بــــــــــــــــې گـــــــــــناه

ډيره موده وشوه چې اجمل کور ته نه و  راغلی. مور يې ډيره خفه وه .د اجمل دوی کور زمونږ د کور په څنگ کې و .د هغه پلار يو معلم و نسيمه چې د ګل محمد کاکا لور وه د نسيمې يو ورور و او هغه هم د اجمل انډيوال و او يو ځای به سره گرځيدل دا چې اجمل لوفر مزاجه او نشيې ونو ناصريې هم له ځانه سره سم ليونی کړی و
جميل د اجمل کشر ورور و او هغه هم په مکتب کې و وختو نه تيريده او د ژوندون شمعې په ويلې کيدو وې يو ورځ نسيمه د مکتبه راروانه وه نو په لاره کې جميل وليده ريښتيا هم نسيمه د ښکلاښاپيرۍ وه لوړه ونه شنې سترگې اوسپين مخ نو سمه د کوه کاف ښاپيرۍ وه نو جميل ورته په ځير ځير کتل اخير نسيمې ورته لاره پريښوده خو هم دومره يې ورته وويل چې شرميږې نه چې پردو تورو سرو ته  ګورې .
خو د جميل زړه د نسيمې  سره لاړ او جميل د نسيمې په سوچونو کې ډوب کور ته لاړو
جميل به هره ورځ په لاره کې نسمې ته ولاړ و او د هغې ننداره به يې کوله .
خواخر د نسيمې هم ورسره مينه پيدا شوه .
د وختونه تيريده او ملاقاتونه به کيده  داچې د نسيمې او جميل وروڼو انډيوالې وه او يو ځای به وو په مياشتو مياشتو به نه راتله او ګرځيده نوداسې يو وخت و چې اجمل او د نسيمې  ورور  يو ورځ په يو کور اوښتي وو او غلا  يې کړې وه دا چې ډيرې پيسې يې غلا کړي وې نو په خپلو کې يې لانجه راغله او په جنګ کې د اجمل لاس ته چاړه ورغله او هغه يې پرې وواهه .
په ټول کلي کې اوازه شوه چې د ګل محمد کاکا ځوی اجمل واواژه د وخت په تيريدو سره اخر د دواړو کورونو تر منځ روغه وشوه خو بيا هم دورور  او يا هم د ځوی مرگ ډير زور لري .  نسيمې په زړه کې ورته اچولي وه چې ګورم به درسره .
نو يوه شپه چې جميل چيرته تللی و او اجمل  چې  د خپلې حجرې  په مخ کې يې کټ اچولی و نو د ماښام څخه نسيمې ليدلی واو په زړه کې يی ورته اچولي وه .
د شپي ١٢ بجې وې چې نسيمه راغله او لکه ليونۍ چاړه يې په لاس کې وه او ځان يې کټ ته راورساو .
نو بې له ځنډه يې په چاړه په کټ کې په پروت سړي واروکړ او د وارسره د پروت سړي د خولې څخه يوه بې دريغه چغه ووته نسيمې په ډير زور سره پرې دويم وار وکړ او د دويم وار سره د نسيمې د خولې  نه چغه اووته او وې ويل اخ دامې څه وکړه نو ګوري چې جميل په کټ کې په سرو وينو پروت و او د سور پالنګ خوبونه يې ګور ته يوړل او بي ګناه ددي دونيا نه لاړو  .

                           مرام راډيو دفتر ١٣٨٨\\٨\\١١