
دښارلوى روغتون اوزمونږپوهنځى دومره سره نږدې ؤچې ډېرځله به دناروغانو ويرونه اودعاجلوناروغانو دامبولانس اوازونه رارسيدل يوه کوچني واټ ته ورته ساحه زمونږ دپوهنځي اورغتون ترمينځ پرته وه .
په اونۍ کې داسې ورځې ډېرې کمې راتلې چې د روغتون نه دې دناروغانوکوم پايواز زمونږدټولګي ور دوينې دغوښتلولپاره ونه ټکوي له دغه ټک ټک سره زمونږ ټولګيوال دومره عادي شوي ؤچې کله به کوم بل سړي يا دپوهنتون لوړپوړ مسئولينو اوناشنااستادانو هم وروټکولونوهرچا به فکرکاوه چې بيا کوم کس دناروغ لپاره وينه غواړي .خويوجوت توپيرداوو چې دناروغ ياپايواز رنګ به دمړي په څېرزېړاوښتی ؤاوپه دمه دمه به يې داسې خبرې کولې چې ژورې بې وسۍ اوعذرته ورته وې .دغه کسانوته به ډيرځله جدي استادانو سخت ځواب ورکاوه خوځينې استادان چې لږنرم غوندې ؤاوياهم دخپل ژوند په اږدوکې له داډول ستونزې سره مخ شوي ؤنواجازه به يې ورکړه چې ټولګي ته راننوځي دهغه په لاس کې به يې دروغتون رسمي پاڼه وکتله بيابه يې زمونږخواته راوکتل هلکانودغه فلانى ګروپ وينه څوک لري له دغه کاکا سره ترروغتون لاړشئ اودخداى په رضاوينه ورکړئ .کومې شوخې نجلۍ يا هلک به نرې پوښتنه وکړه .
استاده څومره وينه غواړي ؟
داستاد په ځاى به همغه کس ځواب ورکړ.
ورڼودومره وينه پکارده باوروکړى چې دروغتون دوينې په بانګ کې يوڅاڅکې وينه هم نشته کنه دلته نه راتلم .
دوينې اندازه به که له دوه سوه سي سي کمه وه نوډېرټولګيوالو به لاسونه اوچت کړل چې ډېربه پې شوخ هلکان وو. اودابه يې له ټولګيو نه دوتلوښه بهانه ګڼله ځکه چې دغيرحاضرۍ وېره به يې نه ؤخوکه دوينې اندازه به يې له دې نه لوړه ؤه چې اکثره وخت يې پنځه سوه سي سي ښودله نوپه ټولګي کې به يوډول چوپتيا خوره شوه هرچابه ځان دمېزپه سرله خپلوکتابونواوکتابچوسره بوخت کړ بيا به نوپه دې وخت کې استاد په کوم چاغ هلک لاس کېښود که دوينې ګروپ به يې ورسره برابرهم نه ؤمجبورؤچې داستاد غوښتنه ومني نوويل به يې چې دوينې په بانګ کې دوينې ګروپ بدليدلى هم شي .
دوينې غوښتونکي اکثره بوډاګان اوزړې ښځې وې داسې هم کېدل چې يو کس به ولاړوو اوبل به کاغد په لاس دټولګي په مخ کې دوينې غوښتولولپاره ودرېده کوم شوخ هلک به لازړه وکړاوپرې غږبه يې کړ........
وه کاکا ! دليليې دلوبيااووريجوبه څه وينه وي هسې نه خداى مکړه ناروغ دې لابد ترکړي په دې خبره به ټولووخندل خواستاد به چې دقربانۍ، خواخوږۍ، خيراوثواب خبره رامنځته کړه نودټولوخندا به غلې شوه .
يوه ورځ مې ښه په ياد دي دپنجشنبې ورځ وه دويم ساعت وو استاد ديونان دلرغونو اديانوپه باب خبرې کولې اوداتن درباالنوعانوڅيرې او کړه وړه يې يې زمونږ لپاره انځورول .
