بیا هم تا غواړم

(ژباړه)
تل هڅه وکړئ، کوم څه چې غواړئ، نو تر لاسه یې کړئ. یوه ورځ یو ښکلی هلک له یوې نجلۍ سره د چټ کولو  په حال کې و، له دوو میاشتو تېرېدو وروسته، هلک له هغې سره ډېره زیاته مینه پیدا کړه، خو نجلۍ ورته وویل: ( غواړم تاسو ته یو راز ووایم. ) هلک وویل: (اورم یې.)
نجلۍ وویل: پیټره! ما غوښتل، چې په هماغه لومړیو کې تاسو له دې موضوع څخه خبر کړم، خو نه پوهېږم، چې ولې مې ونه ویل، که رښتیا درته ووایم، زه له هماغه کوچینوالي څخه شله ( فلجه ) ومه او ښکلې هم نه یمه، د دې دوو میاشتو له امله واقعاً له تاسو څخه بښنه غواړمه.
پیټر وویل: ستونزه نه شته.
نجلۍ وپوښتل: ته اوس خواشینی نه یې؟ پیټر وویل: اندېښمن په دې نه یم، هغه نجلۍ، چې ټول اخلاق یې له ماسره سمون خوري شله ده، خو خواشینی په دې یمه، چې په هماغه لومړۍ ورځ یې ولې ماته رښتیا ونه ویل، خو ستونزه نه شته، زه بیا هم تا غواړمه. نجلۍ په ډېرې حیرانتیا وویل: یانې ته بیا هم غواړې، چې له ما سره واده وکړې؟
پیټر په ډېرې آرامتیا او مسکا سره، چې د ټیلیفون تر شاه یې درلوده وویل: هو زما مینې. نجلۍ وپوښتل: ډاډه یې پیټره؟ پیټر وویل: هو همدا اوس هم غواړم تا ووینم. نجلۍ په ډېرې خوشالۍ ومنله او پیټر له خپل زوړ او پخواني موټر سره، چې یوه ګېډۍ ګلان هم ورسره ول، ټاکل شوي ځای ته لاړه، خو هر څومره، چې په تمه پاتې شو، نجلۍ رانغله، مګر یو ساعت وروسته د پیټر موبایل وشرنګېده.
نجلۍ وویل: سلام، پیټر هم د سلام ځواب ورکړ او ورته وې ویل: اوس چېرته یې؟ نجلۍ وویل: راځمه، خو پیټره! دا راته ووایه، چې کوم تصمیم دې نیولی، پر خپل تصمیم باندې ډاډه یې؟ پیټر وویل: که چېرې ډاډه نه وای، نو دلته به نه راتلم زما مینې. نجلۍ وویل: اخ پیټره. پیټر وویل: اخ نه لري، ژر راشه، چې زه په تمه یم او د ټیلیفوني اړیکې پای.
له دوو دقیقو تېرېدو وروسته یو نوی ماډل موټر، چې د بنز شرکت وروستۍ لاسته راوړنه وه، د پیټر تر څنګ ودرېده، نجلۍ د موټر ښیښه ټیټه کړه او له اوښکو ډکو سترګو یې هغه هلک ته کتل، پیټر چې حیران او غلی ولاړ و، یوازې په ډېر تعجب سره یې هغې ته کتل. نجلۍ له اوښکو ډکې مسکا سره هغه ته وویل: موټر ته وخېژه زما ژونده.  
پیټر چې لا یې هم باور نه شو کولای، وویل: ته شله نه وې؟ ته بېوزله او بدرنګه نه وې؟ نو... نجلۍ وویل: هېڅ، یوازې موټر ته وخېژه. پیټر موټر ته وخوت، نجلۍ ته یې مخ ور واړاوه او وې ویل: زه همدا اوس توضیحات غواړم. اوس، نو هغه نجلۍ له انجلینا بنټ پرته بل څوک نه وه، کومه چې د نړۍ لسمه شمېره شتمنه ښځه ده، چې له دې پېښې وروسته یې رسنیو ته وویل:
هېڅ مه نه شو کولای، چې خاوند وټاکم، چې ما د خپل ځان په خاطر مې وغواړي، ځکه ټول زما له مالي وضعیت څخه خبر وو او نه مې شو کولای، چې خطر ومنم، نو د همدې له پاره مې هوډ وکړ، چې په یو ورک نومي برېښنا لیک سره د چټ نړۍ ته ننوځم، درې کاله وخت یې ونیوه، ترڅو زه پیټر پیدا کړم، په دې اوږده موده کې به مې چې هر چاته ویل، چې زه شله یمه، نو په ډېرې خوا خوږۍ سره به یې ماته د رد ځواب راکاوه.
زه تسلیمه نه شومه او له ځان سره به مې ویل، که غواړم، چې څوک پیدا کړم، نو باید ځان شله ( فلجه ) معرفي کړم، پوهېږم، چې ډېره سخته ده، چې یو هلک دې له یوې شلې نجلۍ سره واده وکړي، خو پیټر یو هلک نه، بلکې یوه پرښته وه، هغه له ما سره مینه درلوده، نه زما له پیسو سره؛ سره له دې، چې ورته ومې ویل، چې زه شله یمه، خو بیا یې هم زه غوښتمه. هغوی دم ګړۍ واده کړی دی او د جېمز په نامه یو زوی لري.