له تیارې څخه وېره

کابو ټول ماشومان له تیارې څخه وېره او ډار لري، غواړو د دې وېرو په لاملونو پوه شو او د درملنې لارې چارې یې ولټوو. په دې برخه کې اغېزمنې روغتیایي سپارښتني څه دي، آیا له تیارې څخه وېره د ماشوم په چلند کې کومه ښه نښه ده او که نه ؟  
هغه پوښتنې چې ډېری ماشومان یې د ویده کېدلو پرمهال له خپلو والدینو څخه کوي عبارت دي له:
۱ـــ آیا کولای شم د ویده کېدلو پرمهال د کوټې څراغ روښانه پرېږدم ؟
۲ـــ آیا د تیارې پرمهال زما په کوټه کې وېرونکې فضا را منځته کېږي ؟
۳ـــ آیا په تیاره کې زما کوټې ته بلاوې راځي ؟
۴ـــ څنګه پوه شم، چې په ما پسې بلاوې نه راځي ؟
   کوچني ماشومان ښایي په خپلې پیاوړې تخیلي قوې سره، له پامه غورځېدلی هر ذهني انځور په یوه وېرونکي څیز بدل کړي او اړینه ده، چې له دې وېرې سره په ډېر حساسیت چلند وشي، تر څو د اوږد مهالو ستونزو له را منځته کېدو څخه مخنیوی وشي.

  په ډېری آسانۍ کولای شئ، په تیاره کې هر وېرونکی څیز انځور کړئ او ستروالی د خیالي وېرو په وړاندې خوندیتوب نه را منځته کوي. په دې اساس د حیرانتیا خبره، نه ده چې ځینې ماشومان له تیارې ارواوو او نورو... څخه ډارېږي، ماشومان فعال تخیلي ځواک لري او تر کومه چې په هغوی پورې تړاو لري، دا ټول موجودات واقعي دي، ځکه له واقعیت څخه د خیال جلا کول د هغوی له پاره ستونزمن کار دی. په دېوال باندې سیوري او د زینو ( پوړیو ) زنګهاری، ستاسو ماشوم په دې باندې باوري کوي، چې وېرې یې بې څه نه دي.

   په وېروونکو ټلویزیوني خپرونو، فلمونو او دغه راز په ډاروونکو کیسو باندې ډېر پام ساتئ، ښایي ستاسو په ماشوم کې په ناببره توګه غیر منطقي وېرې را منځته کړي، حتا مسخره او هغه کسان چې ماسک یې اغوستی وي هم کولای شي، د هغه ماشوم ذهن پرېښانه کړي، کوم چې وېرې ته چمتو دی.

  له تیارې څخه وېره د ځیرکۍ او هوښیارتیا نښه ده، نه د حماقت او بې عقلۍ، په دې اساس هېڅکله په وېرېدونکو ماشومان باندې ملنډې مه وهئ. خپل ماشوم ته د ډاډ او آرامتیا بښلو له پاره د لارو چارو په پیدا کولو سره، له هغه سره مرسته کوئ، ترڅو په خپلو وېرو باندې غالب شي.

  دا لار چارې کېدای شي، د ماشوم د خوب په کوټه کې د خوب د بې خطره څراغ ځوړندول او یا هم د دهلیز د څراغ روښانه پرېښودل وي، له دې سره سره کولای شئ کله وخت، ترڅو چې ماشوم ویده کېږي، له هغه سره واوسئ. د دې ټولو کارونو د ترسره کولو له پاره چمتو واوسئ، ترڅو ماشوم مو په کافي اندازه د خوندیتوب احساس وکړي او پرته له وېرې ویده شي او په پایله کې له وېروونکو شپني خوبونو سره لاس و ګرېوان نه شي.

  یا دا چې د مثبتې تګلارې په مرسته کولای شئ، د هغو ښو پېښو په اړه ورسره خبرې وکړئ، کومې چې مخکې را منځته شوې دي یا د هغو له شور او ولولو ډکو پېښو، لکه د زېږون ورځ او رخصتیو په اړه پروګرامونه طرحه کړئ.

  یوه بله مناسبه تګلاره، چې ستاسو د ماشوم ذهن ته د وېروونکو افکارو له هجوم څخه مخنیوی کوي، له ویده کېدلو څخه مخکې د هغوی د خوښې وړ موسیقي ته غوږ نیول دي.

  ډېری ډاروونکې خاطرې، له تیارې څخه را پیدا شوو وېروونکو خیالونو څخه سر چینه اخلي، ستاسو ماشوم نه شي کولای، چې بیان یې کړي او تاسو هم هېڅکله هغوی نه شئ درک کولای، نو یوازې د خپل ماشوم وېرې ته درنښت وکړئ او تل له هغه سره همدردي وکړئ، هغه ته ډاډ ورکړئ. خپل ماشوم ته اجازه ورکړئ، چې ستاسو په څنګ کې ویده شي یا د شپې لومړۍ برخه ستاسو په خوب ځای کې تېره کړي، ترڅو هغه شوک او وېره ترې لرې شي، له کومې سره چې لاس و ګرېوان دی ( البته له دې تګلارې څخه باید په بیړنیو حالاتو کې کار واخیستل ) وروسته له دې چې په خپل نفس باندې یې اعتماد تر لاسه کړ، کولای شي بېرته خپلې کوټې ته لاړ شي.

له تیارې څخه د وېرې په اړه د ماشوم پوښتنو ته د ځواب ورکولو څرنګوالی:
ـــ آیا د هغې ټلویزیوني خپرونې ارواوې واقعي وې ؟
ـــ څنګه ډاډه شم، چې زما له کوټې څخه بهر څوک نه شته ؟
ـــ آیا ارواوې کولای شي ماته زیان را ورسوي ؟

دوه تر څلور کلنو ماشومانو له پاره ځواب:
  ته کولای شې د خپلې کوټې څراغ روښانه پرېږدې یا زه ستا له کوټې څخه بهر څراغ روښانه پرېږدم. مه خواشینی کېږه، هېڅوک نه شي کولای، چې تاته زیان در ورسوي، مور او پلار دې دلته دي، د دې له پاره چې ډاډه شې زه تاته نیږدې یم او تر یوه وخته له کوټې څخه بهر تا سره غږېږم. اوس ووایه شپه په خیر مور جانې او پلار جانه، ترڅو موږ هم تاته شپه په خیر ووایو.

څلور تر شپږ کلنو ماشومانو له پاره ځواب:
   د ارواوو او جادوګرو په څېر هېڅ څیز واقعیت نه لري، هغوی په کیسو کې یوازې خیالي څیزونه دي، خو حتا په کیسو کې هم هغوی تل بد نه دي. په هر حال دا چې واقعي نه دي، نو هېڅکله نه شي کولای، چې په تیاره کې موږ پسې راشي، که چېرې ته په څېرو او ارواوو باندې باور ونه لرې، هغوی نه شي کولای، چې تاته زیان در ورسوي، دا ډول نه ده، خو که چېرې اندېښمن یې، نو په دې باندې پوه شه، چې موږ تاته نیږدې یو او هېڅ امکان نه لري، چې څوک زیان در ورسوي.

شپږ تر اته کلنو ماشومانو له پاره ځواب:
  ستا په کوټه کې هېڅوک نه شته، را ځه چې لاړشو او وې ګورو، اوس یې دروازه تړو، ترڅو ډاډه شو، چې هېڅوک نه شي کولای ستا کوټې ننوځي اوس د تخت لاندې او د پردې شا ګورو، ترڅو ډاډه او آرامه شې.