رب النوعه يوډول غيرطبعي انسان وو چې هغوى خپل خدايان ګڼل دلمرراختواولمرپريوتو، ورځې،شپې د باران اوطوفان راوستلوقدرت يې په لاس کې وو ډېرځله به چې ددغه وګړوپه وجود کې دبوډاتوب نښې څرګندې شوې نودرب النوعه له عبادت نه به خلاص شول له خپلودوستانوسره به يې مخه ښه وکړه داتن دپراخه ځنګلونو خواته به ولاړل هلته به يې له دنياوي چاروزړونه راټول کړل دنفس په تزکيه اورياضت به مشغول شول خو کله به چې بېخي بډاتوب اودمرګ ترپولوورسېدل نوبياخپله دعبادت وړګرځېدل نورووګوړوبه يې درناوى اوعبادت کاوه اودرب النوعه مقام ته رسېدل . استاد دې ځاى ته رسېدلي وو چې دڅنګ کړکۍ يې ټک ټک شوه له ټک ټک سره له سلګونوپېړيووړاندې زمانې څخه بيرته حال ته راغلو.
يوه د پاخه عمرخاوند چې په ږېره کې يې توراوسپين تارونه سره برابروو اوله څېرې نه کوم لوړرتبه مامورښکارېده په لاس کې سپينه پاڼه استاد ته ورکړه استاد له سترګوتېره کړه اوبيايې مونږته وکتل او وويل !.......مثبت B شپږسوه سي سي څوک حاضردى ؟
که څه هم کله مې وينه نه وه ورکړې خوګوته مې اوچته کړه وروسته له ځان سره پښېمانه شوم خواستاد ورسره واستولم .
له راغلي کس سره دوينې دبانګ په ځاى مخامخ دعاجلوناروغانو يوې کوټې ته لاړم ددواړوپه ننوتلويوه يودپاخه عمره ښځه اودوه ماشومان چې دناروغ کټ ته ناست وو پاڅېدل ماته يې ښه راغلاست وويل .
بياسپين ږيري کس چې زه يې راوستلى وم زماپه اوږه لاس کېښود .
بچېه!ته دپوهنتون محصل يې زه هم دپوهنتون پخوانى استاد يم خواوس شخصي کاراوبارلرم دامې مېرمن اودادوه مې زامن دي چې مشرايمل اوکشراجمل نومېږي اوداچې په کټ کې ناروغه پرته ده زمامشره لوررڼاجانه ده هسې خداى وساتلوله ترافکيې پېښې سره مخ شوي ؤ وينه يې ډير ه ضايع کړې ښى مټ اوپښه يې ډېرژوبل دي اميد دى چې ستاوينه به صحت ورکړي .
نجلۍ دپلارپه خبروسترګې وغړولې لومړى يې هغه بيايې ماته وکتل سره د دې چې په سترګوکې يې ددردڅپې خورې وې خولاله وړاندې يوډول عجيبه مننه اوځلاپکې نغښتې وه مادغه ځلاحس کړه زړه مې ټکان وخوړپلاريې خبروته دوام ورکړ.
بچېه ! په روغتون کې مې وينه پيدانه کړه بانګ هم له وينې خالي شوى دى ځکه مې تاته زحمت درکړدوينې بانګ ته لاړوډاکترشپږ سوه سي سي وينه راڅخه واخيسته نږدې نيم ساعت بهرانتظاروم وروسته همغه کس بياراغى زه درڼاپه فکرکې وم په زړه کې مې يوډول نوي درد غزونې کولې چې هغه کس مې په اوږه لاس کېښود .
بچېه ډيره مننه !
دلورحالت مې ښه دى خودرڼاموريوځل بيا ستا دليدلوهيله کوي زه هم بې له څه خبرې ورسره روان شوم درڼاپه کوټه کې ټول راته پاڅېدل رڼاهم دبسترله بالښت يوڅه سرراپورته کړپه ټيټ اوازيې مننه وکړه اوبيايې په سترګولاس کېښوده موريې ترخپل څنګ راته کېناستلواشاره وکړه په څوکۍ کښيناستم اوپه خبروشوه .
