اوښکې نه دي بلکې دمننې هغه سپېڅلې نظرانه ده چې په خپل زړه کې دغلې مينې دوروستۍ ډالۍ په توګه يې ته ماته راکوي .
يوسيلاب وړى چې دسمندرله ياغي څپوستړى ستومانه شي اونيم ژوندا ى دساحل په شګوپرېوزي نودمرګ له دغه ترخې تجربې وروسته يوځل بيادژوند ټولورنګينوته غاړه ورکوي، مينه ورسره کوي اوغواړي چې دمرګي يادونه دتل لپاره له زهنه وباسي .
ماهم دهمدغه سيلاب وړي په څېرستا دزړه ډالۍ دمينې دساحل په غاړه ترلاسه کړه خوداسې مهال چې له پخوامې دغه ساحل ته ديوه نوي مېلمه دراتلولارې څارلې سهاراوماښام به مې سترګې دسمندرياغې څپوته نيولې وې .
اوس بايد دفطرت پرېکړې ته هم په همداسې بې سارې مينه اودرناوي غاړه کېږدو دژړااوسلګوپه ځاى دهغه چاپه وړاندې دتعظيم سرونه ټيټ کړوچاچې زمااوستا په ساه اوزړونوکې دمينې اوانسانيت نه پناه کېدونکې زرينې وړانګې وشيندلې اوهغه مقام ته يې ورورسولوچې نن دواړه ځانونه يودبل له مينې اودرناوي پوروړي ګڼو.
ماچې دمينې اودرناوي څه الفاظ لرل ستاسوحضورته مې وړاندې کړل نورغواړم چې دخپل زهن په کروندوکې دهمدغه سترذات لپاره دمننې دالفاظوزړي وشيندم اوبيايې دهغه مبارک په حضورکې دګلونوپه بڼه مننې دډالۍ په نوم وړاندې کړم .
٤\\١\\١٣٨٨
جلال اباد ښار