
زده کړه د زړونو او ذهنونو رڼا ده. ژوند ته مانا او ارزښت ورکوي. چلند او خویونه مو سموي. مینه، عاطفه، خوږلني او خواخوږي پنځوي. په ښه او ناښه مو پوهوي، حق او باطل راپېژني. د پرمختګ او بریا هسکو ته مو رسوي. دیني، اخلاقي او ملي ارزښتونه له یوه نسل څخه بل ته لېږدوي. سوله او نېکمرغي هم په زده کړه کې نغښتې ده. د علم پر مټ ځان او خدای پېژندلی شو. الهي اوامر او خپل مسوولیتونه درک او پر ځای کولی شو. خپل ځان، کورنۍ، ټولنې، ولس ، هېواد، دین او بشریت ته د خدمت ښه لاره همدغه زده کړه او تعلیم دی. د اسلام سپېڅلی دین د علم خاوندان د پیغمبرانو وارثان او ځای ناستي بولي. ټول علم او زده کړې ته هڅوي. نبوي ملغلرې هم د علم زده کړه د ټولو فرض ګڼي او پر ټولو له زانګو څخه تر ګوره د زده کړې سپارښتنه کوي. په قرانکریم کې د علم ستاینه او صفت تل په هغو ځایونو کې راغلې چې تر هغه مخکې د الله جل جلاله د قدرتونو، د مخلوقاتو د عظمت او د کایناتو د پراختیا ذکر راغلی وي. له همدې معلومه ده چې د قدرتونو، مخلوقاتو او کایناتو په باب پوهه همغسې علم دی لکه د دیني مسایلو په باب چې فقه علم دی. علم په دین کې فرض دی او د هر ډول علم یادول فرض دي د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامیې ۲۶ مه او د اساسي قانون ۴۳ماده ښوونه او روزنه د ټولو حق ګڼي. د ماشومانو د حقونو کنوانسیون چې افغانستان هم تصویب کړی دی، ښوونه او روزنه د هر ماشوم حق ګڼي. همدغه کنوانسیون والدینو ته د خپلو اولادونو لپاره د دوی په خوښه او ژبه ښوونه او روزنه او ښوونځی لرل د هغوی حق بولي. د همدغه حق او په مورنۍ ژبه د زده کړې د ښېګڼو او ارزښت له پلوه والدین، دیني علما، روحانیون، مشران او د معارف سیمه ییزې شوراګانې دنده لري چې د پوهنې وزارت په مورنۍ ژبه د زده کړې اسانتیاو برابرولو ته وهڅوي. په هغه ژبه چې ماشومان له مور، همزولو، ټولګیوالو او د لوبو له ملګرو سره پرې خبرې کوي، ځكه په مورنۍ ژبه زده كړه هغوى ته اسانه وي، درسونه ښه او ژر زده کوي. فکر یې سمه وده کوي. وړتیاوې یې غوړېږي او اغېزمنه زده کړه کوي، خوکه د ماشوم د لوبو، خبرو او زده کړې ژبه سره توپیر ولري، یانې ښوونځی، ښوونکی او کتاب په مورنۍ ژبه نه وي، نو ماشوم له یوې لویې ستونزې او ننګوونې سره مخامخېږي. داسې ستونزه چې ماشوم یې په کوچني ځان د زغملو وس نه لري، له زده کړې او ښوونځي زړه توری کېږي او ښوونځی پرېږدي،ځكهنو وایي چې له ښوونځي څخه د ماشوم د ژبې اېستل، له ښوونځي څخه د ماشوم د اېستلو په مانا ده. نوی ښوونیز کال تازه پیل شوی دی، نو هېوادوالو ته ښایي چې خپل اولادونه (لوڼې او زامن)لاس نیولي ښوونځي ته بوځي. د ښوونځي له چاپیریال سره یې بلد کړي، د دوی وېره لیرې کړي، تر څو زده کوونکي په هغه چاپیریال کې ځانونه ډاډمن احساس کړي. د زده کوونکو د زده کړې د بهیر په ښه والي کې والدین فوق العاده رول لري، نو په دې هیله چې کورنۍ په دې برخه کې بې غوري ونه کړي او د خپلو ماشومانو زده کړې ته دې تر بل هر څه زیات ارزښت ورکړي، ځکه څومره چې د کورنۍ پاملرنه ډېره وي، نو همغومره ماشومان زده کړې ته زیات هڅېږي.