بچېه ! ته محصل يې ستا له دغه قربانۍ مننه رڼالورمې سږکال له دولسم ټولګي فارغېيږي بختوره ده چې ستاغوندې يوه همزولي يې وينه وړکړه موږپه دې ښارکې مسافريوکنه کومې خواته به مومنډې وهلې ستادغه قرباني به تل زموږپه ياد وي په دې خبروکې ووچې يوې نرسې درڼا موراوپلاربهروغوښتل په کوټه کې زه ،رڼا اودهغه دوه وروڼه پاتې شوو .
درڼاسترګې نيم کښې پاتې وې په ټوله کوټه کې وژونکې چوپتيا خوره وه شيبه پس يې ترژبې لاندې وويل مننه .......اونوم ...دې ؟
پوه شوم چې دنوم پوښتنه مې کوي ځواب مې ورکړ
احسان .
بيايې وويل !
ښکلى نوم دى .
يوشېبه بياچوپتياشوه زړه مې راغونډکړترې ومې پوښتل .
زخمونه دې درد کوي ؟
ځواب يې راکړ.
زخمونه به مې ښه شي خوفکرکوم چې يودرد به دتل لپاره زما په وجود ې پاتې شي .
کوم درد ؟
دوره خواته يې وکتل اوبيايې په ډېرزحمت سترګي ماته راواړولې .
دومره بې غوره ېږه مه هغه درد چې تا راکړاوستا له وينې سره يوځاي زما په وجود کې خورشو .
په ټول وجود کې مې يوډول تودوخه خوره شوه په لومړي ځل مې رڼا ته دزړه په سترګووکتل اوددغې دردپه مانا پوه شوم .
هغې بياخبروته دوام ورکړ.
احسانه ! ته اوس هغه يوه شېبه وړاندې نااشنا زلمى نه يې داسې ښکارې چې دډېرې مودې نه دې پېژنم خويوه هيله درڅخه کوم .
ورته مې وويل
کومه هيله ؟
احسانه ماخوبه کله نه هېروې ؟
له ځان سره حيران وم دومره زراوداسې خبرې ديوخوب غوندې ښکاره شوې په همدې ذهني ګډوډۍ کې ډوب وم چې بيايې خپله خبره تکرارکړه .
څنګه غلی شوې ؟
ځواب مې ورکړ.
نه ستا هيرول ........ اوس زما له واکه وتلي دي .
رڼاوخندل مخ يې په مړوند پټ کړلنډه شېبه بياچوپتياخوره وه خوډېرزريې روغ لاس ترڅنګ ايښي لاسي بکس ته وراوږد کړ په يوه پاڼه يې دوه نمبرونه وليکل بيايې پاڼه ماته ونيوه .
دازماتيلفون .......
خبره يې نوه بشپړه کړې چې موراوپلاريې راننوتل موريې درڼا په تندي لاس کېښود اوپلاريې زمامخې ته په کوچني ميزدميووکڅوړه کېښوده دميووکڅوړه مې دهغه دټينګارسره سره بېرته ورکړه اوورته مې وويل چې دې ته زمانه رڼازياته اړتيالري تاسې چې څودلته وى زه به موهره ورځ پوښتنه کوم اودرڼااحوال به اخلم
له ټولوسره مې مخه ښه وکړه کله چې له کوټې وتلم رڼامې بيا له سترګوتېره کړه تندى يې غوړېدلى وو اوپه سترګوکې يې ګڼې هيلې په موسکا وې .
له روغتونه دپوهنځي په لورروان شوم ايله وپوهېدم چې خواږه دردونه هم شته اوله وينې مينه څنګه راټوکېږي .
١٩\\٩\\١٣٨٧ چک وردک