
ولي وم تللی ولي بیرته له صحرا راغلمه
چي ورلویدلی وم هغه کوهي ته بیا راغلمه
ما غورځیدلو دیوالوته څومره چیغې وکړې
زه دپرون په تیارو لارو چې تنها راغلمه
ته وا سوځلې مې څیره ده د عربو غرمو
لکه مړه شوې ډیوه تاته بې رڼا راغلمه
ولې مې غږ نه اورې ولې نه راګوري هغه
ولې ېې هر ځل له محفله بینوا راغلمه
خیر که دا یوځل نتیجه د ملاقات داسې شوه
ته مروره شوې او زه درنه پخلا راغلمه
له تا روان ومه له تا مې فاصیله نیوله
یه ! عمرخیله ډکې سترګې به تر تا راغلمه
خوشال خان
کابل افغانستان ۱۴۹۴ دکب ورستۍ ورځ
بلاـ