د ګلدانۍ بیه

 
د ګلدانۍ بیه
په زړه پورې کیسه :
ژباړن : عطا محمد میاخېل
یوه سړي په یوه نندارتون کې ګلدانۍ پلورلې، یوه ښځه ور نږدې شوه او د هغه توکي یې وارزول، ځینې یې دومره ښکلي نه وو، خو ځینې نور یې په ډېر ښکلي ډول جوړ شوي وو. ښځې د ګلدانیو د بیې پوښتنه وکړه، پوه شوه، چې د ټولو بیه یوه ده، نو ډېره حیرانه شوه، وې پوښتل : ولې نقش لرونکې او ساده ګلدانۍ په یوه بیه دي ؟ د هغو ګلدانیو له پاره چې ډېر زحمت پرې ایستلی او ډېر وخت دې پرې ضایع شوی، ولې د هماغو ساده ګلدانیو پیسې اخلې ؟
پلورونکي ځواب ورکړ : زه هنر مند یم، د هغو ګلدانیو پیسې اخلم، کومې چې جوړې کړې مې دي، ښکلا وړیا ده .