اخیر راشه کنه


په زړه زخمي ټوکر ټوکر یم اخیر راشه کنه
دا ستا د لاسه خون جګر یم اخیر راشه کنه

په ځان ویده په زړه وېښ ستا انتظار کومه
جانانه ولې بې وفا شوي اخیر راشه کنه

دا ستا په تمه زه ټوله شپه شوګیر کومه
شپه مې سهار په انتظار شوه اخیر راشه کنه

زړه مې په چیغو چیغو ژاړي ستا د بیلتون په راتلو
په سترګو ړوند په غوږو کوڼ شې اخیر راشه کنه

چې څه تېر شوي هغه به هېر کړو وه په زړه ظالمه
اوس چې تابع د ستا دیدار شوم اخیر راشه کنه

دا چې ژاړیږم او دردیږم دا زما خطاء ده
بازمحمد پروت زخمي زخمي دی اخیر راشه کنه